روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حکومتی تشکیلات د ضرورت پر بنا، نه د سفارت پر وینا

وړمه ورځ د اسلامی امارت عمومی ویاند ښاغلی ذبیح‌الله مجاهد په یوه مرکه کې د یو شمېر رسمی ادارو د حذف او ختمېدو پخلی او په دې تړاویې هم د خپل ولس او هم د نړیوالو غوږونه ډېر ښه ور خلاص کړل چې له خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته به افغانان هیڅکله هم د پردیو په مشورو، تمویل او فرمایش د خپل حکومت په رسمی تشکیلاتو کې داسې ادارې ونه منی چې دا بې وزله ملت نه کومه اړتیا ورته لری او نه یې کوم درد دوا کولی شی. ښایی دا واقعیت د نړۍ په ټولو اشغال شویو هېوادوکې د لمر په څېر روښانه وی چې یرغلګرو هلته فقط د خپلو ګټو او مصالحو پر اساس ځینې ادارې منځ ته راوړې او خپل د خوښې اشخاص یې پکې ګمارلی وی. خو ډېر پخوا نه، بلکې همدغو تېرو شلو کلونو کې موږ د خپل هېواد دغه تجربه په خپلو سترګو ولیدله. موږ ولیدل چې شل کاله ړومبی د هېواد له سترو ښارونو د اسلامی امارت له شاته کېدو وروسته امریکې او ملګرویې په جرمنی کې د خپلې خوښې افغانان راغونډ او هلته‌یې په خپله خوښه هم مشروټاکه او هم یې د سرکاری چوکیو وېش په خپله خوښه وکړ. تر هغه وروسته بیا هم د واکمنو بهرنیانو په فرمایش د حکومتی تشکیلاتو په چوکاټ کې سل ګونه داسې نورې ادارې ورشاملې شوې چې د افغانانو له ژوند، مزاج، دینی انګېرنو، ټولنیز دود، مادی اړتیاؤ او نورو لومړیتوبونو سره یې هیڅ اړخ نه لګاوو. د مثال په ډول د ښځو چارو وزارت، د سولې وزارت، د پارلمانی چارو وزارت، د مخدراتو وزارت، د انتخاباتو کمیسیون، د انتخاباتی شکایاتو کمیسیون او همداسې په هر وزارت کې بیا لس ګونه د پلان، ستراتیژی، احصایې او په یو او بل نوم خورا ډېر پړسېدلی تشکیلات او په لکونو مامورین. پرته له شکه د دې موضوع په هکله هر عاقل او د خپل هېواد او ملت له اړتیاو باخبره کس ښه پوهیږی چې سرکاری ډانچه کې د بې ضرورته ادارو شاملول او پکې د لکونو مامورینو بوختول یوازې او یوازې د بهرنیو اشغالګرو اړتیا وه، نه خپله د افغانانو. دا چې ا وس الحمدلله افغانانو د خپل هېواد ملی حاکمیت ترلاسه کړنو ترهرڅه لومړۍ ذمه واری یې داده چې د ښکېلاک بقایا وې ختمې او د هېواد نظم او کنټرول لپاره فقط د خپلو خلکو اړتیا او مالی امکانات په نظر کې ونیسی، نه د بهرنیو سفارتونو انتخاب او فرمایشونه. په دې لړ کې لازمه ده موږ ټول د خپل ملت د ژوند کچه، مالی وړتیا او شدید ضرورتونه پام کې ونیسو او یوازې دې ته ونه ګورو چې که رسمی تشکیلات را مختصر او کوچنی کړو، په زرګونو کسان به خپل روزګار له لاسه ورکړی. ځکه د یو واکمن نظام لپاره هیڅکله دا نه ده معقوله چې خپل زرګونه او لکونه وګړی هره ورځ له خپلو کورونو را غواړی، تر مازدیګره یې پر ته له کوم مصروفیته پر یو خاص ځای کېنوی او د بې وزله در په دره ولس له شریک بیت الماله میاشتنی معاش ورکوی. یقیناً دا ډول چاره به هیڅ د عقل څښتن  ته د منلو وړ نه وی. ځکه اصلاً د حکومتولو مکلفیت دا دی چې خپل بشری ځواک داسې چارو کې مصروف کړی چې نېغ په نېغه یې هېواد سوکالۍ او پرمختګ په لوری بوځی نه دا چې کرار عاطل یې کېنوی او په وړیا توګه نغدې پیسې ورکړی. دا هم کېدی شی چې ځینې کسان د حکومت له داسې اقداماتو سره مخالفت وښیی. خوښکاره خبره ده چې د نظام له هر ډول پروګرام سره یو شمېر کسان مخالفت کوی، مګر بیا هم واکمن مجبور وی چې ضروری پلانونه تطبیق او د هر چا پر نیوکوخپل وخت ضایع نه کړی. لنډه دا چې اوس د یو خپلواک ملت او نظام په توګه د ازموږ د هر فرد مسئولیت دی چې پرمختګ او سوکالۍ ته د رسېدو په لارکې  له ړانده تقلید، د بهرنیانو له خوشالولو او وخت ضایع کولو په کلک ځان وساتو او قوانین له پر دیونه د کاپی کولو پر ځای د خپلې وړتیا او ضرورت پر اساس تصویب کړو. مطلب دا چې په هره چاره کې له خپله عقله کار واخلو، خپل مصالح وسنجوو ا و د خپلو واقعیتونو په حساب خپل مهم ضرورتونه تشخیص کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید