روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بلخ ولایت کې دولتی تولیدی شرکت: له پنبې د غوړیو تولید دوه برابره شوی دی

په بلخ کې د پنبې غوړیو د تولید شرکت وایی په تولیداتو کې یې ډېروالی راغلی دی. دغه دولتی شرکت په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلی، چې روانه میاشت یې د تولیداتو په کچه کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی چې ورسره جوخت یې عواید هم دوه برابره شوی دی.

سرچینه کاږی چې دوی په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۲۲ میلیونه عواید راټولول چې دمګړی ددغه عوایدو کچه پنځوس میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده. د شرکت مسوولین وایی چې د عوایدو د ډېرېدو لامل یې د کروندګرو له لوری د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دی او دوی هڅه کوی چې ددغه شرکت چارې لا پراخې او ښې کړی.

د هېواد په شمال کې د پنبې کرل خورا ډېره مخینه لری چې ډول ډول محصولات ترې ترلاسه کېږی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید