روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ابوجهل روحی اندیښنه

لیکوال: سید ابوالحسن ندوی

ژباړن: محمدصادق طارق

وروسته له هغه چې مکه المکرمه ښار د اسلام او توحید په ستر مرکز بدل شو، د جاهلیت او ملی غرور مشرتابه ابوجهل روح ور څخه لیدنه کوی. ابوجهل وینی چې مکه د الهی کور وه زیارت کوونکو ته د مشرکینو له شتون پاکه شوى ده. د لات، منات، هبل، عزّى، اساف او نائله خدایانو هیڅ څرک نه تر سترګو کیږی. د اذان هیله بښونکى آواز او د “أشهد أن لا اله الا الله و أشهد أن محمدا رسول الله” خوږ شعار هره ورځ پنځه ځلې د حرم په فضا کې تاویږی. جاهلی غرور، نسبی ویاړ او قومی تعصب لمن ټوله کړى ده. خلک دا عقیده لری چې ټول د آدم علیه السلام اولاد دی او آدم علیه السلام هم له خاورو جوړ دى. له تقوى پرته د عرب او عجم تر مېنځ هیڅ رنګ توپیر نشته. ابوجهل له خلکو څخه د قرآن عظیم الشأن دغه آیت څو ځلې اوری چې هغوى یې تلاوت کوى او وایې:

[یا أیها الناس انّا خلقناکم من ذکر و أنثى و جعلناکم شعوباً و قبائل لتعارفوا انّ أکرمکم عند الله أتقاکم]

د خلکو تګ او راتګ ته خورا زیات ځیر دى او خبرو اترو ته یې غوږ دى خو له هیڅ چا څخه داسې خبره نه اوری چې په خپل نسب او ملیت دې ویاړ وکړی او بل څوک دې د وطن او نسب له امله سپک وګڼی، یا دې د عرب قومونو او قریشو تر مېنځ کوم ځانګړی امتیاز ته ژمن وی. هر څه ورته بل ډول ښکاری او خلک وینی چې د یوه تور پوستی حبشی پر شاوخوا چې په علم او تقوى کې تر نورو وړاندې دى راټول شوى دی، خبرو ته یې غوږ دی او نظر یې د ځان او مال په بیه تر لاسه کوی.

ابوجهل د بنی مخزوم قبیلې مشر د خلکو آداب، رسوم او باورونه په دقت څاری خو د خپل قوم د ځانګړیو ویاړونو اړوند هیڅ څرک نه پکې وینی. هغه ته جوتیږی چې د تیر ژوند آداب او رسوم یو مخ بدل شوى دی او نوى ټولنه د عقیدې، اخلاق، فضیلت او تقوى پر بنسټ جوړه شوى ده، د قومی ارزښتونو په معیار او د خلکو په فکرونو کې ژور بدلون احساسیږی نو ځکه تر بریتو لاندې په ټیټ آواز له ځان سره په خواشینى وایې: “دا خلک زما د وخت خلک نه دی او دا هیواد له هغه هیواد سره توپیر لری چې ما پیژانده”

هوکى، د بنی مخزوم سردار تیر وتلى دى او خپل مورنۍ ټاټوبى نه پیژنی. که کعبه، د زمزم څاه، حجر الأسود او هغه ځایونه چې دى به د مشرکینو له نورو مشرانو سره پکې ناست و او کمزورو مسلمانانو ته یې عذاب ورکاوه، موجود نه واى یقین به یې کړى واى چې لار ترې خطا شوى ده او مخ پر بل ځاى روان دى.

ابوجهل هغه څوک و چې د محمد نوى دین یې د جاهلیت په وړاندې چې یوازې پر قومی ویاړونو ولاړ و، ستر خنډ باله او پوره نړۍ یې د “مکى په قریشی هیواد” کې محدوده کړى وه، هغه معتقد و چې فضیلت او ویاړ یوازې د عربو دى نور ملتونه له هیڅ رنګ حق څخه برخمن نه دی، هغه د جاهلیت ستر مدافع و او د اسلام په موخو تر هر چا زیات خبر و، خو د دومره تیز فکر او روڼ اند سره سره یې دا ګومان نه کاوه چې اسلام به دومره پر مخ لاړ شی او خلک به ترې اغیزمن شی، او جاهلیت به په ډیره ناوړه توګه له خپل مرکز څخه په شا ټومبول کیږی.

د ابوجهل جاهلی غرور له دى حالت لیدلو څخه وروسته په جوش راغلو، په خورا هیجان یې د کعبى تورو پردو ته لاس واچاوه او د مرستى او ژړا غږ یې په ژړغونې آواز کې پورته شو چې ویل یې: “زموږ زړونه د محمد له لاسه ټپیان او غمجن دی ځکه ده د کعبى څراع وواژه او قدر یې ور ټیټ کړ، د قیصر او کسرى پوزه یې په خاورو سپیره کړل، د محمد د افسون له مخې ځوانان زموږ له چاپیر څخه بیل شوه او د ده په دین دننه شوه”

ســینه‌ی ما از محـمد داغ داغ

از دم او کعبه را گل شد چـراغ

از هلاک قیصر و کسری سرود

نوجوانان را زِ دسـتِ مـا ربود

ساحر و اندر کلامش ساحریست

این دو حرف لا اله خود کافریست

تا بســاط دیـن آبـا در نـورد

با خداوندان ما کـرد آنچه کـرد

پاش پاش از ضربتش لات و منات

انتقام از وی بگـیر ای کائنات

دل به غایت بست و از حاضر گسست

نقش حاضر را فسون او شکست

وروسته وایې: د محمد دین د عربو او عجمو، تورو او سپینو تر مابین پر مساوات او برابرى ولاړ دى، ده په همدې ډول د عربو عزت برباد کړ. له شک پرته دغه ورورګلوی او برابری د عجمو له کلتور څخه سرچینه اخلی، سلمان فارسی د مزدک لاروى دى او د عبدالله زوى محمد (صلى الله علیه و سلم) د هغه له لارې دوکه شوى دى، عرب ولس یې په ناخوالو کې راښکیل کړ. اى د عربو نامتو مشرانو او فصیحانو! ولى حل لاره نه لټوئ او د دغه نفر افسون ته چې د وحى مدعی دى ولى په خپل فصاحت او بلاغت ځواب نه ورکوئ؟!

مذهب او قاطع ملـک و نسـب

از قریش و منکر از فضل عرب

در نگاه او یـکی بالا و پسـت

با غلام خویش بر یک خوان نشست

قـدر احرار عـرب نشـناخــــته

با کلفـتان حبـش در ساخــته

احمران با اسـودان آمیـخــتند

آبــروی دودمانــی ریـخـــتند

این مساوات این مفاوات اعجمیست

خوب میدانم که سلمان مزدکیست

ابن عبدالله فریبش خورده است

رستخـیزی بر عرب آورده اسـت

عزت هاشم‌ ز خود مهجور گشت

از دو رکعت چشم‌شان بی‌نور گشت

اعجمی را اصل عدنانی کجاست

گنگ را گفتار سحبانی کـجاست

چشم خاصان عرب گردیده کور

برنـیایی ای زهیـر از خاک گور

از تو ما را در این صحـرا دلـیل

بشـکن افــسون نوای جــبرئیل

وروسته مخ پر حجر الأسود اړوی او وایې: ته ولى زما د خبرو پر صداقت شاهدی نه ادا کوى! او هبل بت ته وایې: اى زموږ ستره خدایه! ته ولى خپل کور د بی دینه خلکو څخه بیرته نه ترلاسه کوى؟ او ولى پر هغوى باندې خپل عذاب نه راولى چې د خپل کړنو سزا ووینی؟

باز گوی ای سنگ اسود باز گوی

آنچـه دیدیم از محمد باز گـوی

ای هبل ای بنده را پوزش پذیر

خانه‌ی خود را ز بی‌کیشان بگیر

گله‌ی شان به گرگان کن‌، به سیل

تلخ کن خرمای شان را بر نخیل

صـرصـری ده با هـوای بادیـه

انّـهم اعـــجازُ نـخـلٍ خــاویه

ای منات ای لات ازین منزل مرو

گر ز منزل می‌روی از دل مرو

ای تـرا اندر دو چشـم ما وثاق

مهلتی اِن کنـتَ ازعَمتَ الفـراق

ممکن است شما دوست داشته باشید