روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حسینه ساپۍ: دحکومت یوه لاس ته راوړنه ځوانانو ته پاملرنه ده 

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ دهېواد دمرکز اوځینو ولایتونو دفرهنګی بنسټونو له یوشمیر  ځوانانو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې او غوښتنې واوریدې .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې کتنه کې څو تنو ځوانانو دمدنی او فرهنګی اتحادیو اوبنسټونو په استازیتوب خبرې وکړې او دتحصیلی، روزنیزو  او کاری فرصتونو دبرابرولو په لاره کې خپلې غوښتنې او ستونزې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې  سره شریکې کړې .

دغه راز هغوى دځوانانو دچارو دمعینیت دپروګرام دنه شتون یادونه هم وکړه او په دې برخه کې یې دپاملرنې غوښتنه وکړه.

حسینې ساپۍ  څرګنده کړه چې دحکومت لاس ته راوړنه ځوانانو او نجونو ته پاملرنه ده لکه څنګه چې همدا اوس  په یوزیات شمیر مهمو دولتی  پستونوکې ځوانان په کاربوخت دی او په راتلونکې کې هم دځوانانو لپاره دپروګرام جوړولو کار دوام لری .

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وویل چې دځوانانو ملی پالیسی بیا څیړل کېږی او ټول ځوانان کولاى شی ددغې پالیسۍ دلازیاتې بډاینې په خاطر خپلې رغنده نظریې  طرحې او وړاندیزونه  وړاندې کړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید