روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دارالعلوم د یو بند و پیژنی!

 

محمد آغا ‌ذکی

افغانستان کې اهل سنت و الجماعت پورې تړلی فقهی مذهب د حضرت امام اعظم ابو حنیفه رح مذهب دی چې د افغانستان اکثریت وګړی او خلک یی منو نکی او لارویان دی. حنفی مذهب پوری اړوند مدارس د تاریخی دارالعلوم د یوبند پر منهج او طریقه پرمخ روان دی دا چې د هند وستان لرغونی او تاریخی دیوبند په کوم ډول فرهنګی، سیاسی او ټولنیزو شرایطو کښی جوړ شو، پدی هکله تاسو درنو هیوادوالو ته لنډ معلومات درکوم له ۱۸۵۷ میلادی کال وروسته کله چې د هندوستان د مسلمانانو شان او شوکت، مبرم او عظمت مخ پر زوال شو نو تاریخی او شرعی دارالعلوم د یوبند د هندوانو او انګریزانو له فرهنګی او کلتوری یرغل او ګواښ سره په مقابله کی د یو دینی- اسلامی مرکز په توګه جوړ او رامنځته شو.

د حجته الاسلام والمسلین مولوی محمد قاسم نانو توی (رح) په مبارکو لاسونو د شرعی او مذهبی دارالعلوم د یوبند بنسټ کیښودل شو.

د دیوبند مرکز په جورولو کې د مجاهد شخصیت مولوی محمد قاسم نانوتومی (رح) سره یو ځای د هندوستان او چتو دینی علمای کرامو لکه مولوی سید عابد حسین ذوالفقار علی خان، مولوی فضل الرحمان او امداد الله مکی رحمه الله علیهم فعاله برخه واخیسته تاریخی دارالعلوم د یوبند په داسی شرایطو کی جوړ او رامنځته شو چې له سیاسی اړخه هندوستان ښکیل خوله ټولنیز پلوه د بهارت مسلمانان د زوال او ځوړتیا په لور روان او د هندوانو او انګریزانو فرهنګی ګوزار لاندې راغلل نو دغه وخت د دیوبند د شرعی اسلامی مرکز روحیه د انګریزی ښکیلاک پر خلاف او د مسلمانانو هویت او تشخیص دستاتلو او دفاع لپاره وه- د شرعی دارالعلوم دیوبند د مدرسینو، استادنو او دینی عالمانو د ژوند لیک او بیوګرافۍ څخه په څرګند پوهیدلی شو.

چې هغوی پر فکری او فرهنګی مبارزې سره سیاسی مبارزه هم کوله چې د هد و جمعیت العلما  غورڅنګ یی ستره بیلګه وه- په سیاسی ډګر کی د دارالعلوم د یوبند علمای کرامو د هند له کانګرس سره همکاری کوله او د جمعیت العلما رییس به دکانګرس غړی هم ؤ مولوی عبیدالله سندهی – مولانا محمد میا منصور انصاری او شیخ الهند مولانا محمود الحسن د یوبند اکابر او لوړ علمی شخصیتو نه وه.

لنډه دا چې تاریخی  دارالعلوم دیوبند د یوی پیړی یعنی ۱۲۸۳ څخه تر ۱۳۸۳ هجری لمرلیز کلو په موده کې د هندوستان، پاکستان او بنګله دیش ۶۹۸۶ تنه پیاوړی عالمان او مدرسین تربیه او وروزل ۱۰۹ تنه افغانان ددیوبند دارالعلوم څخه  فارغ شول او افغانستان دامهال دوهم هیواد ؤ چې د دیوبند تر فکری وړانګو لاندی راغی له تاریخی او شرعی دارالعلوم دیوبند څخه چې کوم افغانان فارغ شوی دی – نومونو یی پدی ډول دی.

۱- ارواښاد مولوی غلام نبی کاموی د ظاهر شاه دوخت د اساسی قانون د تدوین د جرګی غړی او مشاور

۲-  دسیره النبی ص د کتاب پښتو ژباړه مولوی سیف الرحمان

۳- مولوی محمد یوسف بنوری چې اصلاد لغمان

۴- د افغانستان د پخوانی صدراعظم محمد موسی تفیق پلار مولوی محمد ابراهیم کامول.

۵- د ننګرهار د سره زود اوسیدونکی مولوی میا سعید شرف چې د امیرعبدالرحمن خان وخته کی د ستری محکمی مرستیال ؤ

۶- د سرخرود د نظر آباد اوسیدونکی مولانا عبدالخالق صدیقی

۷- ننګرهار دلکلپوری اوسیدونکی ملامحمد شیرین کمالی

۸- د خوګیاڼیو اوسیدونکی مولوی عبدالمجید کود خیل

۹-  د ننګرهار  د روداتو اوسیدونکی مولوی ګل رحمان

۱۰-  د بګرام اوسیدونکی مولوی عبدالغنی منشور به مولور قلعه

۱۱- مولوی عبدالحی احسانی د پنجشیر څخه

۱۲- مولوی عبدالمنان پنجشیر ص

۱۳- مولوی عبدالمتین پنجشیری

۱۴- مولوی عبدالخالق د کنړ د اسعد آباد اوسیدونکی

۱۵- مولوی غلام اکبر

۱۶- مولوی صاحب لنګلام د کونړ

۱۷- او مولوی محمد حسن چندراول د کوز کنړ اوسیدونکی

لنډه دا چې د بخارا، ماورالنهر، بغداد، او نیشاپور له دینی مرکزو وروسته د هند تاریخی اولرغونی دارالعلوم دیوبند داسلامی او شرعی تحصیلاتو او تعلیماتو په خپرولو کی ستره ونډه درلودلی ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید