روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

داعشیان خــوارج نه دی!

دویمه برخه / عبیدالله رقیب

همدارنګه عثمان رضی الله عنه چې یې د مؤمنانو د أمیر په توګه وټاکل د مدینې منورې د هستوګنو یوه شپږ کسیزه شورا وه، چې عمر رضی الله عنه د شهادت په وخت کې د مدینې منورې له خلکو جوړه کړه او ورته یې وویل چې د دغې شورا پنځه نفره به د دوی له منځه شپږم نفر د أمیرالمؤمنین په حیث انتخابوی هماغه شخص به د اسلامی نړۍ ټولو مؤمنانو ته د منلو وړ وی او ټول به ورسره بیعت کوی، هغسی هم ‌شول، د شورا غړو چې کله د عثمان رضی الله عنه د مشرتوب اعلان وکړ نو هیچا یې مخالفت ونه‌کړ بلکی ټولې اسلامی نړۍ ورسره بیعت وکړ.

د علی کرم الله وجهه د انتخاب شورا هم یواځی په مدینه کې هستوګن علماء او متنفذین و، د نړۍ هیڅ مسلمان د هغوی په پریکړه نیوکه و‌نه‌کړه او نه یې وویل چې شورا باید د ټولې اسلامی نړۍ د خلکو نمانندګان ولری، حتی معاویه رضی الله عنه هم د علی رضی الله په ټاکنه انتقاد ونه‌کړ او نه یې دا وویل چې د مدینې شورا د ټولې اسلامی نړۍ استازولی نه‌شی کولای، بلکی د شورا پریکړه یې ومنله فقط د بیعت ځنډول یې د عثمان رضی الله عنه د قاتلینو ترقصاص پوری وتړل، هماغه سبب دی چې د أمت اجماع دا فیصله کوی چې معاویه رضی الله عنه د قصاص په مسئله او د بیعت په ځنډولو کې تیروتنه وکړه او علی رضی الله عنه په حق و.

همدغه د راشده دوران قانون او کړنلاره وه، د هغوی له کړنلارې مخالفت دینی بنسټ نه لری، هیڅوک دی جرئت نه کوی چې د دوی له لارې په بدله لاره تګ شریعت وګڼی.   د افغانستان اسلامی امارت امیران چې یې ټاکلی دی دا هغه معتبری شوراګانې دی چې د شرایطو په نظر کې نیولو سره فقط د همدغسی شوراګانو انعقاد ممکن و، چې منعقدی شوې او امیران یې تعین کړل، لهذا له یادو امیرانو سرغړونه په حقیقت کې له شرعی امیرانو سرغړونه وه/ده؛ باید لومړی یې پوهاوی وشی اندیښنې یې ځواب شی که یې بیا هم له بغاوته لاس نه اخیست نو ملت یې له شر نه خلاصول لازم ده، په عام ولس باندی هم د دوی په ضد د خپل أمیر حمایت واجب ده.. علامه ابن عابدین رحمه الله تعالی په رد المحتار (۴/ ۴۴۷) کې د هغوی په اړه پوره تفصیل ورکړی دی چې د مسلمانانو له شرعی امیر نه سرغړونه کوی او لیکی چې له شرعی أمیر نه سرغړوونکی په دری قسمه دی:

لومړی باغیان دی، دوهم خوارج دی, دریم غله او مفسدین دی. باید ووایو چې څلورم فریق هم شته چې په ظاهره خو ځانونه مسلمانان ګڼی مګر د مسلمانانو په خلاف او د مسلمانانو د امیر په خلاف له کافرانو سره دوستی او همغږی لری دغسی خلکو ته په دنیا کې د کافرانو حکم ورکول د امت اتفاقی خبره ده اما د اخروی حکم په اړه یې اختلاف موجود دی؛ د دغو دواړو قولونو استناد د قرآن کریم په دغه آیت شریف دی چې فرمایې:  ژباړه: «اې هغو خلکو چې ایمان راوړ! یهود او نصارا مه دوستان کوئ، هغوی خپلو کې یو د بل دوستان دی او څوک یې چې ملګرتیا کوی، نو هغه هم له همدوی ګڼل کیږی. » [المائده: ۵۱]

ابن عابدین رحمه الله بیا لیکی څوک چې مسلمانان وژنی او مالونه یې ورنه اخلی خو د وژلو د جواز فتوا یې نه ورکوی او د کفر حکم هم نه ورباندی کوی، فقط د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې وژنی نو دا خلک غله یا لاره وهونکی ګڼل کیږی؛ لکه په تیر شل‌کلن دور کې د یرغلګرو ترڅنګ ځینی خلک د اردو، اربکی، پولیس او نورو مامورینو په نوم ولاړ و، دوی متحده انګېزه نه لرله، ځینو به یې ویل چې فقط د پیسو لپاره د امریکایانو ترڅنګ ولاړ دی او د مؤمنانو د أمیر نه د پیسو په خاطر سرکشی کوی، بله انګېزه او بهانه نه لری، نه د دیموکراسۍ په کیسه کې دی او نه هم د یرغلګرو سره وفاداری او دوستی لری.. نو دغسی خلک د شریعت له نظره غله او لاره وهونکی دی… مګر دا چې دوی د یرغلګرو تر لاس لاندی منظم و نو دنیوی حکم یې د یرغلګرو و. او څوک چې د شرعی امیر نه سرغړونه کوی، خپل ځانونه د امارت مستحق ګڼی، مسلمانان وژنی او د شرعی تأویل په اساس د مسلمان د وژلو فتوا ورکوی خو تأویل یې فاسد وی، اما د کفر فتوا ورباندی نه کوی نو دغسی خلک باغیان ګڼل کیږی. لکه د افغانستان د علماو او متنفذینو شورا د أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات وروسته ملا اختر محمد منصور تقبله الله تعالی د مؤمنانو د أمیر په توګه وټاکل  شو خو ځینی خلکو ورنه د فاسدو دلائلو په اساس سرکشی وکړه او د ده خلاف یې بل صف جوړ کړ نو همدغه خلک د شریعت له نظره باغیان ګڼل کیږی… اما هغه خلک چې د وخت په مسلمان امیر او د هغه په ملګرو مسلمانانو باندی د کفر فتوا ورکوی، په ګنا باندی خلک کافران ګڼی، د مسلمانانو ماشومان او ښځې د غلامانو او مینځیانو په توګه نیسی نو دغسی خلک خوارج ګڼل کیږی.  اما هغه خلک چې د مسلمانانو په ضد له کفارو سره موالات او دوستی کوی، د مسلمانانو په ضد د کفارو ترڅنګ ولاړ وی د کفارو قوانینو او د کفارو تسلط ته لومړیتوب ورکوی نو دغسی خلک د ځینی مفسرینو په نزد مرتدین او له اسلامه اوښتی دی او د ځینی نورو مفسرینو په نزد یې په دنیا کې حکم د حربی کافرانو دی د آخرت چاره یې الله ته سپارل شوې ده، لکه ځینی په نوم مسلمانان چې د دیموکراسۍ د ترویج لپاره د امریکا ترڅنګ د مؤمنانو خلاف جنګیږی، دوی د اسلامی نظام نه جمهوری او دیموکرات نظام ته اولیت ورکوی، دوی د اسلامی نظام ځینی اصول د دیموکراسۍ اصولو ته غچی کوی، دوی په نړۍ باندی امریکایې اسلام غواړی، داسی اسلام چې ټول احکام یې وخت په وخت د پارلمان له پیلټره وتلی وی، داسی پارلمان چې هلته ګډون هیڅ عقیدوی او کلتوری پابندی نه لری، داسی پارلمان چې هلته دلیل او منطق فعالیت نه لری بلکی یواځی شین او سور کارت پورته کول معیار وی… نو دغسی خلک په ظاهره د یهودو او نصاراو حقیقی دوستان او د اسلام واقعی مخالفین ښکاری، حقیقت یې بیا هم الله تعالی ته پریږدو… په اوسنی حالت کې د افغانستان اسلامی امارت په ضد باندی د داعش  په نوم یو فریق ناره اوچتوی، داعش چې د «دوله الاسلام فی العراق والشام» لنډیز دی، دوی په لومړیو کې د عراق او شام لپاره د اسلامی دولت اراده اظهار کړه، هلته یې د دغه هدف لپاره د موجودو حکومتونو په وړاندی یوڅه جنګونه وکړل، بلکی هلته د نړۍوال جهادی فکر (القاعده) په مقابل کې یې سنګر ونیو او خونړی جنګونه یې ورسره وکړل لا یې هم جنګونه روان دی…

نوربیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید