روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۵۹ زره ټنه کال انتقال شوی دی

آژانس باختر: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی چې د روان کال (د غبرګولی له ۲۷مې څخه د چنګاښ تر دویمې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۸ زره ۹۳۸ ټنه انتقالات ترسره شوی دی.

دغه ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣۷ زره ۹۵۰، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲ زره ۴۵۶ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ١۰ زره ۳۳۶ ټنه واردات چې ټولټال ۵۰ زره ۸۳۳ ټنه نفتی، غیر نفتی او نور توکی دی؛ هېواد ته وارد شوی او همدا رنګه، په یاده موده کې ۸ زره ۱۰۴ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې ممیز جوړوی؛ ترسره شوی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ژمنه کړې ده چې هڅې کوی د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړی.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوی دی چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید