روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
شریعت: د پلخمری ښاروالۍ په تېرو اته میاشتو کې د ښار له پاکی او صفایی، بندرونو او د ښاروالۍ د جایدادونو له اجازې څه باندې ۵۶ میلیونه عواید راټول کړی دی.
انجنیرشیر محمد احمدزی د پلخمری ښاروالۍ مالی او اداری مرستیال وایی، چې د پلخمری ښاروالۍ د رهبرۍ او کارکوونکو په هڅو په تېرو اتو میاشتو کې (۵۶۴۹۰۱۴۶) افغانۍ عواید راټول کړی او د دغه ریاست هڅې روانې دی څو نور هم خپل عواید ډېر کړی.
احمدزی زیاتوی چې په مخکنی جمهوری نظام کې د فساد د زیاتوالی له امله د شهری او صفایی، د اجارو د قراردادیانو د پیسو نه ورکړې له امله (۸۰۰ ) میلیونه افغانۍ اجاره لرونکی له پلخمری ښاروالۍ پوروړی پاتې دی او تر غوښتنه کوی چې ژر تر ژره دې د خپل پور پیسې د پلخمری ښاروالۍ ته وسپاری.
د پلخمری ښاروالۍ د عاید لوړولو په موخه ۷۰۰ پایې تختونه هم جوړ کړی چې د ښار په بیلابیلو برخو کې یې ترکاری پلورونکو، میوه پلورونکو او بنجاره پلورونکو ته ورکړی چې ډېر عاید به د پلخمری ښاروالۍ ته ترې لاړ شی.