روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حوصله

۴۴

مولوی محمدابراهیم نبیل

انس بن مالک رضی الله عنه  وایی: رسول الله صلى الله علیه وسلم وېلی: اطمنان د الله جل جلاله  له لوری ، او بېړه د شیطان له لوری ده. او هیڅوک هم تر الله جل جلاله  زیات عذر منونکی نشته . او تر حوصلْې هیڅ شی الله جل جلاله  ته زیات خوښ نه دی. ( الترغیب والترهیب، وقال المنذری، رواه أبو یعلى ورواته رواه الصحیح (۳‍/۸‍‍‍)، وهو فی مجمع الزوائد (۸‍/۹‍‍)، وقال الهیثمی: رجاله رجال الصحیح).

له حضرت علی رض روایت ده وایې: زه رسول الله ص یمن ته لېږلم ما وویل :زه لا تر اوسه ځوان یم اوپه قضانه پوهیږم ویې فرمایل: الله تعالی به دې لارښوونه وکړی او ژبه به دې ټینګه کړی. ویې فرمایل : کله چې دوه شخړه کوونکی درته کېناستل نو د دوهم لوری له اورېدو مخکې د لومړی لوری په اړه پرېکړه مه کوه ترڅو دې له هغه هم همداسې نه وی اورېدلی لکه له لومړی نه. حضرت علی رض فرمایې: په دې ډول زه تر پایه قاضی وم اوبیا په قضا کې کوم مشکل راته نه دی پېښ شوی .( أبو داود (۲‍‍‍‍)، ابن ماجه (۰‍‍‍‍) وقال فی الزوائد: هذا إسناد رجاله ثقات، أحمد (۱‍/۱‍‍‍) وقال أحمد شاکر فی المسند: صحیح، رقم (۶‍‍‍)، النسائی فی خصائص على (۹‍)، الحاکم (۴‍/۸‍‍) وقال: صحیح على شرطهما ولم یخرجاه ووافقه الذهبی، وقال الألبانی: صحیح، إرواء الغلیل (۸‍/۶‍‍‍) رقم (۰‍‍‍‍)).

سعدبن ابی وقاص رض وایی: رسول الله (ص) فرمایلی : دقیامت د ورځې له عمل پرته دې هرڅه په  کرار او سړه سینه وی.   ( أبو داود (۰‍‍‍‍) وقال الألبانی (۳‍/۳‍‍‍): صحیح، وذکره ابن مفلح فی الآداب الشرعیه (۲‍/۰‍‍‍)، وقال: رجاله کلهم ثقات).

له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی وایی : رسول الله (ص) فرمایلی: دعابه مو هلته قبلیږی چې بیړه مو نه وی کړې، اوبیا وایې  هم چې دعامې قبوله نه شوه  (البخاری ـ الفتح ۱‍‍(۰‍‍‍‍)، مسلم (۵‍‍‍‍) واللفظ له).

له عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه نه روایت  دی وایی:  یو بې باکه او تند مزاجه سارایی راغی او ویې پوښتل : اې د الله رسوله ! هجرت کوم ځای ته کېږی ؟ ستالور ته! چېرته چې ته یې، یا کومې ټاکلې ځمکی ته ، یا کوم ځانګړی قوم ته او که تا له نړۍ سره مخه ښه وکړه نو هجرت به پای ومومی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ګړۍ غلی و ، بیا یې وپوښتل :د هجرت په اړه پوښتونکی چېرته دی ؟ هغه وویل : دایم یارسول الله! ویې فرمایل : هجرت دادی چې له پټو اوښکاره ټولو بدو کارونو ځان وساتې  لمونځ وکړې، زکات ورکړې  نو ته مهاجریې که څه هم په خپل ځای مړشې راوی وایی:  بیا یوسارایی کس ودرېده او ویې ویل : اې د الله رسوله!  دجنت جامې همداسې یوپیداکېدونکی څېز دی چې پیداکیږی اوکه داوبدلو له جملې څخه دی چې اوبدل کېږی ؟ ځینو خلکو وخندل ، رسول الله (ص) وویل : ولې خاندئ ؟! په دې خبره خاندئ، چې یوه جاهل له عالمه وپوښتل؟؟ رسول الله (ص) یوڅه وخت چپ شو بیایې وویل : پوښتونکی چېرته دی ؟ هغه وویل : دایم یارسول الله ! ویې فرمایل : بلکې درې ځله ترې دجنت مېوې وېستل کیږی . ( أحمد (۲‍/۴‍‍‍‍‍‍)، وقال شاکر: إسناده صحیح (۲‍‍‍‍‍‍)).

له مروان او مسور ابن مخرمه رضی الله عنهما نه روایت دی، وایی: کله چې نبی علیه السلام ته دهوازن قبیلی څه خلک مسلمان شوی راغلل؛ نو دی پاڅېد او هغوی ترې غوښتنه وکړه چې دهغوی مالونه او بندیان بېرته ورکړل شی،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ما ته هغه خبره غوره ده چې رښتیا وی نو تاسو له دوو نه یوه خوښه کړئ، یامالونه او یا بندیان ، ما ستاسو لپاره د ولجو ویشل ځنډولی و. راوی وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله له طائف نه راغی ، دهغو لپاره څه له پاسه لس شپې انتظار وکړ کله چې دوی ته ورڅرګنده شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته له همدې دوو ایله یو ورکوی؛ نو دوی بندیان غوره کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پا څېد دالله تعالی حمد او ثنا یې وویله ، ویې ویل اما بعد : ستاسې دغه وروڼه توبه ګار دلته راغلی ،زه غواړم هغوی ته یې خپل بندیان بېرته ورکړم، نو چې څوک یې په خپله خوښه ورکوی وردې کړی او که څوک وایی چې برخه یې خوندی پاتې وی تر څو موږ ته الله تعالی فتح راکړی او بیا له هماغې فتحې څه ورکړو ،نو همداسې دې وکړی ،خلکو وویل : دا دی دهغوی خبره مو درسول الله صلی الله علیه وسلم په خاطر ومنله (او خوښه مو ده) ،نبی علیه السلام وویل : زه خو پوه نه شوم چې دچا خوښه شوه او دچا نه شوه، نو بیرته ولاړ شئ او موږ ته خپل استازی راولیږئ ،خلک بېرته ستانه شول ، استازی یې ورسره وغږېدل اوبیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، هغه یې خبر کړ چې د دوی خوښه ده او اجازه یې کړې ده. ( البخاری – الفتح۷‍(۸‍‍‍‍)).

ممکن است شما دوست داشته باشید