روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د الحرمین الشریفین خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز له لوری د جمهوررئیس غنی او ورسره لوړ پوړی پلاوی په ویاړ برابره شوې مېلمستیا کې چې د سعودی عربستان لوړپوړو مقاماتو هم په کې حضور درلود ګډون وکړ.
خادم الحرمین الشریفین جمهوررئیس غنی او ورسره لوړپوړی پلاوی ته تود هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، په سعودی عربستان کې ستاسو په حضور خوښ یم او ستاسو سفر به د دواړو هیوادونو د اړیکو پر لا ښه والی ښه اغېز ولری.
نوموړی همدارنګه جمهوررئیس غنی او د افغانستان خلکو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلم کال مبارکی وویله او دا یې د افغانستان لپاره لوی ویاړ وباله چې د خپلواکۍ سلم جشن نمانځی. هغه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین د جنګ د پایته رسېدو هیله وکړه.
خادم الحرمین الشریفین وویل، سعودی عربستان ټول تروریستی بریدونه چې افغانان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوی، په کلکه غندی او سعودی عربستان د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړلو او د تروریزم ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ دی. زه د افغانستان وضعیت له نږدې څارم او د افغانستان دولت په رهبری د سولې پروسې ملاتړ کوو.
هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانانو د ژوند د ښه والی په موخه له افغانستان سره د زیاتو همکاریو هیله لری. همدارنګه یې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې افغانان به په کې په خپل ګډون سره خپل راتلونکی وټاکی مهمې وبللې او د ده په وینا دا ټاکنې به تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړی.
نوموړی وویل، سعودی عربستان د سیمې د ثبات، امنیت او ودې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والی او همکاریو د زیاتوالی هیله وکړه او وې ویل، دا دواړه مسلمان هیوادونه باید په ګډه کار وکړی او سعودی عربستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهوررئیس غنی د خادم الحرمین الشریفین له تود هرکلی، مېلمه پالنې او له دې امله چې افغانستان ستاسو په زړه کې ځای لری، مننه وکړه او وې ویل، سعودی عربستان د خپل ځانګړی اسلامی مقام او منزلت له امله د نړۍ ټولو مسلمانو په ځانګړی ډول افغانانو ته خاص ارزښت لری.
جمهوررئیس د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په لا پراختیا، د سوداګریزو اړیکو په زیاتوالی، په افغانستان کې د پانګونې او په سعودی عربستان کې افغانانو ته دکاری زمینو پر زیاتوالی ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګټور وباله.
جمهوررئیس ترهګری او افراطیت د افغانستان او سعودی عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره لوی خطر وباله او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یې د ټولو هیوادونو په ګډ کار او مبارزې ټینګار وکړ.
خادم الحرمین الشریفین وویل، سعودی عربستان د افغانستان د ټاکنو ملی پروسې د ترسره کېدو ملاتړ کوی. هغه زیاته کړه، ټولو بنسټونو ته دنده ورکوم چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او پانګونې په موخه له افغان حکومت سره ګډ کار او عملی اقدامات وکړی.