روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی اخوت روحیه زموږ د یو والی لپاره پیاوړی ځواک دی

د خبری سر چینو په حواله ویل شوی چې جمهور رئیس  بایډن  د افغانستان په اړه خپلو وروستیو څرګندونو کې د خپلو لښکرو د وېستو کلکه دفاع کړی او ویلی یې دی چې که خپل عسکرمو نه وای راوېستلی نو له افغانستانه به مو یوازې جسدونه راوړل، ځکه دا هېواد رښتیا هم د امپراتوریو هدیره ده، خو له بده مرغه افغانان د یووالی وړتیا نه لری. راځئ د نوموړی پر دغه وینا فکر وکړو او معلومه کړو چې امریکایان او نور صلیبی ملګری یې زموږ پر وړاندې نورې څه ډول ارادې لری. موږ ته باید دا حقیقت هم ښه معلوم وی چې لویدیځوال عموماً اروا پوهنه کې مهارت لری  او خپلو خبرو او کړو وړو کې یې زیاتره اصول هم په نظر کې نیسی. بیا د هغوی د سیاسی مشرانو ویناوې خو حتماً پوره حسابی وی. مثلاً د بایډن دا سپینه وینا چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، ښایی په دې غرض وی چې له افغانستانه د عسکرو د وېستلو ټول مخالف امریکایان قانع او وپوهوی چې هلته پاتېدل سراسر د دوی لپاره لوی تاوان ؤ او په دې توګه پرخپل حکومت د هغوی د نیوکو فشار کم کړی. د نوموړی دا خبره که څه هم د افغانانو د خپلواکۍ او مېړانې روحیه ډېره او چتوی حال دا چې هغوی زموږ لپاره دا احساس هم نه غواړی، خو څرنګه چې غالباً تر دې وروسته به ټول غربیان لږ ترلږه څو لسیزې وروسته هم پر افغانستان د ښکاره نظامی برید نیت ونه لری او خامخا به له نورو پلانونو کار اخلی، همدا وجه ده چې اوس زموږ د مقاومت ښکاره ستاینې کوی او هیڅ اندېښنه نه کوی چې په دې ډول خبرو به د افغانانو زړورتیا نوره هم زیاته شی- خیر، هر څه چې وی یاده خبره یې زموږ لپاره دومره نه ده مهمه- مهم دا بل ټکی دی چې وایی افغانان د متحد ملت جوړېدو او یو ځای پاتېدو وړتیا نه لری- زموږ په خیال له همدې خبرې د امریکې او نورو غربی سیاستوالو هغه بد نیتی معلومیږی چې کېدی شی هغوی نور فقط له خپلو استخباراتی لارو د افغانستان تجزیې پر نقشه کار وکړی او د یوګوسلاویا په څېریې سره وویشی. ځکه دوی ښایی اوس حتماً دې نتیجې ته رسېدلی وی چې له تېرې یوې پېړۍ راهیسې افغانستان کې د انګلیسی امپراتورۍ، شوروی وارسا او ناټو + امریکې غوندې ستر ځواکونه ماتېدل پرته له شکه د حیرانۍ خبره ده. اوس نو که موږ خپله هم ژور فکر وکړو پوهیږو چې تر دې وروسته به زموږ دښمنان خامخا د څرګند نظامی یرغل پر ځای د افغانانو ترمنځ د اختلاف تخمونه شیندی او تر هغه به د همدې کروندې اوبه خور او پالنه کوی څو یوې پایلې ته یې نه وی رسولې. که څه هم پردې موضوع انګریزانو او روسانو پخوا هم کار کړی خو دوی بیا هم کولی شی له نویو تدابیرو کار واخلی او لاښه په جدیت کار وکړی. اوس که موږ د بایډن یاده وینا د خپل هېواد او ملت لپاره یو جدی خبرداری وګڼونو بیا لازمه ده چې د هغوی د نوی پلان شنډولو په خاطر موږ هم پر نوی پلان کار وکړو. په دې مانا چې د خپل منځی اختلافاتو او ګوندیو د ختمولو لپاره هغې وسلې ته لاس کړو چې په یقینی ډول د اختلاف له منځه وړلو تر ټولو ښه قابلیت لری او هغه په افغان ولس کې د اسلامی اخوت روحیې ته وده ورکول دی. ښکاره ده چې په دې باب کې زیاتره مسئولیت د سیاستوالو، دینی علماؤ، ادیبانو او نورو پوهانو دی. همدوی مکلفیت لری چې د هېواد ګردسره قومونه په دې وپوهوی چې د قومونو او سمتونو پرنامه د هېوادوالو وېشل او تجزیې ته لار برابرول زموږ د ایمان او عقیدې له غوښتنې سره کاملاً ټکر لری چې د دنیا او آخرت زیانونه پکې نغښتی دی. ټول افغان ملت باید پر دې واقعیت سر ښه خلاص کړی چې د دښمن په تلقیناتو دغه شان ګوندیو ته لمن وهل د خپلو مظلومو خلکو تباه کول او هغه اورته غورځول دی چې همدغو دښمنانو د عراق، سوریې، لیبیا، سودان او داسې نورو هېوادو خلک ور واچول. نو راځئ ټول د توحید پر هغې کلمې راغونډ شو چې زموږ خالق او مالک د هغې په واسطه زموږ تر منځ ورور ګلوی قایمه کړې ده. همدار زموږ هغه ځواک دی چې پرمټ یې دلته د امپراتوریو هدیره جوړه شوی او د نړۍ د لویو کبرجنو ښکرونه پکې مات شوی. همدا وجه ده چې دښمن اوس زموږ پر وړاندې پرته له اختلاف اچولو بله لار نه وینی او خامخا به خپل همدغه پروګرام پرمخ ولی. خو له دې سره سره موږ بیا هم پوره ډاډه یو چې که د خدای تعالی نصرت راسره مل ؤ، د دښمن دغه هڅې به هم هماغسې شنډې شی لکه هغه چې پخوایې ترسره کړې او دا دی اوس هم شپه ورځ د پښېمانۍ او ښکې پرې تویوی- البته د دغې بریا ګټلو لپاره هم یوازنی شرط پرخپل سپیڅلی دین راغونډېدل او منګولې ټینګول دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید