روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دوحې تړون- هغه چې د ډېرو اټکلونه او پلانونه یې ورشنډ کړل

له اوږدې جګړې وروسته آخر پای امریکایی یرغلګرو هم دا حقیقت درک کړ چې یقیناً افغانستان د امپراطوریو هدیره ده او باید چې له دې هېواد نه د وتلو لپاره یوه داسې لاره ومومی چې په نړیواله کچه یې د شرم اوپېغور کچه نسبتاً کمه وی- امریکا او اشرباڼی یې په دغه موده کې باوری شول چې دا هېواد قطعاً د هضمېدو وړ نه دی او کوم لګښتونه یې چې دلته کړی، هسې خړو اوبو وړی دی- هغوی له یوې خوا په دې وپوهېدل چې کابل کې د منتخب حکومت په نامه جوړه کړې اداره یې افغانانو ته هیڅ ارزښت نه لری او بل لورته هغه مقاومت چې د خپل تبلیغاتی ماشین په زور یې د ترهګړۍ ټاپه ورباندې وهلې، په حقیقت کې د ګرد افغان ولس د انسانی، طبیعی، اخلاقی او عقیدوی حقونو د خوندیتوب او دفاع غږدی- څرنګه چې افغان مقاومت د وخت په تېرېدو سره لاهم پرمختګ کار او پراختیایې موندله چې په ترڅ کې یې د ځینو بهرنیانو اسیر کېدو ته هم خبره ورسېدله، نو یرغلګرو امریکاییانو د اړتیا محسوس کړه چې نور باید مستقیماً له دې مقاومت سره د اړیکو یوه لار پیدا کړی- هماغه ؤ چې په ړومبی ځل د بندیانو د تبادلې خبرې ترسره  شوې  او بیا څه موده وروسته د نورو خبرو اترو لپاره په قطر کې د یو آدرس په توګه پر دفتر جوړولو موافقه وشوه- که څه هم د قطر دفتر موضوع هم له ډېرو لوړو ژورو راتېره شوې وه خو بالآخره امریکاییانو د (۱۳۹۷هـ ش) کال د میزان په شمله د اسلامی امارت له ټاکل شوی پلاوی سره په رسمی ډول د خبرو اترو پر ټغر زنګنونه ولګول- د مذاکرات چې له هېواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، بندیانو آزادولو، کابل ادارې سره خبرو اترو او ترهګرۍ ختمولو په شان پېچلو موضوعاتو سره یې تړاو درلود، انتهایی ډېر ځورونکی او ستومانوونکی وو چې یوولس پړاوونه یې تقریباً په یو نیم کال کې پای ته ورسېدل، دغه تړون د حوت په لسمه چې اوس یې دویمه کلیزه ده، د قطر پلازمینې دوحې په یوه هوټل کې د افغانانو د استازو او امریکایی چارواکو له خوا لاسلیک شو.

د یاد تړون د ارزښتونو او اغېزو مهم ټکی دادی چې یو خو په نړیواله کچه د افغانانو له مشروعې دفاع او مبارزې نه د ترهګرۍ نوم لیرې کړی شو او ګردې نړۍ ته ثابته شوه چې اسلامی امارت د افغان ملت د مسلمو حقونو د دفاع یوازنی ضامن او واکدار دی بل دا چې کله امریکې غوندې ځواکمن هېواد له دې امارت سره مخ په مخ د سولې مذاکراتو ته چمتو او بیایې تړون ورسره لاسلیک کړ، نو په کور د ننه او بهر هر چاته معلومه شوه چې پرته له شکه اسلامی امارت دا ځواک او وړتیا  لری چې د کابل د تپلی او جعلی نظام پر ځای افغان هېواد په خورا ښه توګه اداره کړی شی- همدې مفهوم د کابل پر چارواکو او د هغوی پر وسلوالو لښکرو باندې هم زښته ډېر اغېزوکړ- ځکه هغوی ته د مذاکراتو له پیله دا اندازه ولګېدله چې نور یې هم د اشغالګرو پر وړاندې خپل ارزښت بایللی او هم یې په نړیواله ټولنه کې څه عزت او درناوی نه دی پاتې.  تر دې چې د همدغه تړون پر اساس د څوارلسو میاشتو په موده کې ټول بهرنی ځواکونه له هېواده ووېستل شول او په دې سره د اشغال د پلویانو زړونه دومره مات شول چې د بهرنیو ځواکونو یو څه ټولګی لا د کابل پر هوایی ډګر واکمن و چې بیا د دوی نه مشرپاتې شو او نه کشر- البته اشغال ګرو هیڅکله دا اټکل نه ؤ کړی چې پرخپلو اجیرانو شل کلنه خواری او درې نیم لکه روزل شوی لښکر به یې په داسې ناڅاپی ډول یومخ له منځه ځی- بلکې یقیناً هغوی په دې انتظار ووچې د هېواد څه ناڅه اطرافی اولیرې کلیوالې سیمې به د مجاهدینو پر لاس خو لوی ښارونه به یې د همدغو انډیوالانو ترواک لاندې وی چې په دې ډول به هغوی د جګړې دواؤ خواؤ سره اړیکې لری او ګټې به یې خوندی وی خو افغانان به هره ورځ لږ ترلږه خپل دوه- درې سوه ځوانان او واړه- زاړه هدیرو ته لېږدوی خو لوی او قادر خدای جل جلاله پر مظلوم افغان ولس زښته ډېر فضل وکړ، د دښمن ټولې دسیسې او پلانونه یې ورشنډ او زموږ هېوادبې له یوې دوامدارې جګړې را خلاص کړ چې دادی اوس هر افغان د یو خپلواک اسلامی نظام تر واک لاندې د سوکاله ژوند تېروی- راځئ د تېرو شلو کلو د قربانیو درناوی وکړو او په ډېر اخلاص له همدغه لاس ته راغلی فرصته په ښه ډول استفاده وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید