روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تېر کال په افغانستان کې ۹۰۰ زره مټره مربع غالۍ تولید شوی

د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو د ټولنې مسوولینو ویلی، چې له ۹۰۰۰۰۰ مټره مربع غالیو ۹۵ سلنه  د پاکستان له لارې د پاکستان په نامه نړیوالو مارکیټونو ته صادرې شوې دی.

د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولنې غړیو ویلی؛  په تېر میلادی کال کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو په  تولید کې  د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ خو د هوایی دهلیزونو د بندیدو له کبله د هېواد دغالیو صادرات  تر سره شوی ندی.

دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو د ټولنې غړی د افغانستان له اسلامی امارته غوښتنه کوی، چې د کورنیو غالیو د صادرا تو لپاره دې هوایی دهلیزونو د بېرته پرانستلو لپاره زمینه سازی وکړی.

د افغانستان دغالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولنی مشر نور احمد نوری ویلی؛ مونږ له اسلامی امارته هیله لرو، چې نړیوالو بازارونو ته زمونږ د صادراتو لپاره د هوایی دهلیزونو د بېرته پرانستلو زمینه برابره کړی.

د اقتصادی چارو کارپوهانو د هېواد په اقتصاد کې د غالیو سکټور د تولید او صادراتو زیاتوالی  مهم بولی او زیاتوی، چې د غالیو سکتور له پراختیا سره په هیواد کې د بې‌‌کاری کچه هم را ټیټږی.

د اقتصادی چارو کارپوه سیدالرحمان عمران وایی: په هېواد کې د شغل له رامنځته کېدو سره دغالیو تولید پراختیا موندلې؛ حکومت باید دې سکټور او صادارتو ته یې  پاملرونه ډېره کړی، چې ملی هویت یې خوندی شی. د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو شرکتونو ټولنی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په کچه د غالیو د تولید په سکټور کې  سلګونه شرکتونو نږدې  یو نیم میلیون هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید