روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ته د هغې غوندې مه کېږه!

څلورمه برخه:

ژباړه، تهیه او ترتیب: ساجدالله عظمت

هغه ښځه په دې شرمیږی چې  قرآن کریم زده کړی. هغه په دې خوښه ده، چې همداسې له قرآنه ناخبره وی. هغه په دې نه پوهیږی چې قرآن کریم د تربیې او روزنې غوره لار او د تزکیې بهتره طریقه ده.

عن عثمان بن عفان رضی الله عنه، قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم «خیرکم من تعلم القرآن وعلمه.» رواه البخاری (۶: ۴۲۷ او ۵۰۲۷) له حضرت عثمان رضی الله عنه نه روایت دی، وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «په تاسو کې هغه څوک غوره دی، چې قرآن کریم یې پخپله زده کړ او بیا یې بل چا ته ور وښود.»

ولې د هغې په وړاندې قرآن کریم هېر او هېر شوی ایښی دی، هغې ورته شا کړې، ډېر کم یې تلاوتوی او خورا لږ د هغه پآڼې اړوی. الله تعالی وایی: «او رسول الله صلی الله علیه وسلم به وایی: اې زما ربه! زما قوم دا قرآن بالکل پریښی و.» د فرقان سورې (۳۰) آیت.

هغې (ښځې) د الله تعالی کتاب په غولونکو مجلو، چې د کاږه فکر لرونکې دی، بدل کړی دی. نوموړې ګټورې مجلې او ورځپاڼې ډېرې لږ لولی. هغه (ښځه) ټوله ورځ د هنر، فن او موسیقی والا ورځپاڼو پاڼې اړوی را اړوی، د ساز و سرود خبرونه په کې لټوی. همداراز د فلمونو، سریالونو لرونکې ورځپاڼې او مجلې لولی.

زړه یې دې ته وخت نه ورکوی، چې د رب کلام تلاوت کړی.

د الله جل جلاله له کلام سره یې مینه پیدا نه شوه.

د تلاوت پر مهال یې سترګې په اوښکو لمدې نه شوې او نه یې د ترنم او ښه لوستلو په وخت زړه نرم شو.

نو ته د هغې غوندې مه کېږه، هغه چې په سریالونو کې څه ووینی، ډېره ورته خپه او غمجنه شوی، په ځانګړی ډول هغه مهال، کله چې دا (ښځه) د سریالونو بېلتون او هجران وګوری یا د وصال نندازه وکړی.

نوموړې کله چې د دواړو مینانو او عاشقانو له عواطفو ډکه کړل شوې وې؛ کیسه ولولی، بیا نو خپل عواطف او مشاعر له لاسه ورکړی.

که چېرې د شرعی علم د سترو مسئلو په اړه، چې د هغې د عبادت پر صحت پورې او د هغه (عبادت) د قبلېدو په شرطونو پورې اړه لری. او یا د هغه څه په هکله پوښتنه ترې وکړې، چې هلته ناپوهی څرګندول جرم او ناروا دی؛ دا به تا ته په حیرانتیا او تعجب سره ووایی: ها .. ها ، وی … وی؛ نه پوهېږم. سره له دې چې نوموړې (ښځه) د فلمی نندارچیانو (نارینه وو او ښځینه وو) د ساز او سرود د فنکارانو په اړه مکمل قاموس او بشپړ ارشیف ده. د هغو په خبرونو ښه پوهیږی، د هغوی رازونه ښه ورته مالوم دی، د هغوی د ژوند پېښې ښې ورته جوتې او د هغوی د ژوند له واقعو سمه خبره ده.

الله تبارک و تعالی وایی: «هغوی یوازې د دنیایی ژوند په ښکاره لوری پوهیږی او د اخرت په اړه د هغوی حال دا دی چې له هغه څخه بالکل ناخبره دی.» د روم سورت (۷) ایت.

نوموړې ښځه خپل عمر او وخت په هغه څه کې خوشې او عبث تېروی چې کمه ګټه نشته په کې او نه کوم خیر په کې نغښتی.

هغه ناخبره ده، انګیری چې عمر د سیالۍ ډګر دی او د مقابلې میدان دی.

نوموړې ښځه په ساعتونو ساعتونو د ټلویزون سکرین ته ناسته وی، د فلمونو او سریالونو چینلونه اړوی را اړوی او هغه پرله پسې ګوری. د ډول ډول څیزونو او ممنوعو شیانو ننداره کوی.

او له دې وروسته څه دی!؟

او دې (ښځې) چې څه ولیدل او واورېدل؛ د هغه پایله څه شوه؟

د ګناهونو ډېرېدل، د اېمان کمزوری کېدل، شهوت دی چې اوړی راوړی. او یو سرکښه غورځنګ په لمبو دی.

د الله جل جلاله په نزد، میزان (تله) سپکیږی او زړه ته رنځ رسیږی او یا بیخی له منځه ځی.

خوند ځی او ناوړه اغېزې پاتې کیږی، د دنیا سامان کوچیږی او بېلتون پاتې کیږی، هیله او امېد ورکیږی او درد زېږوی!

نو (دا ښځه) د الله رب عزوجل له دې وینا نه چېرته ده؟ «او مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپل نظرونه ښکته واچوئ او خپل شرم ځایونه وساتئ.» د نور سورت (۳۱) آیت.

هغه ښځه تر ساعتونو ساعتونو د هیندارې مخې ته د مېخ غوندې کلکه ولاړه وی؛ پل وېښتان ږمنځوی، مخ په سُرخیانو لړی، جامې اغوستل تجربه کوی، یوه جوړه باسی بله اغوندی، تر څو هیندارې ته درېدل یې خورا ستړې کړی او د سینګار توکی یې هم له پښو وغورځوی.

نوموړې په زینت کولو کې په ډېر وخت لګولو نه خجالت کیږی او نه په سینګار کولو ستړې کیږی. الله تعالی وایی: «او ایا (الله تعالی داسې اولاد خوښ کړی) په ګاڼه کې پاللی شی او په بحث مباحثه کې هم خپله خبره څرګنده نشی کولی؟» د زخرف سورت، (۱۸) آیت.

او د هغه رب جل جلاله له لوری دا بسنه کوی چې په هغه کې د دین ضوابط او د شرعې موازین بیان شوی، خو په دې (ضوابطو او موازینو) کې مبالغه کول له انسانانو څخه وختونه تښتوی، ساعتونه خلا کوی، ګران عمر ضایع کوی او ټوله زمانه ترې لوټوی. له هغې بېنوا خوارکۍ سره په دې اړه هیڅ مالومات نشته!

او ډېره هېښوونکې خو لا دا چې کله نوموړې د څو دقیقو لپاره لمانځه ته ودریږی، بیا د کارغه غوندې څو ټونګرې ووهی او ډېر تلوار یې وی، پرته له دې چې د لمانځه په هدف او معنی پوه شی او یا په هغه کې څه فکر (تدبر) وکړی. نوموړې ښځه داسې بریښی لکه چې له خپلو ملګرو سره سیالی کوی!

یا کله کله لمانځه ته پورته کیږی خو له ډېرې تمبلۍ کار اخلی، څه چې په کې لولی، له هغه نه غافله او ناخبره وی، چې د دې خوا وشا څه دی، هغو بوخته کړې وی، زړه یې خورا دروند وی، سینه یې په دې لمانځه سره نه پراخه کیږی، نه خوند ترې اخیستی شی او نه یې روح پرې هوسا کیږی. الله سبحانه وتعالی وایی: «او دا لمونځ ډېر دروند بریښی، خو هغو خلکو ته نه چې په خشوع (سوچ) سره یې کوی. هغوی د دې خبرې خیال ساتی چې له خپل رب جل جلاله سره مخامخ کېدونکی او هغه ته ورتلونکی دی.» د بقره سورت، (۴۵) آیت.

هغه ښځه د وېښتانو د جوړونکې او د مخ د ښایسته کوونکې په وړاندې د خُرما د زړې څانګې غوندې کږه وږه ولاړه وی، ډېره ورځ او د شپې یوه برخه یې هلته تیریږی. ډېر ځله د دې سینګار له امله لمونځونه ترې پاتې شی، خېلخانه ترې ضایع شی، په خاوندانو باندې ژوند تنګ کړی، همداشان د دې ډول سینګار کولو په اساس ناروا چارې ترسره کوی، لکه د ورېځو جوړول، پردی وېښتان له خپلو هغو سره نښلول، د غاښونو ترمنځ واتن پیدا کول، د سړیو په شان ځان جوړول، د کافرو ښځو غوندې خپله څېره برابرول یا د مسلمانو فاسقو ښځو په څېر خپل شکل کول. دا په کړنې او پوښاک ساو وېښتانو کې ترسره کول دی، نو بناءً  د قالب (بدن) برابرول د زړه برابرول دی.

ابن عمر رضی الله عنهما وایی: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: «چا چې له کوم قوم سره ځان مشابه کړ، نو هغه شخص له هغه قوم څخه دی.» ابو داؤد: ۲/۷۶۱

عمر بن شیعب روایت کوی، دی وایی: بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «چا چې له مونږ پرته بل چا سره ځان مشابه کړ، هغه له مونږ څخه نه دی او تاسو له یهودو او نصاراؤ سره ځان یو شان مه کوئ.» ترمذی: ۲/۳۴۶

نوموړې ښځې له یوه کوره وځی په بل ننوځی، له یوه بازاره ځی بل ته ورځی. همداراز له یوه مناسبته ځی بل هماغسې پروګرام ته وردرومی. هغه مصروفه وی، بلکې خورا زښته زیاته له خپلوانو او ملګرو سره بوخته وی.

که چېرې ته له هغې څخه د دې د کورنۍ په اړه پوښتنه وکړې، چې هغوی چېرته دی؟ خپل وختونه په څه کې تېروی؟ له چا سره خبرې اترې کوې؟ چا سره ملګرتیا کوی؟ او د هغوی عاطفی، عقلی او روانی اړتیاوې څه شی دی؟

بلکې (دا ترې وپوښتې) د هغوی دین څنګه دی؟ عقیده یې پر څه ده؟ آیا هغوی لمونځونه کوی؟ څه لولی؟ څه اوری او څه مطالعه کوی؟ نو بیا له شرمه د هغې مخ تک سور وځوټیږی؛ ځکه کله هم د دې په خیال کې داسې پوښتنه نه وی تېره شوې!

یاده ښځه د تربیې او روزنې په اړه څه نه پېژنی، ټوله پاملرنه یې د جسد (بدن) اړتیاوو ته وی او د بدن غوښتنې یې په دماغو کې ګرځی، لکه: خوراک، څښاک، پوښاک، هستوګنځی او د سورلۍ وسایل او وسایط. خو د عقل او زړه غذا او خواړه نه پېژنی چې هغه په څه باندې تغذیه کیږی؟ هغه دواړه څنګه ژوندی کیږی او مړه کیږی؟ او د نفس د پاکوالی (تزکیې) او د روح د تهذیب وسایل څه دی!؟

نوې اې خورې! له هغې ښځې څخه د هغه څه په اړه پوښتنه مه کوه چې هغه دې ته ارزښت نه لری، ځکه ځواب یې نه وی ورسره!

هغه ښځه په بې ځایه، چټی مجلسونو کې ناسته وی، په غیبت، نمامت او چغلی بوخته وی، په قیل و قال کې وخت اړوی، په ډېرو پوښتنو کې ډوبه وی. دا ټول وخت له وزګارو فاروغو ښځو سره تېروی، چې د هغوی له سلام کلام او ډوډۍ خوړلو پرته بل هیڅ هم نه دې زده، د الله جل جلاله له ذکر او یاده پرته په مجلسونو کې غرقې وی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید