روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د‌ منی په موسم کې ولې خلک ښه احساس نه کوی؟

د منی موسم په راتللو سره ډیری انسانان په بې دلیله خپګان اخته کېږی، طبیعت یې خراب وی، زړه یې تنګ وی، کم خوبه او بد خوبه وی، اشتها او د خوراک روټین یې برابر نه وی ، له هغو شیانو او کارونو سره چې مخکې یې مینه ورسره لرله علاقه ختمه شی ، بې ځایه سوچونه کوی ، ځان ملامت احساسوی ، د ژوند د هرې برخې د کارونو په اړه بې تفاوته او بې مینې وی ،بدبینه ترې جوړ شی.

دا ټول د منی د‌ موسم د خپګان Seasonal affective disorder (SAD امله دی.

ددې د مخنیوی لپاره

– لمر ته ډېر ګرځئ

– تروش خواړه کم خورئ

– تفریح حتمن کوئ

– نیم ساعت پلې ګرځېدا بیخی ګټوره ده

– له ګرمو رنګونو استفاده وکړئ

– ویټامین داره خواړه وخورئ

– هر تغییر له کوچنی ګام څخه پیل کړئ مثلا یو کتاب چې کمې پاڼې ولری لوستل یې پیل کړئ او یا قدم وهل هره ورځ له لسو دقیقو پیاده روی څخه شروع کړئ.

نور احمد عاېل

ممکن است شما دوست داشته باشید