روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامی عرفان او د دینی مراکزو د انسجام نوی معین معرفی شو

شیخ عزیز الرحمن منصور چې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د ۵۹۱ مې ګڼې حکم پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامی عرفان او دینی مراکزو د انسجام معینیت لپاره د نوی معین په توګه ټاکل شوی ؤ، پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

دغه مراسم چې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو، د چارو ادارې د لوی ریاست مالی او اداری معین مولوی عبدالسلام حقانی، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالطیف منصور، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مالی او اداری معین مولوی عارف الله عارف او د افغانستان اسلامی امارت لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دغو مراسمو کې وویل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په تشکیل کې د اسلامی عرفان او د دینی مراکزو د انسجام معینیت د اسلامی امارت د تګلارې پر بنسټ دی.  په ورته وخت کې شیخ عزیزالرحمن «منصور»  چې تازه یې د اسلامی عرفان او دینی مراکزو د معین په توګه دنده پیل کړه، عرفان او تصوف یې د اسلام دین یوه لویه شعبه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان اسلامی امارت په چوکاټ کې د ملی او اسلامی فرهنګ د ارزښتونو د ساتلو او پیاوړی کولو په موخه به هڅې وکړی.

هغه زیاته کړه له اغیارو سره د پردی فرهنګ پر وړاندې د مبارزې یوه لار د افغانانو ترمنځ یووالی دی او افغانستان باید په دینی او عصری علومو کې ځان له نړۍ سره سیال کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید