روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بغلان او پروان ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

شریعت: د بغلان ولایت په دهنه غوری ولسوالۍ کې د افغانی سرې میاشتې له لوری له ۱۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکی او غیر خوراکی توکو ۱۱ قلمه مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۳ کیلو بوره، ۲ کیلو نسک، ۱ کمپله، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ د پخلنځی د لوښو سیټ، ۱ د روغتیا ساتنې سیټ او ځینو کورنیو ته یوه خیمه شامل وو.

د یو بل خبر له مخی د افغانی سرې میاشتې له لوری د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ځینو سېلاب ځپلو سیمو زیانمنو کورنیو ته د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۱۵ لیتره غوړی، ۱ کارتن بسکوت، نیمه کیلو شین چای، مالګه او یو شمېر نور توکی شامل وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید