روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تأمل

مولوی محمد ابراهیم نبیل

۴۱

دویمه برخه:

په قرآن کې دنطفې بار بار ذکر ددې لپاره نه دی راوړل شوی چې یواځې لفظ یې واورول شی اوپه معناکې دې تفکر  ونه شی، ته نطفې ته ګوره  چې داوبویوبېکاره څاڅکی دی، که چېرته هواته همداسې پرېښودل شی سمدستی خرابیږی اوبوی کویº رب تعالی څه ډول  دسینې له پښتۍ اوملانه راووېسته، اوڅنګه یې دنارینه او ښځینه ترمنځ ګډه کړه، اوپه زړونوکې یې څه ډول محبت وراچولی، اوڅه ډول یې په مینه او شهوت سره یوځای کړل، اوڅرنګ یې دوینو داټوټه له سړی نه په ټول شوق راووېسته ، څه ډول یې دحیض وینه درګونو له منځه رابېله او په رحم کې یوځای کړه ؟!!

بیایې  دغه پیداکېدونکی ماشوم له نطفې نه څه ډول جوړکړ، دحیض په اوبویې ترهغو خړوب او مړاوه چې غټ شو، بیا یې دوینې دغه سپین څاڅکی څنګه سورکنډک کړ څه ډول یې دغوښې ټوټه کړه ، اودهمدې څاڅکې خپله خپله برخه یې هډوکو، اعصابو، رګونو، پلواوغوښې ته  ووېشله، بیایې له دغوغوښو، اعصابواورګونو دبدن دغه ظاهری غړی څنګه سره جوړکړل: سریې ګرد، غوږونه، سترګې، پوزه، خوله او هرمنفذیې څنګه څیرې کړل، لاس اوپښه یې اوږده اوسرونه یې په ګوتو سره جلاکړل اوګوتې یې په بندونوسره جلاکړې، بیایې داخلی غړی : زړه، معده، ینه، سږی، بډوګی، رحم اومثانه څنګه سره جوړکړل، هریویې په بېل ډول، جلا اندازه او ځانته کار لپاره تیارکړ، داهریویې بیا په نورو ډولونو وېشلی: سترګه یې له اوو برخو جوړه  ده، هره برخه یې بېل شکل اوجلا صفت لری، که یوه برخه یې لری شی یایې یوصفت له صفتونو له منځه ولاړشی، سترګه له لیدڅخه پاته کیږی، که په دې هریوه کې دشته عجایبواونښو نښانو نیمای هم بیانوو نو عمرونه به وغواړی .

هډوکوته وګوره چې کلک اومضبوط اجسام دی څه ډول یې له نرم اوباریک څاڅکی جوړکړه اوبیا یې دټول بدن تکیه اولنګرپرې برابرکړ، بیایې په مختلفو اندازواوشکلونوبرابرکړل، ځینې یې اوږده، لوی او واړه دی ځینې یې ګرد، ډک، تش، پېړ، لنډ اوباریک دی.

دا چې انسان دټول بدن حرکت اوخوځښت ته اړدی اودځینو غړو په واسطه سره باید خپلې اړتیاوې پوره کړی ځکه یې نو هډوکی یوهډوکی نه کړ،بلکې ډېرهډوکی یې جوړکړه چې ترمنځ یې مفصل یابندونه رامنځته کړه ترڅو پرې په ښه توګه حرکت وکړی، اودهرهډوکی شکل اوبڼه یې دهغه له حرکت اوخوځښت سره سم برابرپیداکړ، بیایې بندونه ورپورې وصل کړل، او یوبل یې سره پرې بندکړل اوپه پلو باندې یې سره وتړل، بیایې دهډوکی په یوه لوری کې اضافی هډوکی  ووېستل اوپه بل کې یې په هماغه اندازه تشه رامنځته کړه چې یوپه بل کې سره ننوزی، نو چې انسان کله وغواړی دبدن یوه برخه وخوځوی کوم خنډ نه ورته رامنځته کیږی، نو که چیرته دغه بندونه نه وای بیانو دغه خوځښت هم ممکن نه و.

دغه راز ته فکر وکړه چې دسرهډوکی یې څه ډول پیداکړل او څنګه یې سره راټول  اویوځای کړل، له پنځه پنځوس مختلف الډوله هډوکو یې داسې یوله بل سره سم کړل چې دسر ټوله کاسه ترې جوړه شوه ،شپږ یې دپورته کاسې لپاره، څوارلس دپورتنۍ ژامې، دوه دښکتنۍ ژامې اوپاته نور غاښونه دی چې ځینې یې پلن دموادو دمیده کولو لپاره، ځینې یې تېره دپرې کولو لپاره چې دا انیاب، اضراس او ثنایاغاښونه دی بیایې سر په غاړه کېښود اوله اوو( ۷) بندونو یافقرو یې داسې جوړه کړه چې ځینې هډوکی یې ګرد، په ځینوکې خالیګاوې، ځینی ننوتی او ځینی وتلی دی، ترڅو یوله بل سره جوړ اوبرابرشی، دهرحکمت په بیان سره به یې خبره ډېره اوږده شی .

بیایې همدغه غاړه په ملاسپره کړه، اوملایې دڅټ له بېخه دنرۍ ملا ترپایه ( لګن خاسرې ) پورې له څلورویشتو ( ۲۴) بندونو جوړه کړه، لګن خاسره یې له دریو مختلفو برخو جوړه کړه، دلاندې له لوری دعصص ( دنرۍ ملادڅوکې ) هډوکی ورپورې وصل دی،چې هغه هم له دریو برخو جوړ دی.

بیایې دملا هډوکی دسینې اوږې، لاسونو، عانې، لګن خاسرې اود ورنونو په هډوکو پورې وتړله، چې په شمېر سره یې خبره نه اوږدوو، دانسان په ټول بدن کې یوسل اته څلوېښت (۱۴۸) هډوکی دی ، داله هغو وړو هډوکوپرته چې دمفصلونو تشې یې پرې ډکې کړی دی، نو ته فکروکړه چې داټول یې له یوې ورستې اونازکې نطفې څنګه پیداکړی دی ؟!!!

دهډوکو له یادولو مقصد دهغو شمېر نه دی چې معلوم شی، ځکه دا هغه علم دی چې ډاکټرانواو متخصصینوته معلوم دی، بلکې غرض ترې دادی چې په خالق اوسنجوونکی کې یې فکر وشی، چې څه ډول یې اندازه کړی او ترتیب کړی دی او څنګه یې یودبل اندازه او شکل بېل بېل راوړی او څنګه یې ترهمدې شمېره ځانګړی کړی دی، ځکه که چیرته یو هم زیات شی نو په بدن باندې به بوج وی او مجبور به وی چې لری یې کړی او که چیرته یوکم شی بیابه نیمګړتیاوی پوره کېدوته به یې اړتیاوی ، نو ډاکټر یې په دې فکرکې وی چې څه ډول علاج وکړی او دفکر خاوندان یې دېته ګوری چې دخدای تعالی په لویی او عظمت کې یې دلیل وګرځوی ، څومره ډېر توپیردی په دواړو نظرونوکې .

ته بیا دېته وګوره چې الله تعالی دهمدغو هډوکو دخوځېدو اوحرکت لپاره نور څومره څه پیداکړی چې هغه پلې دی، دانسان په بدن کې پنځه سوه نهه ویشت ( ۵۲۹) عضلې دی، عضله له غوښې،ریښو، پټو اوسریښناکې غوښې څخه جوړه ده، نظر وخپل ځای اوخپل ضرورت ته په بېلابېلو شکلونو او اندازو دی . ۲۴ عضلې دسترګې دګاټی اودجوف دخوځولو لپاره دی، که یوه یې بې کاره شی، سترګې ته ستونزې پېښیږی، همداسې هرغړی په ځانګړی شمېر او ځانګړې اندازه عضلات لری، داټول دالله تعالی دخلقت کمال دی چې له یوڅاڅکې بېکاره اوبوڅخه یې جوړوی.نودځمکې ، اسمانونو اوستورو په خلقت کې به یې دکمال کوم حد وی ؟ ځای په ځای کولو، دبڼې په ورکولو، اندازه کولو، شمارلو، یوځای کولو، جلاکولو، دشکلونو په بېلولو اود ددې ټولو په راخېځولو او ډوبولو کې به یې څومره حکمتونه وی ؟!!

نو دا ګومان مه کوه چې داسمانونو یوه ذره به هم بې حکمته اوبې حکمه وی، بلکې دانسان تربدن یې  هم پېدایښت ډېرمحکم، یقینی اوله غرایبو ډک دی، پردې برسېره لاداچې په ځمکه کې چې څومره عجایب دی داسمانونو داهیڅکله سره پرتله کېدای نه شی ، الله تعالی فرمایی : أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمِ السَّماءُ بَناها* رَفَعَ سَمْکَها فَسَوَّاها* وَأَغْطَشَ لَیْلَها وَأَخْرَجَ ضُحاها (النازعات/ ۲۷- ۲۹). ایا ستاسې پیدا کول سخت دی،که داسمان؟ چې هغه جوړکړى(۲۷) د هغه چت یې هسک او بیا یې سم برابر کړى (۲۸) او دهغه شپه یې پټه _ تیاره او ورځ یې راواېسته (۲۹)

ممکن است شما دوست داشته باشید