روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دکایناتو قرآنی فلسفه:د جدید علم کلام یو څو اساسی بنسټونه

لیکوال:مولاناشهاب الدین ندوی

ژباړه: مولوی غلام فاروق غلجی

څلورمه برخه

د جدید علم کلام اړتیا:

زموږ د دې بحث لنډ حاصل دا دی چې که نن سبا دینی او شرعی علوم هر څومره ضروروی، په هماغه کچه طبیعی(ساینسی) علوم هم ضروری دی. تر دې چې ځینو لاملونو ته په کټو د ساینسی علومو اړتیا لاترې زیاته هم ده. په دې وجه د دغو علومو له اهمیته په هیڅ توګه انکار نه شی کېدای. ځکه موجوده پېر په سهی معنا د فکرو فلسفې دوره ده نو ځکه د قرآن مجید له نقشې سره سم د فکری انقلاب راوستو لپاره په یو نوی انداز سره کار کول اړین دی. او دا هم چې په دې کار کې به نوی ساینسی علوم بنسټ ګرځول کیږی، وجه دا ده چې د دې په ذریعه د اوس مهال عقل او ذهن سره سم په اغېزمنه ساینسی توګه د اسلام بلنه وړاندې کېدای شی او بشری توکم له خدایی هدایت سره معرفی کیږی. همدغه نوی انداز ته «جدید علم کلام» ویل کېدای شی چې عموماً به د «قرآن او عصری علوم» د مطابقت او سمون په اساس بحث او څېړنه کوی چې په ډېره غوره توګه د نن زمانې پر نړیوالو قومونو حجت قایمولای شی او همدغه د نن سبا تر ټولو غټ ضرورت دی. په دې بنا اوس مهال د داسې جامع‌الکمالات علماؤ یو ټولګی ته اړتیا ده چې په دینی او ساینسی دواړه ډوله علومو کې پوره مهارت ولری او دا رنګه ټولګی باید په هر زمانه کې وی چې د کتاب الله سمه پوهه او عصری علومو کې هم ښه لاس رسی والاوی او روانه زمانه کې د اسلامی امت سهی مشرتوب هم صرف همداسې کسان کولای شی. په هر حال دا وخت د نوی علم څېړنه او ترتیب له هر پلوه ډېر ضرور دی چې په هیڅ ډول زموږ علماؤ ته نه ښایی چې په دې برخه کې نه او نو وکړی. ځکه په همدی علم سره د رښتینی دین له نوی سره ویښتا به ممکنه ده او دا له پیچو مو ډکه لار ورته اسانه کیږی هم له همدې محترمو علماؤ نه هیله او غوښتنه ده چې د دې کار په اهمیت ځان خبر کړی او د قرآن او نورو علومو سهی حق ادا کړی. همدوی په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه ګان دی او همدوی د الله تعالی له خوا «امانتګر» ټاکل شوی. لکه په یو حدیث کې چې راغلی: عالم په ځمکه کې د الله تعالی امین ګڼل کیږی یعنی د الله تعالی د دین او علم ساتونکی دی نو ځکه دوی ته لازم دی چې د خپلو ذمه واریو احساس وکړی او په ډېره ښه توګه یې تر سره کاندی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید