روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بشاشت یا ورینوالی

مولوی محمدابراهیم نبیل

۳۴

دویمه برخه:

له بریده الاسلمی رضی الله عنه نه روایت دی وایی: نبی علیه السلام به په هیڅ شی بدپالی نه نېوله چې کله به یې یو عامل ولیږه؛ نو د نوم پوښتنه به یې کوله ، چې نوم به یې خوښ شو؛ نو خوشحاله به شو او په مخ کې به یې تازګی ښکاره شوه، او که خوښ به یې نه شو؛ نو په مخ کې به یې خفګان ښکاره شو، چې کلی ته به ننوت د نوم به یې وپوښتل ، چې نوم به یې خوښ شو نو خوشحاله به شو او په مخ کې به یې تازګی ښکاره شوه، او که خوښ به یې نه شو نو په مخ کې به یې خفګان ښکاره شو. ( أبو داود (۰‍‍‍‍) وقال الألبانی (۲‍/۲‍‍‍): صحیح وهو فی الصحیحه (۲‍/۱‍‍‍) برقم (۲‍‍‍)، وعزاه لابن حبان وتمام وغیرهما. وأحمد (۵‍/۷‍‍‍‍‍‍)).

له حضرت ابوهریره رضی اﷲ عنه  روایت دی ،وایې: رسول الله (ص) ته یو تن راغی ویلې: یا رسول اﷲ ! تباه شوم. هغه ورته ویل: څه درباندې شوی؟  وېلې په روژه کې مې ښځې سره کور والی وکړ. رسول اﷲ صلی اﷲ علیه وسلم وویل : مریی ازاد کړه؟ وېلې:  نه یې لرم، وېلې: دوه میاشتې  پرله پسې روژه  ونېسه؟ وېلې: نه یې شم کولای، وېلې: ښه نو شپیته مسکینانو ته خواړه ورکړه وېلې: نه یې لرم ، په دې وخت کې ورته یوه پچۍ کجورې راوړل شوې، وېلې: ها پوښتونکی څه شو؟ چې دا واخلی او خیرات یې کړی، هغه وویل: یارسول الله! ترمابه  نېستمن سړی وی؟قسم په خدای!  د دې دوو شګلنو میدانونو تر منځ سېمه کې (مدینه منوره یې مطلب ده ) به تر ما نېستمن بل نه وی، رسول الله صلی الله علیه وسلم، وخندل تردې چې مبارک غاښونه یې ښکاره شول، وېلې: چې داسې وی نو په خپله کورنۍ یې وخوره. (النسائی(۳‍/۴‍‍). وقال الألبانی(۱‍/۲‍‍‍):حسن. والدارمی (۲‍/۸‍‍‍) رقم (۳‍‍‍‍)واللفظ له. وأحمد(۳‍/۲‍‍‍)).

له عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی وایی: یو ورځ ما له مقداد ابن اسود نه یو کار ولید چې که هغه زما وای نو له بل هیڅ کار سره به مې نه و برابر کړی ، هغه دا چې دی نبی علیه السلام ته راغی  او هغه مشرکانو ته ښېرا کولې نو ورته ویې ویل  :یا رسول الله صلی الله علیه وسلم !موږ تا ته داسې نه وایو لکه موسی علیه السلام ته چې خپل قوم وویل  :”ورځه ! ته او رب دې ولاړ شئ وجنګیږئ”  بلکې موږ به دې ښۍ خوا،کیڼې خوا، مخې او شاته ولاړ جنګیږو وایی: رسول الله (ص)  مې ولید چې له ډیرې خوښۍ یې مخ  ځلا کوله . ( البخاری – الفتح ۷‍(۲‍‍‍‍).).

سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه ، وایی: یو ځل حضرت عمر رضی الله عنه نبی علیه السلام ته د ورتلو اجازه وغوښته، هغه سره ځینی قریشی مېرمنی ناستې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ډېرې په لوړ غږ خبری کولې، حضرت عمر چې اجازه وغوښته هغوی سمدلاسه ولاړې شوې او خپلو حجابونو ته یې ور ټوپ کړ، پیغمبر  اجازه ورکړه، چې ور ننوت رسول الله صلی الله علیه وسلم خندل، عمر ویل: یارسول الله! الله دې ستا غاښونه وخندوی. نبی علیه السلام وویل: زه دې مېرمنو ته حیران شوم، دوی ماسره ناستې وی خو چې ستا غږ یې واورېد سمدستی یې خپلو حجابونو ته ور ټوپ کړ، عمر ویل: یارسول الله! ته ډېر حقدار یې چې تا نه ووېریږی بیا عمر وویل: اې د ځان دښمنو! تاسو زما نه وېرېږئ او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نه وېریږئ. هغوی ویل: هو، ته له رسول الله نه ډېر سخت یې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: همداسې ده، ابن الخطابه! په هغه ذات قسم چې زما روح یې په ولکه کې دی، تاسره چې کله هم شیطان مخ کیږی نو ستا له لاری بله لار غوره کوی. ( البخاری – الفتح ۰‍‍(۵‍‍‍‍).).

له انس رض نه روایت دی وایی: درسول الله (ص) دهغه مرض په وخت کې چې ترې وفات شو ابوبکر رض دوی ته لمونځ ورکاوه تردې چې دویمه ورځ شوه، دوی په صفونوکې ولاړوو چې رسول الله (ص) دحجرې پرده پورته کړه مونږ ته یې وکتل مخ یې لکه دکتاب پاڼه داسې پړقېده بیایې وخندل، دده په راوتو سره له ډېرې خوشحالۍ نه غلی شوواو ابوبکر په لمانځه کې راشاته شوفکر یې وکړچې رسول الله (ص) لمانځه ته راووت ، رسول الله (ص) په لاس اشاره وکړه چې لمونځ مو پوره کړئ، بېرته ننوت اوپرده یې کش کړه، دی وایی چې په همدې ورځ باندې بیا وفات هم شو.( البخاری – الفتح ۲‍(۹‍‍‍). ومسلم (۹‍‍‍) واللفظ له).

له عائشې رض روایت دی وایی چې  رفاعه خپله مېرمن طلاقه کړه اوپه باین طلاق یې طلاقه کړه چې بیا عبدالرحمن بن زبیر په نکاح کړه، نو رسول الله (ص) ته راغله  او ورته ویې ویل : یارسول الله  زه درفاعه په نکاح کې وم هغه په دریو طلاقو طلاقه کړم، بیاعبدالرحمن بن زبیرپه نکاح کړم، اوپه والله چې هغه داسې دی لکه دا ټوټه ، دخپل ټیکری څوکه یې ونیوله، له پیغمبر(ص) سره ابوبکرهم ناست و او سعیدبن العاص هم په دروازه کې و، خالدغږ کړ ابوبکره ته هم څه نه ورته وایی اودرسول الله (ص) په مخکې داسې خبرې کوی ؟ درسول الله (ص) په مخ خنداخوره وه، بیایې وویل : ته لکه چې داغواړې چې بېرته رفاعه ته رجوع وکړې ؟ نه! داسې نه شی کېدای ، ترهغوچې دې دده خواږه نه وی څکلی اوهغه ستاخواږه نه وی څکلی. (البخاری – الفتح ۰‍‍(۴‍‍‍‍)).

ممکن است شما دوست داشته باشید