روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دهېواد په مطبوعاتو کې دعالمانو ونډه

لومړۍ برخه

مفتی حبیب الله قاسمی / ددینی علومو مدرس اوڅېړونکی

پیلیزه

نبوی حدیثو عالمان دپیغمبرانو علیهم السلام وارثان بللی دی چې دهمدې وارثت له امله دینی لارښوونې پر علماوو داخبره فرض بولی چې دوی به دهر پېر (عصر) مسلمانانو ته ددین ضروری احکام رسوی، ځکه خو عالمان ددغه ستر دینی مسولیت سرته رسونې ته زیات اندېښمن وی او ددین دبلنې په لاره کې له ټولو هغو لاروچارو اووسایلو  کار اخلی چې له دوی سره ددغه ستر خدایی مسولیت  په سرته رسولوکې مرسته کوی  په دغه وسایلو کې یوه ښکلې اوسپېڅلې وسیله ((قلم)) دی چې په مرسته یې عالمان په مطبوعاتو کې په دې هیله برخه اخلی چې ددین پیغام مسلمانانو ته په ښه توګه ورسیږی .

زموږ دهېواد دمطبوعاتوپه تېر یونیم سل کلن ژوند کې ګڼو عالمانو دمطبوعاتو په خپرېدا ،غوړیدا او پنځېدا کې نه یوازې داچې ستره ونډه لرلې ده، بلکې په دې لاره کې یې کړاوونه هم ګاللی دی ،چې ددې ډګرپه  لومړنیو میړنیو اوبنسټ اېښودونکوکې سیدجمال الدین افغان او مولوی عبدالروف خاکی یادیږی. سیدجمال الدین افغان دلومړی ځل له پاره په هېواد کې دلومړنۍ جریدې ((کابل))بنسټ کېښود اوخاکی صاحب بیادهېواد دمشهورې جریدې  ((سراج الاخبار)) دتاسیس ویاړ لری .

ددوی پلونه  لاړنګ نه وو چې دې ارزښناک ډګرته  نور نوی ځوان عالمان دخدمت اوچوپړ له پاره په زیات اخلاص اوتوده مینه راووتل چې نومونه یې زموږ دهېواد د دژورنالیزم په تاریخ کې نه یواځې ځلانده  دی بلکې ددې ‌‌ډګر لومړنی مخکښان ګڼل کیږی چې ددوی دنوملړ (فهرست ) په سرکې مولوی عبدالواسع کندهاری ،مولوی احمدجان سوداګر اودده زوی مولوی محمدسرور واصف ، مولوی صالح محمدهوتک ، مولوی غلام محی الدین افغان او مولوی برهان الدین کشکی نومونه  یادیږی .

یادو عالمانو دهېواد دآزادۍ له پاره دسختو کړاوونو او زندانونو  ګاللوترڅنګ په سختو شرایطوکې ددینی بلنې او دهېواد دخپلواکی له پاره نه یوازې قلمونه  په مشهوره جریده ((سراج الاخبار)) اونورو جریدو کې وځلېدل بلکې ترڅنګ یې دپښتوادب دودې اوپرمختګ له پاره بنسټیز کارونه ترسره کړی دی چې دراتلونوکی نسل له پاره یې په دې ډګر کې لومړنی بنسټونه کېښودل  . خدای پاک دې وبښی .

په شاهی دوره کې دغه لړۍ تردوی وروسته نورو عالمانو هم وپاللــه اوپه خپلو هڅو یې دغه ډګر ځلانده اودینی رنګ رنګین وساته چې ددې لړۍ په وروستنیو عالمانوکې ددوه عالمانو نومونه دنورو په پرتله زیات ځلانده اوروښانه دی چې یویې هم مولوی صاحب محمد یونس خالص مرحوم و  چې  زیاته موده دګردیز د((وړانګې )) جریدې مسول مدیر پاتې شو ،دغه راز په دې ډګر نور ویاړونه هم لری . بل عالم قلموال عالم  یې هم مولوی صاحب رحیم الله زرمتی دی چې هغه مهال په مطبوعاتو کې دمولوی غلام نبی زرمتی په نامه یاد شوی دی ، اودمرحوم داود خان دجمهوریت په دوره کې دعالمانو دیوه اسلامی ګوند ((خدام الفرقان)) له پاره یې د((ندای حق)) په نامه جریده په سختو ستونزمنو شرایطو کې یوازې مسلمانانو ته ددینی پیغام درسولو له پاره چلوله.

اوس چې وخت زیات تیر شوی دی او زموږ نوی کول ددغوعالمانو له هڅو ناخبره دی اوډیر خلک په دې اند دی چې دمطبوعاتو په ډګر کې عالمانو هېڅ راز خدمتونه نه لری اونه هم په دوی کې څوک قلموال تیر شوی دی آن چې دژورنالیزم دډ‌ګر زده کوونکی نوی نسل هم ورسره نابلده ښکاری له همدې امله یوې داسې لیکنې ته اړتیا وه چې په دې ارزښناک ډګر کې زموږ دعالمانو هیر شوی خدمتونه بېرته وځلوی او دغه راز  زموږ خپل نوی ځوانان عالمان وهڅوی چې ددعوت له دغه ارزښناک ډګره  ددینی بلنې له پاره ګټه پورته کړی لکه چې مشرانوعالمانو څولسیزې دمخه په ستونزمنو شرایطوکې داسې کارونه ترسره کړ دی چې په دې لار کې ستر ویاړونه لری اوهغوی ددین له پاره له دې ډګره زیات کار اخېستی دی اوس خو دغه میدان دپخوا په پرتله څوبرابره ډېر پرمختللی او آسانتیاوې پکې رامنځته شوې .اوهغه پخوانی قلم یې اوس بریښانی شوی دی او دکمپوتر په نامه یې یادوی چې نه رنګ اونه هم کاغذ غواړی او په څو شیبو کې دانټرنیټ له لارې دنړۍ هرې برخې ته رسیږی .

غواړو په دې  لیکنه  لومړی دهېواد لومړنۍ مشهورې  جریدې په لنډ ډول دروپیژنو اوبیابه  په همدې  جریدو کې زموږ دعالمانو دونډې په اړه له تاسو سره خپل معلومات شریک کړو.

نوربیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید