روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بې پولې ازادی د نړۍ هیڅ هېواد کې نشته…!

عبدالحی قانت

تېر کال دا مهال؛ د بایډن د انتخاباتو له ګټلو وروسته د انتقالی مرحلې په وخت، د جمهوری خواهانو یو ګروپ د امریکا په کانګرس حجوم وروړ.

دا خلک د سیاسی حق لپاره راپورته شوی ؤ، خو مظاهرات یې دې حد ته ورسېدل چې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ ورغلل او هلته یې غوبل وکړ.

د امریکا د حکومت عکس العمل دا ؤ چې پر هغوی یې ډزې وکړې،‌ ځینې یې پکې ووژل او تقریبا ۴۵۰ کسان یې پکې بندیان کړل. دې کې اکثر بندیانو  ته د محکمې له خوا له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې سزا واورول شوه.

آیا دا آزادی ده؟!

همدا لبراله ډیموکراسی ده؟!

د بشر حقوق څه شول؟!

حکومت څه حق لری چې د خلکو مخه ونسی،‌ باید پرېښی یې وای، چې هر څه یې زړه ؤ، کړی یې وای!

نو مسئله دا ده چې د نړۍ په مخ داسې یو هیواد هم نشته، چې هلته هر څه آزاد وی. په اجتماعی لحاظ د امریکا په شان بې پولې آزاد هیواد کې هم داسې شیان شته چې دوی یې سرې کرښې بولی.‌

د هغوی لپاره چې سرې کرښې پاس کوی، نه لبرالېزم شته او نه آزادی! هلته بیا د هیواد سیاسی مصالح او ارزښتونه په نظر کې نیول کېږی.‌

همدا شان هر هیواد خپل سیاسی مصالح او ارزښتونه لری.‌ حتمی نه ده چې هغه دې د امریکا په شان وی.

د ډیموکراسۍ او جمهوریت په تعریف کې باید دا په نظر کې ونیول شی، چې تر کو م حده آزادی د یو ملت په خیر ده.

بې پولې آزاد جمهوریت چې د هېڅ اصولو تابع نه وی، د فلسفو د کتابونو برخه ده. په عمل کې داسې هېڅ شی وجود نه لری.

هغه فردی ازادۍ چې په ټوله کې د ټولنې لپاره مضرې ثابتېږی، باید هېڅکله یې اجازه ور نه کړل شی.

آزادی باید د افغانی او اسلامی اصولو او د ګران هیواد د علیا ګټو په رڼا کې تعریف شی او د هماغه قانون له مخې ورسره چلند وشی.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید