روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ته د هغې غوندې مه کېږه!

اې خورې !

که چېرې د هغې پرمخ ټپ او یا دانه ښکاره شی نو زړه یې له غم، اندېښنې، خپګان او در ده ډک شی…

ژوند به خوند نه ورکوی، خپل ژوندو ژواک یې ښه نه ایسی، څو هغه مصیبت ترې لرې شی او دا ترې ورغېږی، کېدای شی په دې لار کې ډېر ارزښتناک وختونه د هغه (ټپ اودانې) لپاره ضایع کړی.

همدا راز شونې ده د هغې زړه په ډول ډول هلاکوونکو رنځونو باندې اخته وی، لکه نفاق، د شهوتونو خوښول، له خپل رب (ج) پرته له بل چا (څه) سره زړه تړل، حسد کول، کبر او ځان لوړ ښوول.

هغه ښځه دا (هلاکوونکی رنځونه) نه احساسوی، په شتون یې خبره نه وی، نه ترې وېرېږی نه یې له ناوړه پایلې څخه ډارېږی او نه دهغو له بد انجام څخه د خلاصون هڅه کوی!

نوموړې (ښځه) داسې انګېری چې د الله (ج) له غذابه خوندې ده، د هغه عفو او مغفرت یې په برخه دی!

الله جل جلاله وایی: ژباړه: «نو آیا هغه کسان چې ناوړه ناوړه د سیسې جوړوی، له دې خبرې بېخی بې وېرې شوی دی چې الله جل جلاله دوی په زمکه ننباسی، یا په هغوی باندې له داسې ځایه غذاب راشی، چې دوی ته احساس هم نه وی؟ یا هغوی د ګرځېدو راګرځېدو پر مهال په خپل عذاب راونیسی، بیا به دوی عاجزونکی نه وی، یا هغوی داسې راونیسی چې ورو ورو کمېږی، ځکه ستا رب (ج) ډېر شفیق، خورا مهربان دی». د نحل سوره (۴۵ -۴۷) ایتونه

نو هلاکت او تباهی ده د غفلت لپاره هغه څومره به دی او بربادی ده د زړه سختېدا لپاره هغه څومره ناوړه ده !!

  • مسلمانې خورې !

کله چې د هغې (ښځې) کومه ښیښه ماته شی او یایې د ښکلا کوم بل توکی چې دې دېوالونه پرې شایسته کړی له منځه لاړ شی، بیا دا (هغه ښخه) ولاړه وی نه کېنی او کوکاری وهی نه غلیږی.

خو کله چې د دې پر وړاندې د الله (ج) د دین احکام له پښو لاندې کیږی، نو کوم اغېزنه پرې کوی. او که څوک د دې په مخکې ګناه کوی، هم یې پروانه لری.

دین د دې لپاره له هر څه بې ارزښته څیز دی او ترټولو د لږ مسؤلیت شی دی.

له دې (ښځی) سره د دین ارزښت او قدر هم همدومره وی، څومره مسؤلیت چې دې د دین لپاره ګاللی دی.

  • اې هوډیالۍ خورې!

کله چې له یادې ښځې څخه نژدې ملګرې په څنګ شی، یا همزولې مخ ترې واړوی، بیاله درده ویلې کیږی او له پښیمانتیانه وچېږی، دا د هغه چا د بېلتون له امله چې نوموړې بې پروا او غافله ښځه یې خوښوی.

پر چایې چې باور وی هغه د سپارښت لپاره وراستوی، د هغې د خوښی څیزونه ورلېږی، له سوز او آه نه ډک لیکونه ورته کاږی او وراستوی یې، چا پلوسی ورته کوی، مخې مخې ته ورته کیږی، ترڅو د هغې زړه ورته نرم شی او بېرته ورته راوګرځی او مخ ورته راواړوی.

مسلمانې پتمنې خورې!

ښه پام ورته وکړه هغه ښځه له الله (ج) (د الله ج له دینه) څومره لرې ده؟!

دهغه په احکامو کې څومره کمی کوی او پر هغه څومره زړوره ورځی! له خپل رب (ج) سره څومره جنګ جګړې کوی، ناوړه کارونه او ګناه ګانې کوی! آه افسوس!!

ترکومې اندازې د هغه حدود (احکام) له پښولاندې کوی، فرضونه یې ضایع کوی او په ورشو کې یې بېغمه مستی کوی.

هغه (خپل رب ج) ته چا پلوسی نه کوی، رحمت ته یې ځان وړاندې وړاندې نه کوی، خپل پالونکی (رب ج) ته ځان نه نژدی کوی، د هغه امرونه نه پر ځای کوی او نه یی له سر غړونو او نافرمانیو څخه ځان ژغوړی.

اې خورې!

آیا نوموړې ځان له الله غزوجل څخه بې پروا او غنی ګڼی آیا د هغه رضا او خوښی ارزښت نه ورته لری؟!

سبحان الله! څوک چې له هغه سرغړوی بالمقابل هغه څومره زغم ورته کوی!

الله سبحانه و تعالی وایی: ژباړه:« (له دې سره سره) په خلکو کې ځینې داسې کسان هم شته چې له الله (ج) پرته نور په خدایی کې ورسره شریکوی او د  الله (ج) په شان مینه ورسره کوی او هغه چې ایمان یې راوړی له الله (ج) سره کلک محبت لری او کاش چې دې ظالمانو کله (دنیا کې) تکلیف لیدلی او هغه مهال په دې پوهېدلی چې ټول ځواک د الله لپاره دی. او دا د الله ج عذاب (په اخرت کې) ډېر سخت دی». د بقره سورت (۱۶۵) ایت.

  • اې مسلمانې خورې!

هغه ښځه خپل مخ په سرخیانو شایسته کوی، وېښتان په رنګونو رنګوی (ښکلی کوی) او خپل ځان په مختلفو تیلو غوړ وی.

هغې یوه ورځ هم دا فکرونه کړ چې خپل شکل او څېره په ښو خویونو. شایسته کړی.!

او یا خپل ځان په واجبو، سنتو او مستحبو سره وځلوی او خپل اخرت په نیکو اعمالو سره ښکلی کړی، څنګه یې چې دنیایی ژوند په هر زینت سره مزین کړی دی.

هغه (ښځه) د دنیا لږ ژوند او خوند د اخرت له همیشنی ژوند او نعمت څخه مشغوله کړې ده، هغه نعمتونه چې په جنتونو کې د تل لپاره دی.

ډېر ژر به نوموړې ښځه د خپل زیان او تاوان زیاتوالی او دروندوالی و وینی، کله چې دی فانې ژوند ته د بېرته ورګرځیدو هیله وکړی او دا هغه مهال وی چې د نیک عمل کولو وخت او موقع یې له لاسه ورکړی وی، ځکه (دې ښځې) اوږدې اوږدې ارزوګانې لرلې، خو اجل (مرګی) ناڅاپه غوټه پرې وکړه.

لا ترکنن ‌إلی الدنیا و مافیها

فالموت لاشک ینفنیها و یفنیها

اموالنا لذوی المیراث نجمعها

و دورنا لخراب لدهر نبنیها

دنیا ته او په هغه کې چې څه دی، هغه ته مه ورکږېږه، له شکه پرته مرګ. مونږ هم فنا کوی او هغه هم له منځه وړی.

مونږ خپل مالونه، د میراثخورو لپاره جمع کوو او کورونه مو د ورانېدو لپاره ودانوو.

ژباړه، تهیه او ترتیب: ساجدالله عظمت

ممکن است شما دوست داشته باشید