روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د استـاد روستـار  ترکی څو خبرې!

طالب واکمنی یو کلنه شوہ، له تیر فاسد نظام څخه گڼ شمیر ستونزې و ھغوی ته په میراث پاته شوې، لکه د مقاومت په نوم د نویو تروریستی ډلو خوځښت، د وارداتی دیموکراسۍ د ماشین زھرجن افرازات، قومی شخړ‎ی، پر نشو روږ‎دی څلور میلیونه معتادین، کورنی او بھرنی مھاجرتونه، د عامه شتمنیو او دولتی ځمکو، غصب، چور او تالان او د افغانستان په کورنیو چارو کې د سیمې د ھیوادونو لاسوھنې ھغه ناوړ‎ہ بیلانس دی چې د بھرنیو ځواکونو د ناقانونه حضور په نتیجه کې موږ‎ ته را په برخه شوی.

طالب مشران د بھرنیو فشارونو او بندیزونو سرہ سرہ پر دې وتوانیدل یو لړ‎ ستونزو ته حل لارې پیدا کړ‎ی.

خو د طالب مشرانو لخوا ځینو واقعیتونو ته نه پاملرنه د دې لامل شوی چې مخالفتونه ورسرہ مخ پر زیاتیدو شی.

زہ، دلته د ځینو واقعیتونو یادونه کوم.

لومړ‎ی، اړ‎ینه دہ پر دې ځان پوہ کړ‎و چې غرب ولې په افغانستان یرغل وکړ‎؟

آیا افغانستان رښتیا ھم د ترورزم ځاله وہ؟ او یا دیموکراسی له خطر سرہ مخ وہ؟

د نړ‎ۍ په کچه د نفوسو د شمیر زیاتوالی، او ورسرہ د صنعتی ھیوادونو چټک پرمختگ د دې لامل شوی چې د نړ‎ۍ اقتصادی جغرافیه د شخړ‎و پر ډگر بدله شی او د زبر ځواکونو تر منځ د نړ‎یوال نظام د جوړ‎یدو پر سر د قدرت د ویش سیالۍ را و ټوکوی.

د نړ‎ۍ ډیرې طبیعی زیرمې په اسلامی ھیوادونو کې دی.

له بدہ مرغه، افغانستان په تیرو شلو کلونو کې د مرکزی اسیا او منځنی ختیز د تیلو او گازو د زیرمو سرہ د نژدېوالی له امله د خپل مھم جیوپولیتیک موقعیت قربانی شوی!

د دیموکراسۍ ترویج ، د تروریزم او اسلامی بنسټ پالنې سرہ جگړ‎ہ محض پلمې دی چې اشغالگر یې په سیوری کې خپلې اصلی موخې پټوی!

تر دې اوږ‎دې مقدمې پس غواړ‎م لاندې واقعیتونو ته پر پام نیولو سرہ اصلی مطلب ته راشم.

لومړ‎ی:

افغانستان د نړ‎یوال نظامی ائیتلاف د حضور په حالت کې چې له نړ‎یوالو قوانینو سر غړ‎اوی شوی ؤ، له ملی واکمنۍ څخه بې برخې شوی.

نو د بھرنی ناقانونه حضور پر ضد د وسله وال مقاومت جگړ‎ہ، د یوہ داسې عزتمن ولس طبیعی غبرگون شمیرلی شو چې ویاړ‎نې او غرور یې تر پښو لاندې شوی وی، ځکه تپل شوې ناقانونه جگړ‎ہ افغانانو ته د جگړ‎ې د تاوان د دعوې استحقاق ور پر برخه کوی.

خو موجود افغان دولت ځان غلی نیولی دی!

دوھم:

شل کلنه جگړ‎ہ د جگړ‎ې د قوانینو څخه بھر تر سرہ شوې چې د جگړ‎ې د مختلفو اړ‎خونو د نظامی عملیاتو په ترڅ کې بیشمیرہ جنگی جنایات را منځته شوی.

افغانستان د سزا د نړ‎یوال دیوان د غړ‎ی په توگه، دا وړ‎تیا لری چې د جنگی جنایتونو دوسیه محکمې ته وړ‎اندې کړ‎ی، خو طالبانو د بھرنی جنگی جنایتکارانو په اړ‎ہ د زغم او حوصلې سیاست غورہ بللی.

دریم:

طالبان د افغانستان بچیان دی، د جھاد پر مھال پاکستان د ھغوی د روا جگړ‎ې قوت الظھر جوړ‎ کړ‎ی ؤ. له بدہ مرغه له پاکستان سرہ اړ‎یکې ھماغه د جھاد، مقاومت او اړ‎تیا په پړ‎او کې پاته دی. طالبان لا ھم پر دې نه دی توانیدلی چې له پاکستان سرہ د یوہ آزاد، خپلوک او پر ځان ویسا لرونکی واکمن له دریځه معامله وکړ‎ی!

څلورم:

لویدیزوال چې د اسلامی نړ‎ۍ په جغرافیه کې په مختلفو وختونو کې د سوچه اسلامی نظامونو د خوځښت په وړ‎اندې د توطېیو او کودتاگانو اوږ‎دہ مخینه او تجربه لری، په ھیڅ وجه نه پریږ‎دی چې طالبان د سوچه اسلام تر پلمې لاندې او یا د کورنۍ موضوع پر بھانې د جینکیو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړ‎ی او یا ښځې له قانونی منل شویو نړ‎یوالو حقوقو څخه بې برخې کړ‎ی.

امنیت گډوډ کول، اقتصادی بندیزونه لگول د لویدیځوالو د ورځنۍ اجندا برخه دہ. امنیتی ستونزې او اقتصادی فشارونه د طالبانو واکمنی نه ړ‎نگوی خو ھغه ولس تری شدید تاوان وینی چا چې طالب ته پر ھیواد د واکمنۍ فرصت برابر کړ‎ی دی.

پنځم:

امریکا د ھمدې فشارونو له لیارې غواړ‎ی افغانی جنگی ډلو ته د افغانستان په راتلونکی سیاسی نظام کې ځای پیدا کړ‎ی تر څو وکولای شی د ھمدې لارې ھغوی د نظام د کمزوری کولو او بې ثباته کولو لپارہ وکاروی.

طالبانو ھم د یوې عادلې او اصولی حکومتولۍ د اصل پر خلاف د مفسدینو او ملی خاینینو پر وړ‎اندې د عفوې او مصلحتی چلند سیاست غورہ گڼلای. د دا راز مصلحتی سیاست پر بنسټ، افغانستان تر ابدہ د دې خاینو او مفسدو کړ‎یو له جنجال څخه ځان نه شی ژغورلای!

څه کول پکار دی؟

۱- ھغه حکومتونه چې د اساسی قانون پر محور د اصولی او قانونی حیثیت څښتن نه وی، په کور د ننه او بھر له ستونزو او مخالفتونو سرہ مخ کیږ‎ی او زیات دوام نه شی کولای.

د اساسی قانون تنظیم یو نظام ته حقوقی مشروع بڼه ورکوی.

اړ‎ینه دہ چې طا لبان د اساسی قانون د تسوید په موخه د مذھبی علماوو او اساسی حقوقو د متخصصینو څخه یو با انډوله کمېسیون جوړ‎ کړ‎ی.

زہ د اساسی قانون د متخصص په توگه حاضر یم، چې خپلې مسلکی تجربې او وړ‎تیاوې له یاد کمېسیون سرہ شریکې کړ‎م.

۲- د اساسی قانون د تصویب لپارہ د لویی جرگې دایریدو ته اړ‎تیا دہ. داسې لویه جرگه چې د اساسی قانون د تصویب په موخه راغوښتل شوې وی.

اړ‎ینه وہ د لویې جرگې جوړ‎یدو څخه وړ‎اندې د ملی خاینینو، مفسدینو او بشری حقوقو ناقضینو د محاکمې لپارہ ځانگړ‎ې محکمه جوړ‎ہ شوې وای، تر څو نا اھله کسان لویې جرگې ته لیار پیدا نکړ‎ی خو د طالبانو د حکومت د عدم مشروعیت له امله په دې برخه کې په کمزوری حقوقی حالت کې قرار لری، بیا ھم دا امکان شته چې اوسنی حکومت د یوې سوچه اسلامی او ملی لویې جرگې د جوړ‎یدو په موخه د نوماندانو لپارہ د دینی او ملی ارزښتونو پر بنسټ معیارونه وټاکی او د یوہ تقنینی فرمان له لارې یې نافذ اعلان کړ‎ی.

د تقنینی فرمان فلتر د دې لامل گرځی چې ھیڅ خاین، فاسد او اشغال پلوی ترې را تیر نه شی!

د اساسی قانون تر تصویب پس یې د احکامو پر بنسټ داسې یو حکومت جوړ‎یږ‎ی چې په ترکیب کې یې د طالبانو تر څنگ پیژندل شوی د تقوا خاوندان متخصصین برخه لری.

نوی حکومت له لویې جرگې څخه د باور رایه تر لاسه کوی او د اوسنی سرپرست حکومت ځای نیسی. نوی حکومت چې له لویې جرگې څخه مشروعیت تر لاسه کړ‎ی، د نړ‎یوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل کیږ‎ی او پر افغانستان اقتصادی بندیزونه او سیاسی فشارونه پای ته رسیږ‎ی.

نوی حکومت د لویې جرگې څخه په ځینو نورو اھمو موضوعاتو کې ھم د پریکړ‎ې غوښتنه کوی، چی د ھغو له جملې څخه ځینې مھم یې دا دی:

الف: په تیرو شلو کلونو کې د اشغالگرو قواو لخوا جنگی جنایتونه

ب: د اشغالگرو ځواکونو څخه د جگړ‎ې د تاوان غوښتنه

ج: د ډیورنډ د فرضی کرښې په اوږ‎دو کې د اغزن تار غزول او پر افغان خاورہ د ډرون او توغندیو بریدونه

د: د ھغو ملی خاینینو د محاکمې څرنگوالی چې بھرنیو ځواکونو ته یې د تیری او اشغال زمینه مساعدہ کړ‎ې وہ

ھ: د جینکیو د ښوونځیو خلاصون

په پایله کې:

تر څو چې د طالبانو واکمنی د اساسی قانون پر بنسټ جوړ‎ہ نشی، تر ھغې؛

۱- کورنۍ مشروعیت نه شی تر لاسه کولای

۲- د نړ‎یوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه پیژندل کیږ‎ی

۳- له بھرنیانو سرہ په تعامل کې، د ناروا جگړ‎ې د تاوان غوښتنه نشی مطرح کولای

۴- د بھرنی جنگی جنایتکارانو دوسیه د سزا نړ‎یوال دیوان ته نه شی حواله کولای

۵- افغان ملی خاینین او مفسدین نشی محاکمه کولای

۶- وسله وال مخالفین د باغیانو تر نامه لاندې نه شی ټکولای او نه قانوناً سزا ورکولای شی، ځکه یواځې د اساسی قانون پر بنسټ یو مشروع نظام د دې کارونو جوگه دی!

زہ خپلې خبرې ھمدلته پای ته رسوم!

ممکن است شما دوست داشته باشید