روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دفاع وزیر:پرهیواد  د بشپړ واک له  مخې له خپلو پولو نړۍ ته ډاډ ورکوی شـو

شریعت: د ملی دفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب مجاهد پرون په افغانستان کې د اسلامی همکاریو سازمان د بشری او کلتوری چارو مرستیال طارق علی البخیت، د دغه سازمان ځانګړی استازی محمد سعید آل عیاش، د یاد سازمان د دفتر عمومی مدیر او سیاسی مرستیال یوسف الضبیعی سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.

مولوی محمد یعقوب مجاهد په دغې کتنه کې د اسلامی همکاریو له سازمان سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د ملی دفاع وزارت د سرحداتو په کلکه ساتنې سره ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوی، چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د نورو هېوادونو پرضد ونه کارول شی.

نوموړی په ټینګار سره وویل، چې اسلامی امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان څخه به نړۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه پېښېږی.

په ورته وخت کې د اسلامی همکاریو سازمان په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د نشه یی توکو د قاچاق او مخنیوی او داعش ډلې سره په مبارزه کې د اسلامی امارت د هڅو ستاینه وکړه.

هېره دې نه وی، چې د اسلامی همکاریو سازمان استازو په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې د دفتر پرانیستلو تر څنګ د اسلامی امارت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره هم کتلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید