روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دا بده ورځ له کومې خوا راغلې؟!

د پورتنۍ پوښتنې یو ساده ځواب چې زموږ د ناخبرو عوامو ذهن کې ور اچول شوی او یو شمېر خواصو ځانونه پرې ناخبره اچولی، دادی چی وایی: طالبانو جنګ کاوو او طالبانو با چایی ونیوله! مطلب دا چې که جنګ نه وی نو خارجیانو به له دې هېواده موږ ته جنت جورکړی اوموږ به هیڅ بده ورځ نه وی لیدلې. خو زموږ پوښتنه داده چې ښه نوایا دیو پاک ساده زړی امی افغان مسلمان لپاره چی نه یې پاکستان لیدلی او نه یې حقانیه کې څه لوستی وی، دادمنلو وړده چې سره پرنګیان یې په هیواد کې سرې سترګې ښه په کبر و غرور لرو بر ګرځی؟ دا زغملی شی چې سپیڅلی الهى کلام یې په ډېرانو کې غورځول کیږی؟ دا دووسی  منلى شی چې یو شمیر د له کمېشن کاران هره ورځ د بهرنیانو پوځی اډو او مراکزوته افغانی مېرمنې ورولی؟ ایا ټول افغانان د دوى هغو مزخرفاتو، چټیاتو او بې شرمو پروګراموته  غلېدى شول چې د همدوى په تشویق، تمویل او تعلیم د بیان آزادۍ او دیمواکرسى تر نامه لاندې له محلى راډیوګانو اوټی وی چینلونو خپرېدل؟ ایا د همدغو بهرنیانو او داخلی اجیرو مبلغینو له لاسه یې زموږ ملى وحدت دړې وړې نه شو؟ ایا د همدوی له لاسه د هېواد لکونه وګړی نشیان او پوډریان نه شول؟ ایا د همدوی له لاسه هېواد په نړیواله کچه دویم فاسد ونه ګڼل شو؟ ایا په سل ګونو همداسې نور اخلاقى اوټولنیز جرایم په ټول ملت کې عام نه شول؟ ایا په لس ګونو ګمراه ډلې د هموغو یرغلګرو په اشاره او مشوره په ښکاره ډول د فعالیت میدان ته راونه وتلې؟ چې دهغو له جملې خوارج، احمدی میرزایان، نصرانیان، هم  جنس بازان او داسې نور له هیچا پټ نه دی او یو شمیر مهم کسان یې اوس هم د اسلامى امارت له خوا نیول شوی اوزندانو کې پراته دی مقصد دا چی په زرګونو فتنې او فسادونه یې زموږ په هېواد کې وکرل اولاهم لګیاوو زیاتول یې تردې چې زموږ اقتصاد یې هم ځکه له بېخه ونړولو چې د نورو په مرسته یې تکیه کړ، زموږ ولس یې په تیاره روږدی او دا احساس او تلوسه یې ترې واخیسته چې پرخپل ځان د بسیا کېدو په هکله فکر وکړی. همدارنګه سیاسی ډګر کې یې تردې لازیاته بې نظمی راوستله- ځکه مستقیما یی یو غټ شمېر زور واکی وروزل، جبراً یې حکومت کې په قومی وېش سره برخې ورکړی، د دوی هر ډول فساد او خپلسری یی مجاز وګڼله اوله حکومته یې اختیار واخیست چې د کوم جرم له امله یې محاکمه کړی.

په دې توګه یرغلګرو حکومت ته عملا د یوه داسې هوټل بڼه ورکړې وه چې په خپل غورا وی سره یې څه اشخاص وربلل، پکې مړول او د هغوى دخپل منځی تړاو هیڅ اندیښنه یې نه کوله. ښه فکر و کړى، پورتنۍ ستونزې ټولې هغه دی چې جګړې سره هیڅ اړیکه نه لری- ځکه موږ نه دی ویلی چې ودونه، جنازې اوجوماتونه یې  بمبارول، شپېنۍ چاپې یې وهلی، دینی علماء یې نیول او پښتون یې د ښمن باله- ځکه په دې کې خوبیا هم دوی وایی چې جنګ او  جګړې به یې نه کولې. اوس دې ځواب راکړی چې ایا جګړه او اشغال ختمول معقول او واجب ؤ که نه ؤ؟ اوکله چې بیا جګړه وشوه او بدلون راغی نوهمدا موجوده حالت یې حتمى پایله ده که نه؟ په دې حساب نو اوس هر با احساسه او وطن دوسته افغان ته لازمه ده چې نور د پردیو پروپاګند ته غوږ ونه نیسی او په ګډه د هېواد او ملت رغولو، نظام ټینګولو او ستونزو اوارو لوته ملا وتړی اوشپه ورځ کار او خدمت ته ملا وتړی.

فاروق غلجی

ممکن است شما دوست داشته باشید