روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
افغانستان کې د جګړې سختېدو سره د رسنیزو چارو پر وړاندې یو ځل بیا د خنډونو زیاتېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دی.
د یوشمېر سیمه ییزو رسنیو له تړل کېدو نیولې ان په خبریالانو تر فشار راوړ پورې له همدې خنډونو څخه دی چې سر له اوسه احساسېږی.
د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړ چې افغانستان کې د اطلاعاتو او خبریالانو پر وړاندې روانی جګړه پیل شوې خو دا یې په ډاګه نه کړه چې د چا او کومې ډلې لخوا.
د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو مشر رضا معینی چې کابل ته راغلی وایی، دې هېواد کې باید د خبریالانو خوندیتوب لپاره ګام پورته شی:
“له نړیوالې ټولنې غواړو چې د خبریالانو امنیت باید په افغانستان کې رامنځ ته شی. دا حالات چې رامنځ ته شوی او دا پرتوکول چې موږ وړاندې کړی کېدای شی په دې تړاو یو ګام وی. یعنې که جنګ زیات شوو او بېلابېل اړخونه یې پیدا کړل له شک پرته پنا غوښتونکی او بې ځایه شوی به زیات شی او لا زیاتې رسنۍ به وتړل شی”.
هغه څه چې ښاغلی معینی د پروتوکول په توګه یاد کړ د نړۍ وروستیو لسیزو کې د هغو جګړو له تجربو څخه اخیستل شوې حل لارې دی چې چې خبریالان یې له سختو ګواښونو سره مخامخ کړی وو.
د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې مرستیال ضیاء بومیا وایی، دې پروتوکول کې هغه کړه وړه دی چې له مخې ګواښونه ډلبندی کېږی او د مخنیوی لپاره به یې هڅې کېږی:
“موږ به دا پرتوکول تصویب او عملی کړو د دې پروتوکول پر بنسټ به موږ لومړی د اندېښنو له منځه وړلو هڅه وکړو، دویم ګواښونه به ډل بندی کړو او د ګواښونو کچه او سختۍ به هر اړخیز چاڼ کړو”.
بې پولی خبریالانو شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې ۷۰ خبریالان وژل شوی چې ۱۷ یې نړیوال دی.
دوی وایی، په دې کې یې د ۱۱ خبریالانو د وژلو دوسیې نړیوالې محکمې ته استولې دی.
بله خوا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا نی وایی، د طالبانو لخوا پرله پسې ډول د ولسوالیو سقوط له کبله لږ تر لږه ۳۰سیمه ییزې رسنۍ په بیلابیلو ولایتونو کې تړل شوې دی.
دوی د وروستۍ پېښې په توګه وایی، طالبانو ارزګان کې د دهراود غږ رادیو وسایل یې هلمند ته ځان سره وړی او ودانۍ یې په چاودېدونکو توکو الوځولې.
نی وایی، طالبانو ژمنه کړې وه چې له رسنیو او خبریالانو سره به کار نه لری خو داسې ښکاری چې په خپله خبره عمل نه کوی.
نی د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې په رسمی ډول خبریالانو او رسنیو ته ډاډ ورکړی چې له خبریالانو او رسنیو سره به کار نه لری.