روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تأمل

مولوی محمدابراهیم نبیل

۴۲

دریمه برخه

بېرته نطفې ته ولاړشه او فکرپکې وکړه چې لومړی یې څه حال و اوبیا څه ترې جوړ شو، اوپه دې کې یې سوچ وکړه چې که چیرې پیریان او انسانان ټول سره یوځای شی ترڅو نطفې ته داورېدلو، لیدلو، عقل، علم، روح ، قدرت، هډوکی، رګ، ریښې، پوستکی اویا وېښتانو ورکول وغواړی، نو وبه یې کړای شی ؟!!

ته وینې چې بېکاره نطفه هیڅ وه خالق  دملا اوسینې له هډوکو پیداکړه، ترې راویې وېسته جوړه یې کړه اوډېره ښه یې جوړه کړه، برابره یې کړه اوپه ډېره ښه بڼه او ښه ډول یې برابره کړه، سره ورته برخې یې په مختلفو برخو ووېشلې، په شاوخواکې یې هډوکی ورته ښه کلک کړل، اودغړو شکلو نه اوڅېرې یې ډېرې ښې جوړې کړې،ظاهر اوباطن یې ورته ښایسته کړل، رېښې، اعصاب اورګونه یې ترتیب اودخوراک لارې یې ورته جوړې کړې، ترڅو پرې پایښت ومومی، لیدونکې، اورېدونکې، پوهېدونکې او غږېدونکې یې کړه.

ملا یې ورته پیداکړه چې بدن ته یې تیر  وی، ګېډه یې دخوراکی ضروریاتولپاره اوسریې دټولو حواسو مرکزکړ، سترګه یې خلاصه کړه اوطبقې یې ورته ترتیب کړې په ښه شکل، رنګ او صورت یې جوړه کړه، بیایې په ورسره تشیالونو وساتله ترڅوپکې پټه وی او خاورې خځلې پکې ونه لویږی، بیایې په یوه کسی کې  داویړ ځمکه او اسمانونه له ټول پراخوالی سره پکې ځای کړل او وینی یې ، بیایې غوږونه شق کړل یوډول ترخې اوبه یې پکې کېښودې ترڅو یې اورېدل محفوظ وی او ضرری حشرات ور داخل نه شی، دغوږو کاسه یې ترې راتاوکړه چې غږ پکې راټول شی او د وړو حشراتو په ورتګ هم خبرشی، تاو راتاویې پیداکړترڅو دورتلونکی شی حرکت زیات شی او دی خبرکړی .

پوزه یې ورته جوړه کړه دبویېدو قوه یې پکې کېښوده ترڅو یې په بوی سره دخوراکونو او غذاګانو خوند اوحالت ورته معلوم شی، دغه راز یې دهوا داخیستلو هم وړ کړه، ورپسې  یې خوله خلاصه کړه ژبه یې پکې کېښوده چې دهغه څه نه ترجمانی وکړای شی چې په زړه کې یې دی، په غاښونویې ښایسته کړه، چې خوراکی توکی ورباندې پرې هم کړی او میده هم، نو بېخونه یې ورته کلک اوسرونه یې ورته تېره کړه، سپین رنګی یې کړه، داسې یې په کتارکې راوستل چې سرونه یې سره یوبرابرکړل لکه ملغلرې ، شونډې یې ورته جوړې کړې په ښه رنګ اوشکل یې تیارې کړې چې له خولې سره برابرې وی اودغه منفذپرې بندوی ، اودحروفو ادا ورباندې پوره وی .

حنجره اوغاړې یې ورته پیداکړې چې دغږ دوتو لپاره دی، ژبه یې داسې جوړه کړه ترڅو دټولو حروفو اوغږونو داداکولو پروخت خپل خپل مخرج وکارول شی، اوښه غږېدا پرې وکړای شی، همدغه حنجرې یې ډول ډول جوړې کړې څوک تنګې، ځینې خلاصې، لنډې اوږدې او … ترڅو یې په دغه بېلابېلوالی سره غږونه بدل رابدل شی، نو دوه غږه سره یوشی نه وی بلکې ددواړو ترمنځ داسې توپیروی چې سړی کولای شی سمدستی غږېدونکی انسان په توره شپه کې هم له بل نه وپېژنی .

ورپسې یې سر په وېښتانو او څنګلورو ښایسته کړ، مخ یې په ږیره او وریځوښکلی او وریځی یې دوېښتوپه نریوالی او کږوالی سره ښایسته کړې، او سترګې یې په بڼو ښکلې کړې.

بیایې په بدن کې دننه غړی او عضوې پیداکړې اوهریو یې خپل خپل کار ته ځانګړې کړې .

کله چې دځان پېژندنې لارې چارې درمعلومې شوې، بیانو په هغه ځمکه کې فکروکړه چې ستاداوسېدا ځای دی، دغه رازیې په سندونو، غرونو، معدنونو، بیاپورته اسمانونو ته پرواز وکړه ، نو دالله تعالی دمعرفت له دلایلو اونښو نښانو ځمکه ده چې اواره کړې یې ده، فرش اوزانګویې  خلکو ته ګرځولې، لارې یې پکې جوړې کړې، ستا خدمت ته یې تابع ګرځولې ، نو پکې وګرځه  اوداسې وچه یې جوړه کړې چې نه خوځیږی، غرونه یې لکه میخونه پکې خښ دی له دې یې منع کړې چې وښوییږی، بیا یې دومره پراخه کړې چې انسان یې له دې عاجزه دی ترڅو یې په ټولو جوانبو راوګرځی که څه هم عمرونه یې اوږده شی اوګشت وګام یې زیات شی ، الله تعالی فرمایی :

وَالسَّمَاءَ بَنَیْنَاهَا بِأَیْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿۴٧﴾ وَالْأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ الْمَاهِدُونَ ﴿۴٨﴾ او اّسمان مو په خپل قدرت سره جوړ کړى او موږ خامخا پراخوونکی یو (۴۷) او ځمکه مو فرش کړې ده نو موږ (څنګه) ښه (هواروونکی) یو (۴۸) (الذاریات/ ۴۷- ۴۸) بل ځای فرمایی :  هُوَ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِی مَنَاکِبِهَا  دى هغه ذات دى چې تاسې ته یې ځمکه ایل کړې، تاسې یې په څنډو (یا لارو) کې ګرځئ او دهغه روزی خورئ او هماغه ته مو بیا ژوندی راپورته کېدل دی (۱۵) (الملک/ ۱۵)    الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا هغه چې ځمکه یې درته فرش ګرځولى.( البقره ۲۲)

ډېرقرآنی ایتونه دی چې دځمکې په عجایبو اوقدرتونوکې انسان فکر کولوته رابولی هغه چې شا یې دژوندو لپاره اوخېټه یې دمړو لپاره ده الله تعالی فرمایی : أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ کِفَاتًا ﴿٢۵﴾ أَحْیَاءً وَأَمْوَاتًا﴿٢۶﴾ ایا موږ ځمکه راغونډوونکې نه ده ګرځولې ؟ (۲۵) د ژوندویو او مړیو د پاره (۲۶)  ( المرسلات ۲۵- ۲۶)

دالله تعالی له قدرتونو څخه دی هغه معدنونه چې ترغرونو اوځمکې لاندې دی، په ځمکه کې داسې ټوټې دی چې یوپه بل کې سره ننوتې دی، ته ګوره چې له غرونو نه قیمتی کاڼی لکه سره زر، سپین زر، فیروزه، لال اونور څه ډول راوباسی .

په حیواناتوکې یې څنګه قدرتونه اونښې نښانې دی اوویشلی یی دی ځینی الوزی، ځینی یې په پښوځی، هغه چې په پښو ځی هغه یې بیا ویشلی ځینې یې په دوو پښو ځی ځینې یې په څلورو، لسو او آن په سلوپښو ځی لکه ځینی حشرات،  په نفع، شکل، خوی او طبع یې بیاسره ویشلی دی.

له قدرتونو څخه یې په ځمکه کې هاغه ژور ژور بحرونه دی هاغه ځمکه چې هغه پخپله د ” لوی بحر” ( دبحرونو مجموعه) یوه ټوټه ده، تردې چې داځمکه له خپلو ټولو غرونو، هوارو او سیندونو سره چې پکې دی º په دې بحرکې داسې ده لکه یوه جزیره، اونوره ځمکه په اوبوکې پټه ده .

دځمکې عجایب اوغرایب خودې ولیدل اوس دبحرپه عجایبوکې فکر وکړه، ځکه دحیواناتواو قیمتی کاڼو هغه عجایب اونوادر چې دې په ځمکه کې لیدلی په بحرکې یې په څو برابره شته.

ممکن است شما دوست داشته باشید