روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تېره یوه اونۍ کې د هلمند مستوفیت څه دپاسه اته میلیونه افغانۍ راټولې کړی دی

شریعت: د هلمند ولایت مستوفیت د حمل میاشتی د ۲۶ څخه تر ۳۱ نېټې پوری څه باندی ۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی.

یاد ریاست د تیری یوې اونۍ په جریان کی د دغه عایداتی سرچینو څخه لکه: د اصنافو ثابته مالیه، د قراردادونو مالیه، د کارکوونکو د معاشاتو موضوعی مالیه، پر عایداتو باندی مالیه، د کرایې موضوعی مالیه، پر انتفاعی معاملو مالیه، د جریمو، د سوداګریزو جوازونو مالیه، د دولتی کورونو کرایې، د بهادارو اسنادو خرڅلاو، د ترانسپورت، د زراعتی محصولاتو خرڅلاو، د ترافیکی لایسنسونو، د شهادتنامو، د پاسپورټونو عواید، د دولتی ځمکو د اجارو عواید او د محاکمو د عوایدو له مدرکه د تیری یوې اونۍ په جریان کی ۸۳۰۸۱۱۲ اته میلیونه درې لکه اته زره یو سل او دولس افغانۍ عواید راټول کړی.

د هلمند مستوفیت ریاست مسؤلین د ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتی منابعو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوی چی خپل مالیات پر ټاکلی وخت تحویل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید