روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

 بشاشت  یا  ورینوالی

بشاشت  یا  ورینوالی

لومړی برخه:

بشاشت دانسان هغه تبسم چې د خوښۍ حالت  په لیدنه کتنه کې رامنځته کیږی یا دانسان په مخ کې هغه خوښی ده چې  په زړه کې په ښه لیدنه کتنه دلالت کوی

عبدالرحمن بن عوف رض وایی: رسول الله (ص) په داسې حال کې ولیدم چې مخ مې دواده له امله ورینی و، ما ورته وویل: دانصارو له یوې مېرمنې سره مې نکاح وکړه، ویل: څومره مهر دې ورکړ؟ ما ویل: په لږغوندې سروزرو. ( البخاری – الفتح ۹‍(۸‍‍‍‍). ومسلم (۷‍‍‍‍)).

له ابوهریره رض روایت دی وایی چې رسول الله (ص) فرمایلی: مسلمان سړی چې دذکر اولمانځه لپاره جومات خپل ځای کړی؛ الله تعالی ورته داسې ورینی شی لکه دیوکورخلکوته چې دډېرې مودې ورک سړی  راشی . ( ابن ماجه (۰‍‍‍) وقال فی الزوائد: إسناده صحیح، ورجاله ثقات. وأحمد (۲‍/۷‍‍‍) رقم (۱‍‍‍‍) وقال شاکر (۵‍‍/۴‍‍‍): إسناده صحیح).

له حضرت عائشې  رضی الله عنها  روایت دی، وایی: یو تن نبی علیه السلام ته د راتلو اجازه وغوښته، وېلې: ده ته اجازه ورکړئ، ډېر بد ورور یا زوی دی، کله چې هغه راننوت، نبی علیه السلام ورسره نرمې خبری وکړې. ما ورته ویل: یارسول الله!  تا خو مخکی داسې وویل او بیا دې نرمې خبری ورسره وکړې.  وېلې: عائشې! تا زه کله بدویونکی لېدلی یم؟ د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد شریر انسان  هغه دی چې خلک یې له دې امله پرېږدی چې له بدو خبرو یې ځان وساتی. ( البخاری – الفتح ۰‍‍(۲‍‍‍‍). ومسلم (۱‍‍‍‍)).

جابر رض وایی چې پیغمبر (ص) فرمایلی دی :هره نېکی صدقه ده داهم نېکی ده چې  مسلمان ورورسره دې په ورین تندی مخ شې، دغه راز خپله بوکه یا ډولچه دبل مسلمان ورور په بوکه کې اړول ( مرسته ورسره کول او پرځان غوره کول) هم صدقه ده. ( الترمذی (۰‍‍‍‍). وقال:حسن. وأصله عند البخاری ـ الفتح ۰‍‍(۱‍‍‍‍). ومسلم (۵‍‍‍‍)).

جابر بن سلیم رضی الله عنه وایی: زه مدینې ته راغلم، چې ګورم یو سړی خبری کوی او خلک یې په ډېره مېنه اوری ، ما ویل: دا څوک دی؟ خلکو ویل: دا رسول الله صلی الله علیه وسلم دی. نو ما دوه ځله وویل: علیک السلام یا رسول الله! ، هغه راته وویل: علیک السلام مه وایه، دا د مړو سلام دی، “السلام علیک” ووایه، ما ورته وویل: رسول الله ته یې؟ هغه ویل: “زه د الله هغه رسول یم چې که تا ته څه زیان ورسیږی؛ نو زه به دعا وکړم غم به دې لری شی ، او که پر تا وچکالی راشی، زه به دعا وکړم ؛نو ځمکه به دې زرغونه شی، او که ته په یوه وچه ځمکه یا بېدیا کې یې او سپرلۍ دې ورکه شی، زه به دعا وکړم؛ نو بېرته به دې سپرلۍ در کړل شی ، ما ورته ویل: ماته څه لارښوونه وکړه ، هغه ویل: “چا ته  ښکنځلی مه کوه”. دی وایی: رسول الله چې راته دا خبره کړې، له هغه وروسته مې ، نه کوم ازاد ، نه غلام  ، نه مېږو او نه هم اوښا نو ته ښکنځل کړې دی. بیا یې راته ویل: “هیڅ نېکی سپکه مه ګڼه، او خپل ورور سره په ورین تندی خبرې کوه، ځکه دا نېکی ده، او پرتوګ دې د پونډۍ تر نېمایی پورته کوه، او که دا درته ګران وی بیا یې تر ښنګرو پورته کوه، او څادر دې پر اوږو مه را ځړوه، ځکه دا د لویی نښه ده او الله تعالی لویی نه خوښوی، که څوک په هغه څه درته ښکنځل کوی چې په تاکې ورته معلوم دی او یا دې عیب ولټوی ؛ نو ته یې په هغه څه مه ښکنځه چې تاته معلوم دی، ځکه چې د دې ګناه به د ده په غاړه وی. ( أبو داود(۴‍‍‍‍) وذکره الألبانی فی صحیح أبی داود (۲‍/۹‍‍‍) وقال: صحیح).

انس بن مالک رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جمعې خطبه وېله چې یو سړی پاڅید وېلې: یا رسول الله ! دعاء وکړه چې الله جل جلاله  باران راباندې وکړی، اسمان ته یې وکتل هیڅ ورېځ په نظر نه راتله نو دعایې وغوښتنه(په همغه شېبه) یوپه بل کې  ورېځې سره را پیدا شوې دومره و ورېده چې دمدینې لښتی له اوبو ډک وبهېدل، او تر راتلونکې جمعې پورې وورېد، (راتلونکې جمعه ) بیا هغه یا بل سړی پاڅېد وېلې : دعاء وکړه چې بارانونه ودریږی، خلک غرق شوو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل او ویې وېل: اې الله! نور یې په موږ نه بلکې په شاوخوا (غرونو ووروې) ورېځې د مدینې له پاسه سره پرې شوې او په مدینه باران ودرېد.   ( البخاری – الفتح ۰‍‍(۳‍‍‍‍) . ومسلم (۷‍‍‍)).

له عبدالله بن عمرو رض نه روایت دی وایی کله چې رسول الله (ص) په طائف کې و نو ویې ویل سبابه بېرته  مدینې ته ځوان شاءالله، ځینې صحابه وو وویل: مخکې له دې چې فتح یې کړو(خامخابه یې فتح کوو)، رسول الله (ص) وویل : سباته نو ځانونه جنګ ته تیارکړئ، سبایې ډېرسخت جنګ وکړ، تکلیفونه او زخمونه پکې مسلمانانوته ډېرشوو، بیارسول الله (ص) وویل: سبابه بېرته مدینې ته ځوان شاالله،دوی ټول غلی شول ، رسول الله (ص) وخندل. (البخاری – الفتح ۰‍‍(۶‍‍‍‍)).

ممکن است شما دوست داشته باشید