روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بشارت یا زېری

۲۶

مولوی محمدابراهیم نبیل

ابوهریره رض وایی یوځل رسول الله  ته جبریل ع راغی، ورته ویې ویل: یارسول الله! داده خدیجه درته راروانه ده اوپه یو لوښی کې خواړه هم ورسره دی؛ نو چې کله درته راغله ورته ووایه چې ستا رب سلام درته ویل او زما سلام هم ور ورسوه، او بیا په جنت کې د داسې کور زېری ورکړه چې له ملغلرو به جوړ وی نه به پکې شوروی اونه خفګان. ( البخاری ـ الفتح۹‍(۰‍‍‍‍). ومسلم(۲‍‍‍‍) واللفظ له).

له عمرو بن عوف رضی الله عنه څخه روایت دی وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابوعبیده بن جراح بحرین ته ولیږه چې دهغه ځای جزیه راوړی ،رسول الله صلی الله علیه وسلم  دبحرین خلکوسره سوله کړې وه اوعلاء بن حضرمی یې پرهغوی امیر ټاکلی و بیا ابوعبیده له بحرینه څه مال راوړ- نوچې انصاردابوعبیده له راتګه خبرشول ،دسهار لمونځ یې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راورساوه، چې دسهارلمونځ  یې وکړاوخلکوته یې مخ ورواړولو، هغوی ورته راوړاندې شول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چې ولیدل نومسکی شوویلې ګومان کوم اورېدلې مودی چې ابوعبیده څه شی راوړی دی ؟دوی وویل : هویارسول الله ، ویلې : نوزیری مې درباندی هیله من اوسئ هغه څه ته چې خوشحالوی مو، په والله که به ستاسې له بې وزلۍ ډارېږم ،مګرستاسی په هکله له دې ډاریږم چې دنیابه درباندې راوغوړیږی لکه پرړومبنیوخلکوچې غوړیدلې وه اوداسې سیالۍ پکې وکړئ لکه هغوی چې پکې وکړې اوبیاموداسې تباه کړی لکه چې هغوی یې تباه کړل .   ( البخاری ـ الفتح ۱‍‍(۵‍‍‍‍) وهذا لفظه. ومسلم (۱‍‍‍‍)).

ابوموسی اشعری رضی الله عنه وایی: یوه ورځ مې کور کې اودس وکړ، بیا را ووتم او ځان سره مې ویل: زه به هرومرو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورځم او نن ورځ به هغه سره تېروم. وایی: جومات ته راغلم، د نبی علیه السلام پوښتنه مې وکړه، خلکو ویل: هغه په دې لاره ووت. دی وایی: زه هم ورپسې ووتم او د هغه پوښتنه مې کوله تر دې چې د “اریس” کوهی (باغچې)ته ورسېد، نو زه په دروازه کې کېناستم.  در وازه یې د کجورو له پاڼو جوړه وه، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل حاجت پوره کړ او اودس یې وکړ، نو زه ور ولاړ شوم، ګورم چې د “اریس” کوهی پر غاړه ناست دی، د کوهی د سر لرګی یې لری کړل او دواړه پښې یې کوهی ته ور ټیټی کړې. دی وایی: ما سلام ور باندې واچاوه، بیرته راغلم او دروازې سره کېناستم. ځان سره مې ویل چې نن به هرومرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دروازې چوکېداری کوم، ګورم چې ابوبکر راغی دروازه یې وټکوله، ماویل څوک یې؟ وېلې: ابوبکر. ما ویل: ودرېږه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم ماویل: یارسول الله! دا ابوبکر دی اجازه غواړی. وېلې: “اجازه ور کړه او د جنت زېری هم ورکړه”. دی وایی: ابوبکر ته مې وویل: راځه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت زیری درکوی . دی وایی: ابوبکر  راننوت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښی اړخ ته د کوهی پر غاړه کېناست. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر ده هم دواړه پښې کوهی ته ور ټیټی کړې. زه بېرته ولاړم او کېناستم ما خپل ورور پرېښی و چې اودس وکړی او ماپسې راشی. ماویل: که خدای پلانی (ورور) ته خیر په برخه کړی ؤ نو رابه شی. ګورم چې یو تن دروازه ښوروی، ماویل: څوک یې؟ وېلې: عمر بن الخطاب. ما ویل: صبر وکړه. بیا راغلم رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې مې سلام وکړ، ماویل: دا عمر دی اجازه غواړی، وېلې: “اجازه ور کړه او د جنت زیری هم ورکړه”.  عمر ته راغلم، ماویل: اجازه یې وکړه او د جنت زیری در کوی. دی هم را ننوت ، رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د کوهی پر غاړه کېناست او پښې یې کوهی ته ورټیټې کړې. زه بیرته خپل ځای ته ولاړم کېناستم، ماویل: که خدای پاک پلانی (ورور) ته خیر غوښتی و؛ نو رابه شی. په دې کې یو بل تن راغی، دروازه یې وښوروله، ماویل: څوک یې؟ وېلې: عثمان بن عفان یم، ما ویل: صبر وکړه. دی وایی: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم هغه مې خبر کړ، وېلې: در وازه ورته خلاصه او د جنت زیری هم ورکړه خو ده ته به یو مصیبت رسېږی. دی وایی: زه ورغلم ورته مې ویل: راځه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت زیری هم درکوی خو یو مصیبت به در رسیږی. وایی: را ننوت او د کوهی غاړه ټوله نېول شوې وه، نو دی هغوی ته مخامخ پر بله غاړه کېناست.   ( البخاری ـ الفتح ۷‍(۴‍‍‍‍)واللفظ له. ومسلم(۳‍‍‍‍)).

ابوموسی اشعری رض وایی چې رسول الله  دی او معاذ یمن ته ولیږل، ویې ویل: اسانی کوئ سختی مه کوئ، زېری ورکوئ زړه توری کوئ یې مه، یودبل منئ اختلاف مه کوئ. ( البخاری ـ الفتح ۶‍(۸‍‍‍‍). ومسلم(۳‍‍‍‍)واللفظ له).

ابن شماسه مهری رحمه الله- وایی: حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه  په مرګونې ناروغۍ کې و، موږ چې ورغلو هغه دېوال ته مخ اړولى ؤ او ژړل یې، زوى یې ورته وویل: پلاره! ولی ژاړې؟ آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم  تاته هغه پلانى او فلانى زیرى نه ؤ درکړى؟  نوموړی تر ډېره مخ دېوال ته اړولى و ژړل یې او لږ وروسته یې موږ ته مخ را واړاو ویې ویل: تاسو چې زما کوم  فضیلتو نه  شمیرئ  له دې  ټولو خبرو نه د شهادت کلمه غوره ده، بیایې وویل: زما ژوند له درې پړاونو څخه راتیرشوى دى، لومړنى پړاو هغه ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  مې تر هرچا  بد ایسېده، که هغه وخت زه مړ شوى واى؛ نو هرو مرو به مې ځاى جهنم و، بیا الله تعالى زما په زړه کې د اسلام حقانیت واچولو او د بیعت لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم ورته ومې ویل: اې د الله رسوله! لاس راکړه چې بیعت درسره وکړم ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې خپل مبارک لاس را وړاندی کړ ما خپل لاس بېرته را شاته کړ؛  پوښتنه یې رانه وکړه چې: ولې دې لاس شاته کړ؟ ما ورته وویل: زه یو شرط لرم، وېلې: څه شرط؟ ماوویل: زه په دې شرط بیعت کوم چې ماته به بښنه کیږی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا ته خبر نه یې چې اسلام مخکنی ګناهونه له منځه وړی؟ هجرت او حج  هم پخوانۍ ګناوې له منځه وړی، نوموړی بیا وویل: له هغه وروسته پیغمبر صلی الله علیه وسلم ماته دومره ګران و، چې بیا مې له ډېرې حیا او رعبه  پورته نشو ورته کتلاى او که چا به راته وویل چى د نبی علیه السلام  څیره راته تشریح کړه؛ نو ما نشوه تشریح کولاى ځکه ما ډېر ورته نه شو کتلای.که په دغه وخت کې زه مړ شوى واى؛ نو پوره باور مې و چې سیده به جنت ته تلم، بیا وروسته مونږ دډیر څه خاوندان شوو نه پوهېږم چې په اړه به یې له مونږ سره څه کیږی ؛ ؟؟ بیایې وویل: اوس چې زه مړ شم او جنازه مې قبر ته وړئ؛ نو زما جنازې سره دې نه ویرکوونکی ښځی ځی او نه دې راسره اور وړل کیږی، اوچې خښ مې کړئ نو خاوره را باندې وشیندئ، او زما د قبر سره دومره وخت ځنډ وکړئ چې یو اوښ پکې حلالېدلاى او تقسمیدلاى شی، ځکه چې ستاسو په  نږدېوالی به ماته پوره ډاډ ترلاسه شی تر دې چې زه وپوهیږم چې د خپل رب داستازو  پوښتنو ته څه ځواب ورکوم ؟     ( مسلم (۱‍‍‍)).

له  عبدالله ابن عمرو بن العاص رضی الله عنهما نه روایت دی وایی : چې دا ایت ﴿ یَا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاکَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِیرًا ﴾. په تورات کې راغلی چې اې پیغمبره! ما ته دشاهد، زیری ورکوونکی او خبر داری ورکوونکی په توګه لیږلی یی، او د امیانو عربو ساتونکی یې، ته زما بنده اورسول یې، ته مې متوکل نومولی یې، نه بد خویه او نه سخت زړی، نه په بازار کې شور  جوړوونکی او نه داسې چې د بدی په مقابل کې بدی کوې، بلکې عفوه او بښنه کوې، الله تعالی به یې هغه پورې نه وفات کوی څو چې یې په ده سره کاږه مذهبه سم سیده کړی نه وی یعنې کله چې هغوی لا اله الا الله ووایی :ړندې سترګې ،کاڼه غوږونه ،او پوښلی زړونه پرې خلاص شی.    ( البخاری ـ الفتح ۸‍(۴۸۳۸‍).).

سهل بن حنظلیه رضی الله عنه وایی: د حنین په ورځ موږ له رسول الله سره روان وو ډېرمزل مو وکړ اخر غرمه شوه، د (ماسپښین) لمانځه وخت و چې یو سپور راغى او عرض یې وکړ: یارسول الله! زه له تاسو وړاندې هاغه پلانی غره ته وختم؛ نو ومې لیدل چې د هوازن خلکو خپل اوښان، څاروی، وزې او مېرمنې را وستی او ټول په حنین کې سره راغونډ شوی دی، رسول الله موسکى شو او ویې ویل: که خدای کول سبابه دا هرڅه د مسلمانانو وی، بیایې وویل: نن شپه به څوک زموږ پیره وکړی؟ انس بن ابی مرثدغنوی رضی الله عنه پاڅېدوېلې: یارسول الله! زه! پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ښه! نو سپور شه، هغه په اس سپور شو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دهاغه مخامخ کنډو لوړې څوکې ته وخېژه اوبیدار اوسه چې دښمن دې خطا نه کړی، راوی وایی: چې سهار شو رسول الله د لمانځه ځاى ته راغی دوه رکعته لمونځ یې وکړ بیا یې وویل: د خپل ملګری درک لرئ؟  اصحابو رضوان الله علیهم وویل: یارسول الله! موږ ته یې هیڅ درک نشته، بیا اقامت وویل شو او په لمانځه کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پام د کنډو لور ته واوښت؛ نوله سلام وروسته یې وویل: زېرى دې وی! اتل مو راغى، راوی وایی: موږ چې وکتل د ونو په منځ کې په اس سپور راروان و چې راورسېد سلام یې وکړ او ویې وېل: یارسول الله! زه چې بیګا له دې ځایه روان شوم؛ نو -ستاسو له لارښوونې سره سم- د هغه کنډو تر ټولو لوړ ځاى ته وختلم او سهارچې بېرته راتلم دکنډو شاته مې ښه په ځیرځیر وکتل اوچې څوک مې ترنظرنه شول؛ نو راغلم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د شپې له سپرلۍ ښکته شوى وې که یه؟ هغه وویل: یه! یوازې د لمانځه او اوداسه لپاره کوز شوى یم، رسول الله ورته وویل: جنت درته واجب شو نورچې هیڅ نېک (نفلی) عمل ونه کړې هم تاوانی به نه یې.    ( أبوداود(۱‍‍‍‍)، وصححه الألبانی (۳‍‍‍‍)).

ابوهریره رض له پیغمبر ص نه روایت کوی چې ویلی یې دی:  قیامت چې رانږدې شی دمسلمان خوب به دروغ نه وی، ستاسې دخوب رښتیا ویونکی په خبروکې هم رښتونی دی ، اودمسلمان خوب دپیغمبری علم پنځه څلوېښتمه برخه ده، خوب په درې ډوله دی: ښه خوب دالله تعالی له لورې زېری وی، دغم خوب له شیطانه وی، اودریم  دخپلو کړو وړو غبرګون په خوب کې، نوکه چابدخوب ولید پورته دې شی لمونځ دې وکړی اوخلکوته دې نه وایی. ( البخاری-الفتح۲‍‍(۷‍‍‍‍).و مسلم(۳‍‍‍‍)واللفظ له)

له ابوهریره رضی الله عنه  روایت دی، وایی: نبی علیه السلام وویل: یقیناً دین اسانی ده او چې په دین کې چا هم سختی کړې (آخر) پاتی راغلی (یعنی تر سره کولی یې نه شی) نو نیغ او منځ لاری اوسئ، سره له دې خو شحاله اوسئ (چې غوره دین مو منلی) او د سهار، ماښام او څه د شپې په عبادت سره مرسته غواړئ .   ( البخاری ـ الفتح ۱‍(۹‍‍)).

بریده اسلمی رض له پیغمبر ص نه روایت کوی چې ویلی یې دی: په تیاره کې جومات ته تلونکوته دقیامت په ورځ  دکاملې رڼازېری ورکړه.  ( أبوداود(۱‍‍‍) وصححه الألبانی(۵‍‍‍). والترمذی (۱‍/۳‍‍‍). والبغوی فی شرح السنه (۲‍/۸‍‍‍) وقال محققه: حدیث صحیح له شواهد کثیره بمعناه وصححه الألبانی، صحیح الترمذی (۵‍‍‍)).

ابی بن کعب رض له رسول الله ص نه روایت کوی چې ویلی یې دی :دې امت ته دلوړتیا، عروج، مرستې، او په ځمکه دواکمنۍ زېری ورکړه، نوله دوی نه چې چا دآخرت په ځای ددنیا لپاره عمل وکړ په آخرت کې به یې هیڅ برخه نه وی .     ( المسند(۵‍/۴‍‍‍). والحاکم (۴‍/۱‍‍‍) وصححه ووافقه الذهبی . وقال محقق جامع الأصول (۹‍/۳‍‍‍): حدیث صحیح. وشرح السنه (۴‍‍/۵‍‍‍)).

له ابن عباس رضی الله عنهما روایت دی وایی : یوه ورځ جبرائیل له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و چې له پورته خوا یې ددروازې زنګ واورېد، سر یې پورته کړ وېلې: دا د اسمان در وازه وه چې تر دې مخکې داسې نده خلاصه شوې ، یو ملائک را ښکته شوو وېلې: دا دی یو ملایک زمکې ته را کښته شوه چې تر دې مخکې نه وه را کښته شوې. سلام یې وکړ بیا یې وویل: تا ته د دوو داسې رڼاګانو زیری در کوم چې تر تا مخکې یوه نبی ته هم نه ده ور کړل شوی : سوره فاتحه او د سوره بقرې وروستی آیاتونه، دا دواړه داسې دی چې ویونکی ته به یې په هر حرف ثواب ورکول کیږی.    ( مسلم (۸۰۶))

ممکن است شما دوست داشته باشید