روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تایوان ته د نانسی پلوسی په سفر چین ولې ببر دی؟

نوی سړه جګړه؛ پرمختګونه

عبدالحی قانت

(د نړیوال سیاست ریالست مفکر جان میرشایمر څخه په یو بحث کې پوښتنه وشوه چې د امریکا او چین تر منځ به د جګړې میدان چېرته وی! ده وویل؛ زما په ګمان شرقی آسیا (جاپان، سوېل کوریا) او یا هم هندی آرام سمندرګی (له تایوانه تر سنګاپوره). )

هغه ورځ د امریکا د کانګرس مشره نانسی پلوسی تایوان ته ولاړه چې له امله یې د امریکا او چین اړیکې ډېر حساس حالت ته داخلې شوې دی. ډپلوماسۍ کې د سیاسی اشخاصو سفرونه یا د سمبولېزم او یا هم د توافقاتو، اړیکو پراخوالو او همکاریو په باب وی. د ناسنی پلوسی دغه سفر سوچه یو سمبولیک سفر ؤ.

دا چې امریکا کې مېډ ټرم انتخابات راروان دی، بایډن او پلوسی باید داسې څه وړاندې کړی چې داخلی ملاتړ تر لاسه کړی. بایډن د الظواهری پلان شوې ډرامه وکړه او پلوسی تایوان ته سفر وکړ. دا چې د دې سفر به په نړیوال نظم څه تأثیر وی دلته پرې بحث کوو.

چین تایوان د خپل هیواد نه بېلېدونکې برخه شمېری او واقعیت هم همدا دی چې له ۱۹مې پیړۍ تر شلمې پیړۍ له شا او خوا سلو کلونو غیر تایوان د چین برخه پاته شوې ده. دغه سل کاله موده چې چین یې د “شرم پیړۍ” بولی تایوان وخت نا وخت بریتانویانو، جاپانیانو او نورو منځ کې لاس په لاس شوی خو بلآخره په ۱۹۴۹م کې چې کله چین کې د امریکا د ملګرو حکومت د ماؤ زی دنګ په لاس رنګ شو،‌ د دغې حکومت مشران تایوان ته وتښتېدل او هلته یې د چین د جمهوریت په نوم د چین بل موازی حکومت جوړ کړ.

تایوان کې د امریکا د ملګرو دغه حکومت چې ماؤ او د چین خلکو شکست ورکړی ؤ او له چینه تښتېدلی ؤ، تقریبا ۳۰ کاله امریکا او ملګرو ملتونو په رسمیت پېژنده.

په ملګرو ملتونو کې د چین په چوکۍ هم د تایوان د حکومت استازی کیناسته.‌ امریکایانو چینایانو ته ډېر وویل چې که دوی د دوی د خوښې حکومت جوړ نه کړی د چین کمونستی حکومت به هېڅکله په رسمیت ونه پېژندل شی. چینایانو دغه شی نه مانه. هغوی پوهېدل چې د امریکایانو په مقابله کې تنازل د یوې بلې معضلې پیل دی.

چینایان په خپل تاریخ کې په اوږد مهالی او ستراتیژیک فکر مشهور دی. دوی د انتظار تګلاره خپله کړه. امریکایانو سره دغې تګلارې کار ورکړ.

کله چې سړه جګړه کې امریکایان مجبور شول چې د چین او شوروی تر منځ یوه سره دغره ووهی ځکه دواړو سره ورته ممکن نه ؤ، دوی په ۱۹۷۹م کې د چین کمونستی حکومت په رسمیت وپیژنده.

هماغه وخت امریکا تایوان کې خپل ملګری حکومت ته شا کړه او د هغوی رسمیت یې د چین کمونستی حکومت ته ورکړ.‌ د امریکا تاریخ په سیاسی ملګری کې له دغسې بې غیرتیو ډک دی.

شوروی په ۱۹۹۱م کې مات شو، امریکا د نړۍ ابر قدرت شو، جګړې یې پیل کړې، فرعونیت کې بنده شوه، چین نړۍ سره تعاملات پیل کړل؛ اقتصاد یې وغوړېد، نظام یې ټینګ شو او دا دی ۳۰ کاله وروسته هماغې امریکا ته درد سر شو.‌

اوس امریکا غواړی چې بېرته تیاوان د هماغې چین په وړاندې منحیث کارت استفاده کړی چې دوی یې د سیاسی ملحوظاتو په خاطر رسمیت کمونستی چین ته ورکړی ؤ.

چینایانو چې کله امریکا سره رسمی تعاملات پیل کول، له دوی یې په درې مختلفو اعلامیو کې چې دوی ورته THE THREE U.S.-CHINA COMMUNIQUES AND THE TAIWAN RELATIONS ACT

وایی، د دې ژمنه اخستې وه چې تایوان د چین برخه ده او امریکا به هېڅکله بیا تایوان سره رسمی تعامل نه کوی او نه به هم تایوان ته نظامی بسپنه ورکوی.‌

دا مالومه ده چې امریکا کله هم په نړیوال سیاست کې خپلې ژمنې نه دی پر ځای کړی او له همدې امله دا دی دوی اوس بیا تایوان د چین پر وړاندې منحیث کارت استفاده کوی.‌

چینایانو تر اوسه د پلوسی د دغې سفر په عکس العمل کې امریکا سره په دفاعی، د مجرمانو په بدلون، اقلیمی خبرو او نورو برخو کې همکاری ودرولې. همدا راز چین له شپږو اړخونو د تایوان د ټاپو شا او خوا نظامی تمرینات پیل کړی. دوی په تایوان ټاپو هوایی او سمندری لارې هم بندې کړی. چین غواړی د تایوان سیاسی مشرتابې ته وښایی چې امریکایانو سره به ورته دغه انډیوالی ډېره ګرانه پرېوزی.

چین ښایی دغه عکس العملونه ولری خو دوی دا مهال د جګړې تیاری نه لری. چین په خپلې محاسبه کې تر اوسه امریکا سره مستقیم ټکر لپاره څه نورې مودې ته هم اړتیا لری. دوی غواړی لومړی امریکا په اقتصادی لحاظ لاندې کړی بیا ښایی د دې چاره ډېره آسانه وی چې په نظامی لحاظ دوی ته سر کېږدی.

اوس مهال د چین او امریکا په اقتصادی پېشرفت کې یواځې ۳ ټرېلیونه ډالر قرف دی، د چین پېشرفت له امریکا تېز دی، ممکن څو کلونو کې امریکا د نړۍ دویم اقتصاد شی. همداراز دا مهال د نړۍ ټول هیوادونه له امریکا څخه زیات تجارت له چین سره لری‌. دا هم نړۍ سره د چین د نښلون یوه بل لوی ثبوت دی چې امریکا ته درد سر جوړوی.

د تایوان قضیې سره نړیوال نظم بلې نوې مرحلې ته ننوځی.‌ دا چې دا مهال امریکا د نړۍ مخ په زوال قدرت دی، فکر دا کېده چې ښایی د همکاریو داسې لارې چارې ولټول شی چې چین او امریکا سره ټکر ونه کړی او په یو بلانس کې سره اوسیږی خو ښکاری داسې چې دا ممکن نه وی.

امریکایان د خپل لنډ تاریخ په ضعیف حالت کې قرار لری. یواکراین کې دوی جګړه بایللې، اسلامی نړۍ کې چې له دوی کوم نفرت دی ښایی د نړۍ په یو کنج کې نه اوسی، چین پوهېږی چې امریکا سره هر څه کیدلای شی خو د دوستی باور پرې نا ممکن دی.

دا مهال نړیوال نظم د یو قوی بدلون په حالت کې دی. دغه بدلون هم ننګونې لری او هم فرصتونه رامنځ ته کوی. عاقل حکومتونه له دغو فرصتونو استفاده کوی‌ او له ننګونو څخه لار چپوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید