روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دافغانستان داسلامی امارت ویاند له ملی تلویزون سره په مرکه کې :د نجونو د ښوونځیو بندښت دینی اړخ لری او د علماوو یوې هوکړې ته اړتیا لری

دامریکاهوایی برید د دوحې تړون ښکاره نقض دی

شریعت : دافغانستان داسلامی امارت ویاند له ملی تلویزون سره په یوه تفصیلی مرکه کې واضح کړې چې د نجونو د ښوونځیو بندښت دینی اړخ لری او افغانستان کې د ننه د علماوو یوې هوکړې ته اړتیا ده. هغه په دې باب ویلی چې دغه مسئله اوس یوه دینی صبغه موندلې، اسلامی امارت نه غواړی په دې مسئله کې له منبر سره په تقابل کې واقع شی، هغه داهم وویل چې اسلامی امارت له دې سره سره بیاهم نهایی کوشش کوی چې دغه مسئله ژر ترژره له همدې لارې حل وفصل کړی .

نوموړی دالقاعدې شبکې دمشر ډاکټر ایمن الظواهری دمرګ او برید په اړه ویلی وویل په دې هکله لاهم پلټنې روانې دی چې نتیجې ته ورسیږی له رسنیو سره به یې شریکې کړی، هغه زیاته کړه : د دوحې دتړون له مخې که چېرته دلته امریکایانو ته څه شک پیدا شی له اسلامی امارت سره به یې شریکو او اسلامی امارت به اقدام کوی اوس چې امریکایانو له دوی سره دجریان له شریکولو پرته اقدام کړی نو ښکاره ده چې د دوحې تړون یې نقض کړی او عمل یې تجاوز ګڼل کیږی  .

له نوموړی څخه د کمال خان داوبو په اړه وپوښتل شول چې په دې وروستیو کې داسې اوازې پورته شوې او وویل شول چې ګوندې اسلامی امارت ایران ته دکمال خان بند اوبه خلاصې کړی دی ، هغه وویل : وروستیو اورښتونو له کبله چې دبند کاسه ډکه شوې له خپلو حدودو زیاتې اوبه پرېښودل شوې چې د کاسې له حوصلې زیاتې شوې دا په دې معنی نه ده چې خدای مه کړه په دې اړه کومه معامله شوې .

ممکن است شما دوست داشته باشید