روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

حجاب د الله تعالی امر؛ که د امارت فرمان ؟!!

جبریل سعد

د اطرافی او رواجی ملا کور کې دا ستر شرعی څرگند حکم د مخالفت ښکار شوی او هغه یې تجربه لرله، نو عوامو ته یې کړه: فلانکی مجاهد، عالم او قاری خښینې ته بده اراده لری، خو نوموړی ته بیا دغه خبره د عوامو پر حواله کوی، مجاهد: نو تاته خو مالومه وه چې خښینې ته په بده سترگه او نیت کتل هم د خپلې مېرمنې نکاح له منځه وړی، رواجی: موږ ستا له ترتیبه څه خبر وو؟.(ستا ترتیب)سره د اسلام او شریعت حکم له خپل اسلامی او شرعی حیثیته تش او د یاد مجاهد د شخصی حرکت بڼه ورکړل شوه ترڅو یې پرې تورنېدل د عوامو زړه ته لاره پیدا کړی، د شریعت له یو دومره مهم او حساس حکم څخه د یاد مجاهد سرغړونه یقین ته نږدې او پر حواله یې عوامو ته هم له دې حکم مخالفت اسانه کړی، خو که یې عوام شرعی لید لوری درک کړی؛ بیا دا هیڅ ممکن نه و. په فکری روزنه کتاب کې عبدالهادی مجاهد دغه اطرافیان دیموکراسۍ ته د پلونو پر حیثیت راپېژنی.

حجاب هم د الله امر دی، خو پردی، پردیپال او د دیموکراسۍ پلونه له هغه پرته یواځی د اسلامی امارت د فرمان بڼه ورکوی ترڅو هېوادوال یې په زغرده مخالفت ته وهڅوی، خو پتمن هېوادوال دې سرخلاصی وی چې سرچپه د امارت له فرمان پرته حجاب د الله۱۴۴۰کاله وړاندې امر دی او د اسلام د پینځو بنسټونو/بناوو په څېر پرده کول فرض گرځوی چې ترې انکار او د کوم نظام، غورځنگ، ډلې او شخص لیدلوری گڼل یې کفر دی، په هېواد کې د دغه امر د پلی کولو په اړه د پرېکړې لپاره د دېنی عالمانو غونډه راوغوښتل شوه ترڅو له هرڅه وړاندې یې د اهمیت او شرعی لیدلوری په اړه د عامه پوهاوی هڅه شوې وی، دا دوه پرې روښانه او بیا یې پلی کول د حاکم اسلامی نظام په توگه د اسلامی امارت رسمی دریځ ته وسپارل شی، داسی نه د یادو کړیو پر نغوته د امارت د فرمان په گڼلو او ترې په انکار سره خدای مکړه څوک له ایمانه ووزی.

د اسلامی نظام په توگه د امارت منلو سره د هغه د فرمان په حیث کوم شرعی حکم پلی کول هم د الله امر پر ځای کول دی.د د یادې پرېکړې پر بنسټ د اسلامی امارت د فرمان له مخې د پتمنو د پردې شرعی حکم پلی کېدو کې ښایی له دې امله نه یاده شورا او نه هم د اسلامی امارت دریځ یواځی و چې د اسلامی امارت دریځ او پر بنسټ یې فرمان له صادرېدو وړاندې د دینی عالمانو پر پرېکړه تائید شوی او په روانو نزاکتونو کې د پتمنو او متدینو ولسونو، د ولس ټولو قشرونو او دواړو جنسونو ته د منلو وړ وی، په رسنیز ډگر کې غبرگونونه زیاتر او په ځانگړې ملاحظات یې د اسلامی امارت پر رسمی دریځ راڅرخی. سالم(پر ځای او وړ)انتقاد که د یو چا حق دی؛ هدف یې هم باید داسی څوک او ځای وی چې دا حق پرې ولری او په یاد انتقاد کې چې دا ډول هدف په نښه شی؛ خورا گټور پرېوزی، خو چې پر چا او کوم ځای حق نه وی، بیا هم وشی؛ نو هومره زیان هم لری.

د غرب پر اصطلاح بشر(ټول بشریت رانغاړی، خو ترې هدف یواځی د خپلو موخو توکی وی)او پر افغانی اصطلاح مېرمن(د بشر دوهم جنس) ډېر توپیر سره لری او بیا څومره چې د بشر دغه جنس حساس او نازک دی؛ اړوند زیاتر موضوعات یې هم حساسیتونه لری، لکه د زدکړو او بیا اوس د پردې موضوع یې، خو نه پوهېږم دا ډول هره موضوع کې د اسلامی امارت له پرېکړې وروسته یې پر وړاندې آن د هغه ځینې مسئولین هم ملاحظات وړاندې کړی، هو ! پکې حساسیت او پرتو نزاکتونو(حساسیت او نیمگړتیا)ته د پرېکړې د سرچینې او نورو د پام اړولو په موخه ملاحظات باید د معیاری سالم انتقاد په چوکاټ کې وی چې د گټې پر ځای زیان او د اصلاح پر ځای افساد رامنځته نکړی. په ځینې یادو ملاحضاتو کې خو هسې خپل بادرنگ پلورل شوی/ځان ښوودنه شوې چې وایی: تور رنگې حجابونه د یهودو، نصرانیانو او عیسایانو دی؛ امارت ولی د پردې په ډول منلی؟ د پردې دا ډېزاین او پرې سزا له قرآن پرته امارت له کومه کړل؟ او داسی نور.

دې ملا حظاتو د پردې پریکړه له دریو لاملونو بې ځایه هم گڼلې.۱:- پرده په افغانی ټولنه کې تر بلې هرې اسلامی ټولنې زیاته دود ده، نو له دې پرېکړې پرته پر نورو کارونو باندې ترکیز پکار دی.۲:- مخ، لاسونه او پښې ښکارول یې(چې د افغانی ټولنې یواځی ځینې شمالی ولایتونو کې دود دی)مباح دی او پر مباحاتو دومره ترکیز نه دی پکار.۳:- لومړی باید دعوت او بیا د پرېکړې او فرمان اقدام وای. خو فکر کوم: د نجونو د ښوونځیو پرانیسته له شریعت او افغانی دود او کلتور سره پر سمه طرحه جوړولو چې مهم پکې همدا شرعی پرده ده او بیا د اسلامی امارت د مشرتابه پر حکم پورې تړل شوې وه چې اوس مهال یې ځنډ د ښوونې او روزنې یو چارواکی په خبره د مشرتابه حکم ته په انتظار دی، نو ښایی له دغه نزاکت سره هممهاله د پردې د پرېکړې موخه د عام تام پردې رعایتېدو سره د ښوونځیو محصلانو ته په ټولو مجالونو کې د پردې په رعایتولو کې اسانتیا رامنځته کول وی ترڅو داسی نه چې له نورو پرته یواځی پر همدوی د ښوونځی لوستلو له امله د پردې حکم پلی شوی او دوی یې رعایتولو ته پر اصطلاح زړه نازړه مجبورې شوې وی چې بیا ترې له ښوونځی او هلته تگ راتگ پرته په نورو مجالونو کې د پردې رعایتول پرې بوج، ورته ستونزمن او پاملرنه ورته نکوی یاهم د نورو لخوا یې نه رعایتولو ته وهڅولې شی.

لږ مخکې د مېرمنو یوې کرایه شوې ډلې د پردې ضد لاریون هم د حجاب نننۍ پرېکړه لازمی کړه، خو ښایی ورپسې جوخت یې اقدام یو ډول تقابل رامنځته کاوو او د اسلامی امارت اړوند تصمیم هم وخت ونیو چې ښایی همدا یې وخت گڼل شوی وی، که بیاهم لکه په کابل او ځینې نورو غرب ځپلو ولایتونو کې مېرمنې همداسی له غربی فرهنگ څخه پر اغېز بې پردې واوسی؛ د غربی هر اړخیز اشغال مهال تر بې پردگی(چې د هغه د اغېز او موخې په گڼلو سره تر یو حده ترې کرکه هم کېږی)به د اسلامی امارت په سیوری کې د هغه لخوا قانونی حیثیت په سترگه کتلو سره د پټو پارونو پر ملتیا لا زیاته پراخه شی چې خدای مکړه بیا به یې اصلاح ناشونې وی، په داسی حال کې چې افغانی ټولنه له اسلام وړاندې لا د پردې له فرهنگ او له محتجبو پتمنو څخه اغېزمنه وه او دغه قدامت او له هغه راوروسته د ساتل شوی قداست پر اثر یې تر اوسه هم د نورې اسلامی نړۍ په پرتله زیاته دود ده چې د بشپړتیا لپاره یې دعوت نه؛ د دغې پرېکړې او فرمان اړتیا وه ترڅو د اداری فساد سرچینو پسې همدا د شرعی پردې نه رعایتول چې د ټولنیز او اخلاقی فساد سرچینې اټکل کېږی وچې شی.

د مېرمنو اړوند موضوعات د ذاتی حساسیت او نزاکت له امله څومره چې موږ ته د پام، ارزښت او اندېښنې وړ دی، تر دې زیات یې پردی، پردیپال او د دیموکراسۍ پلونه د خپلو موخو لپاره مهم گڼی، بل خوا ښایی ځینې ملاحظات خپلو او لیدلیو سیمو ته پر پام وی، خو فرمان او پرېکړه بیا د کابل او ځینې نورو ولایتونو د چاپیریال، وضعیت او اړوند راپورونو پر بنسټ وی چې پکې مېرمنې په غربی سټایل کې ادارو ته مراجعه کوی، له چارواکو او مجاهدینو سره مخ کېږی او په ځانگړې د دستوری لاریونونو پر مهال د امنیتی مجاهدینو د پارونې په غرض یې لومړی گام سټایل او حرکات غربی کول وی، نو خواخوږی باید په خپلو ملاحظاتو کې دا نزاکتونه په پام کې ولری او هڅه وکړی اړوندې مرجع ته لاره پیدا او ملاحظات وړاندې کړی تر څو له دې لارې د یو خورا شوم هدف په مخنیوی کې بریالی شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید