روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تأمل

مولوی محمد ابراهیم نبیل

۴۳

څلورمه او اخری برخه:

دالله تعالی له قدرتونو څخه بل هغه نرمه هوا ده چې دځمکې اواسمان ترمنځ حصاره ده، دبادونو او طوفانو په راتلو سره په لمس حس کیږی خو لیدل کیږی نه، په ټوله کې یې مثال داسې دی لکه یو بحر او ډول ډول مرغان پکې په خپلو وزرو سره لامبووهی، لکه دبحرحیوانات یې چې په اوبوکې وهی،  هوا هم داوبو دڅپو په څېر په څپو کیږی، نو چې الله تعالی یې په حرکت راولی او وېروونکی باد یې کړی، نو چې خوښه یې شی، رحمت یې کړی لکه چې فرمایی وَأَرْسَلْنَا الرِّیاحَ لَواقِحَ (الحجر/ ۲۲)  او موږ بلاربوونکی بادونه رالیږو.. دهوا په همدې حرکت سره یې اثر حیواناتو، نباتاتوته رسیږی ترڅو وده پرې وکړی، اوکه خوښه یې شی سرکشوته یې په عذاب بدله کړی لکه چې فرمایی  : إِنَّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ رِیحاً صَرْصَراً فِی یَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ* تَنْزِعُ النَّاسَ کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ (القمر/ ۱۹- ۲۰)  په یوه پرله  پسې شومه ورځ کې مو سخته سیلۍ پرې والوزوله  (۱۹) چې خلک به یې داسې راوېستل لکه چې د کجورو له  بېخه را اېستل شوی ډډونه وی (۲۰)

بیاد فضا عجایبواوهغه څه ته وګوره چې پکې دی لکه وریځې، برېښناوې، تندرونه، بارانونه، واورې، تالندې، او تېز ستوری دادځمکې اواسمان ترمنځ عجایب اوقدرتونه دی، دې ټولوته الله تعالی داسې اشاره کړې  وَما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَالْأَرْضَ وَما بَیْنَهُما لاعِبِینَ (الدخان/ ۳۸)  او موږ اّسمانونه، ځمکه او د هغو ترمنځه شیان څه د لوبو په ډول نه دی پیدا کړی

دالله تعالی له قدرتونو اونښو نښانو څخه داسمانونو اوځمکې پاچاهی، قدرتونه اوستوری دی اوهمدلته خبره راټوله ده اوټولې چارې همدا دی …

ځمکې، بحرونه، فضا له اسمانو پرته هر جسم په نسبت سره اسمان ته داسې دی لکه په بحرکې یوڅاڅکی یاترهغې هم وړوکی، ته بیادېته وګوره چې الله تعالی په خپل کتاب قرآن کې داسمانونو اوستورو ذکر څومره سترکړی، ځکه  داسې یوسورت نشته په قرآن کې مګر داچې په لویوالی او ستروالی به یې ذکرپکې وی، او څومره قسمونه الله تعالی پرې کړی دی لکه الله تعالی فرمایی  وَالسَّماءِ ذاتِ الْبُرُوجِ (البروج/ ۱)  برجونو والا اسمان باندې قسم (۱) وَالسَّماءِ وَالطَّارِقِ (الطارق/ ۱) قسم دى په اسمان او د شپې په راتلوکی (۱) وَالسَّماءِ ذاتِ الْحُبُکِ (الذاریات/ ۷) قسم دى په الوځوونکو (بادونو) په الوتلو سره (۱) وَالسَّماءِ وَما بَناها (الشمس/ ۵) او په اّسمان او په هغه ذات چې جوړ کړى یې دى (۵)  وَالشَّمْسِ وَضُحاها* وَالْقَمَرِ إِذا تَلاها، (الشمس/ ۱- ۲)  قسم دى په لمر او دهغه په غرمو (۱)  او په سپوږمۍ چې ورپسې راشی (۲)

یالکه داقول دالله تعالی چې فرمایی : فَلا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ* الْجَوارِ الْکُنَّسِ (التکویر/ ۱۵- ۱۶) نو نه، زه په بېرته ګرځیدونکو ستورو لوړه کوم (۱۵) په ګرځېدونکو – پټېدونکو باندې (۱۶)  وَالنَّجْمِ إِذا هَوى ، النجم/ ۱) په ستوری قسم چې کله وغورځیږی (۱)  فَلا أُقْسِمُ بِمَواقِعِ النُّجُومِ* وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِیمٌ (الواقعه/ ۷۵- ۷۶) نو زه د ستورو پرېوتلو پر ځایونو قسم کوم (۷۵) او که پوهېږئ دا یقیناً لوى قسم دى (۷۶)  .

ته پوهېږې چې دبیکاره نطفې دعجایبو له پېژندلو لومړنی او وروستنی ټول عاجزدی . هغه چې الله تعالی پرې قسم خوړلی، نو څه فکرکوې چې هغه څنګه دی او روزی یې هم پورې تړلې او فرمایلی یې دی : وَفِی السَّماءِ رِزْقُکُمْ وَما تُوعَدُونَ (الذاریات/ ۲۲)  او ستاسې روزی او څه چې درسره وعده کیږی (ټول) په اّسمان کې دی (۲۲) اوهغه یې ستایلی چې په دې موجوداتوکې فکرکوی  فرمایی : وَیَتَفَکَّرُونَ فِی خَلْقِ السَّماواتِ وَالْأَرْضِ (آل عمران/ ۱۹۱)  هماغه کسان چې په ولاړه، ناسته او اړخونو پراته الله یادوی او د اسمانو او ځمکې په پیدایښت کې سوچونه کوی  اوله دې فکر څخه د مخ اړوونکو  ذم یې بیان کړی فرمایی : وَجَعَلْنَا السَّماءَ سَقْفاً مَحْفُوظاً وَهُمْ عَنْ آیاتِها مُعْرِضُونَ (الأنبیاء/ ۳۲)  او اّسمان مو یو خوندی چت جوړ کړ خو دوى یې له  نښانو مخ ګرځوونکی دی (۳۲)  داپه نسبت سره ټولو بحرونو او ځمکوته چې ډېر ژر تغیر او تبدل قبلوی او اسمانونه بیا ډېر کلک او ساتلی دی البته ترهغو چې اجل یې پوره کیږی، ځکه خو الله تعالی اسمانونه محفوظ بللی فرمایی  وَجَعَلْنَا السَّماءَ سَقْفاً مَحْفُوظاً (الأنبیاء/ ۳۲)، او اّسمان مو یو خوندی چت جوړ کړ- وَبَنَیْنا فَوْقَکُمْ سَبْعاً شِداداً (النبأ/ ۱۲) او ستاسې د پاسه مو اووه محکم اسمانونه درولی ؟ (۱۲) –

أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمِ السَّماءُ بَناها* رَفَعَ سَمْکَها فَسَوَّاها (النازعات/ ۲۷- ۲۸) ایا ستاسې پیدا کول سخت دی،که داسمان؟ چې هغه جوړکړى(۲۷) د هغه چت یې هسک او بیا یې سم برابر کړى (۲۸)

نو ای عاقله ! په اسمانونوکې دالله تعالی قدرتونوکې فکر وکړه! شاید چې داسمان دروازې درته خلاصې شی اوپه زړه سره پکې وګرځه، تردې چې  دزړه په سترګو سره عرش ته ودرېږې، ترټولو کم شی تاته ستا نفس اوځان دی، بیا هغه ځمکه چې ستا داوسېدوځای دی، بیا هغه هوا چې  تاته هرځای پرېمانه ده بیابوټی، حیوانات اوهرهغه څه چې دځمکې پرمخ دی، اوبیا دځمکې اواسمان ترمنځ دفضا عجایب اوغرایب، بیا اووه اسمانونه له ستوروسره، کرسۍ، عرش، اوبیا هغه ملایکې چې عرش یې پورته کړی او داسمانونو خزانه دارې دی .

اوس دې سر راپورته کړه او اسمان ته وګوره په ستورویې نظر واچوه، چې څنګه راخیږی، څنګه ګرځی،  اوڅنګه ډوبیږی، لمرته یې وګوره، سپوږمۍ، دراختوپه ځایونو، دډوبېدوپه ځایونوکې، پرلپسې حرکت یوشانوالی چې هیڅ تغیریې په تلوکې نه راځی اونه یې هیڅ تغیر په مسیر اولارکې راځی، هیڅ ټکنی توب پکې نه راځی بلکې ټول په ټاکلې اندازه کې روان دی چې نه کمیږی اونه زیاتیږی .

دستورو په شمار،ډېروالی او رنګونوکې یې فکر وکړه، ځینې نیمه سره، ځینې سپینوالی ته ورته، ځینی یې زېړوالی ته نږدې وی، دبڼې اوجوړښت له مخې یې شکلونوته پام وکړه، ځینې یې دلړم په څېر، ځینې یې د وری، زمری، غوایی ، او انسان په څېردی، لنډه داچې په ځمکه کې هیڅ داسې  شکل نشته مګرداچې په اسمان کې یې بېلګه موجوده ده،

بیا په کال کې اوپه خپل فلک کې دلمر مسیرته وګوره، او هره ورځ یې دراختو او ډوبېدو بل مسیرته پام وکړه چې پیداکوونکی ذات یې ورته برابر کړی ، که دغه راختل او ډوبېدل یې نه وای، نونه به دشپې او ورځې دابدلون رابدلون و ، نه به وختونه پېژندل کېدل، پرلپسې به یا تیاره وه اویاهم رڼاچې نه بیا دژوندکولو وخت معلومېده اونه دارام کولو،  بیادېته وګوره چې الله تعالی شپه څه ډول لباس او خوب یې ارام ګرځولی او ورځ یې دروزګار لپاره تعین کړې، بیایې دېته پام وکړه چې څه ډول یې په شپه کې ننباسی اوشپه په ورځ کې اوله دې سره یې په یوخاص ډول اوږدوی او لنډوی هم، بیایې داسمان په منځ کې دلمرمسیرته وګوره چې دسرطان کرښې ته راشی اوړی شی اوچې دجدی کرښې ته راشی ژمی شی دغه راز پسرلی، منی اونور فصلونه په دې مسیر رامنځته کیږی، په همدې ډول نور اعتدالونه . داسمانونو په عجایبواوغرایبوکې دا دلسمې لسمه برخه هم نه ده یاده شوې بلکې یواځې دفکرکولو لپاره یوه یادونه وه اوبس .

ممکن است شما دوست داشته باشید