روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جوزجان کې د الکولی مشروباتو د تولید یوه فابریکه له منځه یوړل شوه

په جوزجان کې د الکولی مشروباتو د تولید یوه فابریکه  پرون کشف او له منځه یوړل شوه.

د جوزجان امنیتی مسوولین وایی، چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د شبرغان ښار په مربوطاتو کې د الکولی مشروباتو یوه فابریکه کشف کړې ده.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیر قاری نورالحق د باختر آژانس خبریال ته وویل چې امنیتی ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په بهیر کې د الکولی مشروباتو د تولید دغه فابریکه کشف او له منځه وړې ده.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې د څرګندونو له مخې، له دغې فابریکې څخه ۵۰۰ لېټره تخمیرشوی ممیز او ۱۰ لېټره الکولی مشروبات ترلاسه شوی دی.

هغه زیاتوی چې د دغې پېښې په اړه یو تن نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید