روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهوررئیس افغان حاجیانو ته په خطاب کې: دا زموږ دینی، وجدانی او ملی دنده ده چې اسانتیاوې درته برابرې کړو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی بیت الله شریف ته د سږ کال لومړنیو تلونکو حاجیانو سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په حامد کرزی نړیوال هوایی دګر کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب د حج مراسمو او حاجیانو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، په بیت الله شریف کې افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شوی.

نوموړی وویل، په دغه لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۰ تنه افغان حاجیان لېږدول کېږی او دوی ته د ځای او نورو لازمو اسانتیاو په موخه روزل شوی کسان لا وار دمخه سعودی عربستان ته رسېدلی او په خپلو ورسپارل شویو چارو بوخت دی.

ښاغلی منیب وویل، د ځینو هغو اقداماتو له امله به چې په تېرو اتلسو کالو کې نه وو  شوی،سږ کال به افغان حاجیان خاص ستونزې او شکایتونه ونه لری. نوموړی حاجیانو ته په ښه توګه د حج  مراسمو د ادا کولو هیله څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره دعاګانې وکړی.

وروسته حاجی عصمت الله د حاجیانو په استازیتوب د خبرو پرمهال  افغان حاجیانو ته د تېرو کلونو په پرتله د لا ډېرو اسانتیاو برابرولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د جمهور رئیس کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او وې ویل، د جمهوررئیس د لارښوونې او د مسوولینو د اقداماتو له امله کال په کال افغان حاجیانو ته پاملرنه او اسانتیاوې زیاتېږی.

جمهور رئیس غنی بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکی ترڅنګ وویل، تاسې بختور یاست چې د اسلام د مبارک دین د پنځم رکن او فریضې د پرځای کولو توفیق مومئ، دغه سپېڅلی سفر او خوږه خاطره به مو د ژوند تر پایه په یاد وی.

جمهوررئیس غنی وویل، د اسلام د دین عظمت به د حج په مراسمو کې وګورئ چې د نړۍ ټول مسلمانان له کوم توپیر پرته د خپل خالق په عبادت بوخت دی. همدارنګه یې له ټولو مسوولینو څخه افغان حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو او خدماتو د برابرولو مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس له افغان حاجیانووغوښتل، چې د حج مراسمو او په ځانګړی ډول ابراهیم مقام کې د هیواد شهیدانو او ټپیانو ترڅنګ د سولې، ثبات، ابادی، ملی یووالی، پرمختګ او پر افغانستان  او اسلامی هیوادونو د تحمیل شوی جنګ د پایته رسېدودعا وکړئ چې زموږ اسلامی عظمت بیا احیا شی.

جمهوررئیس غنی، افغان حاجیانو ته په خطاب کې وویل، دا زموږ دینی، وجدانی او ملی دنده چې اسانتیاوې درته برابرې کړو او هیله ده چې له ستونزو پرته په ارام او ډاډ د حج فریضې مراسم پرځای کړئ او د بېرته راستنېدو پرمهال به مو بیا هم خدمت ته راشم.

ممکن است شما دوست داشته باشید