روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان دسولې لپاره د امریکا استازى زلمى خلیلزاد وایی افغانستان کې د روانې جگړې سیاسی حل د امریکا لومړیتوب دى.
ښاغلی خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د افغانستان په تړاو وروستیو څرگندونو کې د افغان ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم د چمتوالی غږ کړى.
افغانستان کې د امریکا د لومړیتوبونو په اړه د زلمی خلیلزاد وروستۍ څرگندونې په داسې حال دی، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د امریکا د موخو په اړه بېلابېلې انگېرنې مخې ته راغلې او داسې برېښی چې دا دغو انگېرنو ته د ښاغلی خلیلزاد ځواب دى.
ځینې انگېرنې دا وې چې گواکې د امریکا پام تر ډېره پر دې ور ټول دى چې له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستنې لپاره زمینه برابره کړی، خو ښاغلی خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلی چې د دوى لومړیتوب د سولې داسې یو بهیر دى چې پایله یې د افغان ستونزې سیاسی حل وی.
زلمى خلیلزاد وایی افغانان تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتیا لری.
ښاغلی خلیلزاد خپلو ټوېټری پیغامونو کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم اشاره کړې او په تلویحی ډول یې زرغون څراغ ښوولى.
د نوموړی په وینا د سولې لپاره لېوالتیا د دې مخنیوى نه کوی چې افغانان باور وړ ټاکنو ته د چمتوالی غوښتنه وکړی.
ښاغلى خلیلزاد وایی دې سره همهاله چې موږ د سولې لپاره چې افغانان یې مستحق دی هلې ځلې کوو ټاکنو ته هم باید چمتو والى وشی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز هم کابل ته په خپل وروستی سفر کې د ولسمشریزو ټاکنو پر وخت تر سره کېدو ټینگار کړى و.