روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بې ستری او له نارینه سره د ګډ کار زیانونه

عبدالعزیز بن باز رح

ژباړه : مولوی محمد ابراهیم (نبیل)

پورته عنوان د اسلامی نړۍ د نوموتی عالم عبد الله ابن باز رح د هغه کتاب نوم دی چې د اسلام د نصوصو په رڼا کې یې د ښځې مسوولیتونه په ګوته کړی، دغه راز یې د ښځې په نوم ننی پورته کېدونکی بېلابېل شعارونه او غوغا هم په ښه توګه څېړلې په داسی حال کې چې په دې اړه یې د نن غوښتنې هم له پامه نه دی غورځولې.

د دې لپاره چې زموږ ملت په ځانګړې توګه زموږ خوېندې خپل حقوق او مسولیتونه په اسلام کې وپېژنی؛ لازمه مو وبلله چې په مسلسل ډول یې په( شریعت ) جریده کې نشر کړو، هیله ده په دقیق ډول یې ټولې برخې ولولئ.

مقدمه

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله وحده ، والصلاه والسلام على من لا نبی بعده , وعلى آله وصحبه .امابعد :

په ډېری هیوادونو کې چې دښځو پرېمانه بې ستری، مخ لوڅوی، د زینت څرګندونه چې الله تعالی حرامه کړې اوله نارېنه وو څخه د نه پردې چې کومه عامه بلوا ده، دپوهې له خاوندانو پټه نه ده .

له شک پرته چې دا ستر منکرات، ښکاره ګناوې او د ډېرو لویو کړاوونو او عذابونو د رامنځته کېدو لامل دی، ځکه بې ستری اوعریانی د ناوړو کارونو، جرمونو، بې حیایۍ او عام فساد سبب ګرځی .

مسلمانانو!

له الله تعالی ووېریږئ! دخپلو ناپوهانو لاسونه ونیسئ او ښځې مو له هغه څه دروګرځوئ چې الله تعالی پرې حرام کړی دی، ستر اوحجاب پرې لازمی کړئ، دالله تعالی له سخت عذاب او نیونې ځان وساتئ! له رسول الله  څخه روایت دی فرمایی : ” خلک چې ناروا ووینی او مخه یې ونه نیسی شاید چې الله تعالی یې په عذاب اخته کړی” [رواه أصحاب السنن وصححه ابن حبان]

الله په خپل کتاب قرآن عظیم الشان کې فرمایی ترجمه: له  بنى اسرائیلو چې څوک کافران شوی هغوى (ټول) د داود او د مریمې زوى عیسى په ژبه رټل شوی دی. دا ځکه چې  سرغړونه یې وکړه او تېرى به یې کولو, هغوى به یو بل له  هغه ناوړه کاره نه ایسارول چې کاوه به یې، یقیناً ډېر بد وو څه چې دوى کول (۷۹) [ المائده ۷۸ / ۷۹ ]

له عبدالله ابن مسعود نه روایت دی وایی: رسول الله (ص)  دغه ایتونه ولوستل بیا یې وویل : قسم مې دې په هغه ذات وی چې زما ساه یې په واک کې ده چې خامخا به تاسې په معروف امر او له بدوچاروبه منع کوئ ، دظالم لاس به نیسئ ، حق ته به یې سیخوئ  اوهرڅه به یې ترحق پورې ځانګړی کوئ! اویابه مو زړونه یوله بله سره تور کړی بیا به تاسې هم همداسې په لعنت اخته  کړی لکه هغوی [أخرجه أبو داود والترمذی وقال حسن صحیح . ونقله المنذری فی الترغیب من روایتی أبی داود والترمذی ، ثم قال : ( رویاه من طریق أبی عبیده بن عبد الله بن مسعود ، ولم یسمع من أبیه ، وقیل : ورواه ابن ماجه عن أبی عبیده مرسلا .]

له رسول الله نه دا روایت هم شوی چې فرمایی ” په تاسې کې چې چا ناروا ولیده، نو په لاس دې مخه ونیسی، که یې نه شو کولای نو په ژبه، که بیا یې هم نه شو کولای، په زړه دې بد وایسوی او همدا دایمان ترټولو ټیټه درجه ده ” [أخرجه أحمد والشیخان وأصحاب السنن الأربعه]

د ستر فرضیت او له بې سترۍ منع

الله تعالی په خپل کتاب قرآن عظیم الشان کې ښځو ته د ستر او پر کور دناستې امر کړی او داچې خپل ښایست به خلکو ته نه ښکاره کوی او له سړو سره به نرمې خبرې نه کوی ترڅو له فساده لرې وی او دفتنې سبب نه شی، الله تعالی فرمایی، ترجمه: ( اې دپیغمبر مېرمنو! تاسې د نورو ښځو په شان نه یاست، که الله نه وېره لرئ نو په خبرو کې نزاکت مه کوئ چې بیا به هغه کس په تمه کې پرېوځی چې زړه کې یې رنځ وی، سمه (ځیږه) خبره کوئ! کرارې خپلو کورو کې اوسئ! د ړومبنی جاهلیت غوندې خپل ښایست مه څرګندوئ، لمونځ ترسره کوئ، زکات ورکوئ او د الله او رسول خبره منئ!….) [الأحزاب : ۳۲ – ۳۳ ]

الله تعالی په دې ایت کې د رسول الله  مېرمنې چې په ښځو کې تر ټولو پاکې او غوره مېرمنې دی له سړو سره له نرمو خبرو منع کړې ترڅو هغه څوک چې په زړه کې یې دزنا دشهوت مرض وی ورته په تمه نه شی او ګومان وکړی چې راسره رضا یې ده، هغوی ته یې په کور دناستې ویلی او دجاهلیت دزمانې له تبرج څخه یې منع کړې دی ، تبرج خپله ښکلا او زینت ښکاره کول دی لکه سر، مخ، غاړه، سینه، لیچې ، پنډۍ او  دېته ورته نور محاسن ، ځکه ډېر لوی فساد او فتنه پکې ده، او دنارینه زړونه زناته هڅوی .

نو چې الله تعالی امهات المؤمنین له دې منکراتو منع کوی, دهغوی دهغې ډول اصلاح، ایمان او پاکۍ سره سره چې لرله یې، نورې ښځې خو دفتنو دلاملونو له وېرې لا ډېرې پرې مسؤلې دی، الله پاک دې مونږ اوتاسې ټول له فتنو وساتی، د ایت دا برخه «چې لمونځ کوئ، زکات ورکوئ او د الله تعالی او رسول اطاعت کوئ» امهات المؤمنین اونورو ښځو ته دحکم عمومیت ښیی ، ځکه دا احکام د ټولو ښځو لپاره دی، الله‌ج فرمایی:   (او کله مو چې له  هغوى (بیبیانو) څه اسباب غوښتل نو د پردې له  شایې وغواړئ. دا (طریقه) ستاسو او د هغوى د زړونو دپاره ډېره غوره ده…) [ الأحزاب : ۵۳ ] نو دا ایت کریمه له نارینه وو نه د ښځو د ستر په فرضوالی کې صریح نص دی، الله تعالی په دې ایت کې دا واضحه کړې چې ستر اوحجاب دښځو او سړو دواړو زړونوته پاکوالی اوله فحشااو اسبابو یې دلریوالی وسیله ده, الله پاک دې ته اشاره وکړه چې دمخ لوڅوالی او بې حجابی پلیتی اونجاست دی او ستر او پرده پاکوالی او سلامتیا ده .

نو ای دمسلمانانو ټولیه! دالله پاک په تربیه ځان مزین کړئ! دالله پاک حکم ونیسئ، په مېرمنو مو هغه حجاب حتمی کړئ چې دپاکی سبب او د نجات وسیله ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید