روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دکندهاری ادب غوره بیلګه

 

لیکنه: شراف الدین شاکر

دکندهار په ادبی چاپیریال کې که دسوچه کندهاری سبک او کلتور پاله شاعر او لیکوال یادونه کیږی نو ترټولو ژر به زموږ د ذهن پر پرده د ښاغلی احمد موسی قانت برجسته او روښانه څېره راڅرګندیږی ، همدارنګه که دقانت بابا شعرونه لولو، نو  هنری جوړښت او هندسی جوړښت یې خاص داسی قوی هیکل او فزیکی تعمیر لری لکه قانت صاحب دلته یې درې بېتونه د نمونې په توګه راوړو:

لا تخنیږی می رګونه لا  نیلی د ځوانۍ ځین دی

لا کوګل د اوره ډک دی لا څو ورځې ژوند تخمین دی

د دی سل داره تیار کړی زه به سل ځله منصور سم

ده ته زُهد مُقدس دی زما پر عشق باندی یقین دی

{قانِت} مات نه دی نصیبه چې ژوندی وی یار به غواړی

جوش لا اوس هم د ځوانۍ دی وېښته تور دی او که سپین دی

که تاسو دکندهار ښار په هر ادبی بهیر کې دتشویق مسلسه او ګرمه برخه روانه لېدلې وی هغه هم له شکه پرته دقانت دسترې معنوی ډالۍ قلمونه وو چې دمیلمه شاعرانو ترڅنګ یې کندهاری ځوان او نوښتګر  شاعران تل ستایلی او ښه شعر لیکلو ته یې تشویق کړی، او په دا برخه کې یې بیخی عالی او رغنده رول لوبولی موږ یې تل کور ودانی وایو.

که ښه ځیر سو زموږ دا تکړه شاعر او لیکوال یوه بله بیخی ښه ځانګړتیا لری هغه دا ده چې کله یې هم دځوانو اوتنکیو شاعرانو په تول پوره او له نوښتونو ډک غزلونه اوریدلی هغوی ته یې مینه ورکړې او ددې هڅه یې نه ده کړې چې دخپل شهرت لپاره هغه وغندی او په ټولنه کې یې کم وښیی، چی له بده مرغه به ووایو چی ځینو مشرانو داسې کمرنګه کارونه کړی چې د ادب یووالی او پرمختګ ته یې ټکان ورکړی، خو په هر صورت موږ دقانت صاحب او دغه راز نورو ادب ته ژمن کسانو په شتون کې دا بېړۍ ښه پرمخ بیولی او تر ساحل پوری رسولای سو.

زموږ د دغه شاعر په اړه خورا پراخ او هر اړخیز بحث کیدلای سی خو زموږ قلم لا په دې برخه کی ماشوم دی

خو تل دی وی د ادب دلارې رنګین مشالونه

پرعمر او هنر مو برکت سه

احمدموسی عرف قانت بابا

ممکن است شما دوست داشته باشید