روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بشارت یا زېری

مولوی محمدابراهیم نبیل

۳۱

شپږمه برخه:

له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی وایی چې نبی علیه السلام وویل: “ټول ولسونه زما په مخکې را څرګند شول، یو نبی به داسې و چې یوه ډلګی به ورسره روانه وه، یونبی به داسې و چې لس به ورسره روان وو بل داسې  چې پنځه به ورسره روان وو، بل به داسې وچې هغه سره به یو دوه سړی وو ،یو نبی به داسې و چې هیڅوک به ورسره نه و تردې چې یو لو ی ولس راښکاره شوماوویل :جبریله دازماامت دی ؟ ویل: نه! پورته وګوره ، چې ومې کتل یوعالم خلک وو، ویل دا ستاامت دی، اوداپه مخکې یې چې اویازره خلک دی  له دوی سره حساب کتاب اوعذاب نشته، ما ویل: ولې؟  هغه وویل: دوی نه له چا سوال کوی، نه غلاکوی اونه دڅه شی پال نیسی یواځې په الله تعالی یې توکل وی، په دې وخت کې عکاشه پورته شو ویې ویل: یارسول الله له خدایه وغواړه چې ما له دوی حساب کړی، هغه وفرمایل: خدایه له دوی یې حساب کړې، ورپسې بل سړی پورته شوهغه هم همداسې وویل، پیغمبر ص وویل: عکاشه درڅخه یوړه. ( البخاری – الفتح ۱‍‍(۱‍‍‍‍). ومسلم (۶‍‍‍)).

(۲) له خرشه بن الحرنه روایت دی وایی زه دمدینې دجومات په حلقه کې ناست وم په دوی کې یودښایسته څېرې خاوند و،هغه عبدالله بن سلام و، دوی ته یې ډېرې ښې ښې خبرې کولې، کله چې له مجلسه پورته شو،خلکو وویل : که څوک جنتی سړی لیدل غواړی ده ته دې وګوری، دی وایی چې ما له ځان سره وویل : خامخا به ورپسې کیږم او کوربه یې معلوموم، وای زه ورپسې شوم نږدې و چې له مدینې ووځی، چې خپل کورته ننوت ، وای ماهم دننوتو اجازه واخیستله ، اجازه یې راکړه اوراته یې وویل : وراره څه مشکل دې دی ؟ وای ما ورته وویل : ته چې له مجلسه پورته شوې خلکو درپسې وویل : که څوک جنتی سړی لیدل غواړی نو ده ته دې وګوری، نو ومې غوښتل چې درسره شم، هغه وویل : الله تعالی ته جنتیان ښه معلوم دی، اودا قصه به هم درته وکړم چې دوی ولې داسې ویل : یوه ورځ زه ویده وم خوب وینم چې یوسړی راغی ماته یې وویل :پورته شه، له لاسه یې ونیولم زه هم ورسره روان شوم، ګورم چې کیڼ لورته مې ډېرې لارې دی، ومې غوښتل چې یوه پکې خپله کړم، هغه راته وویل : په دې کې یې مه خوښوه دا دشمال ( کیڼ اړخو) لارې دی، بیاګورم چې ښی لورته مې ډېرې لارې دی هغه راته وویل : په دې کې یوه خپله کړه، بیایې یوه غره ته بوتلم اوراته ویې ویل : چې دې غره ته وخېږه، زه به چې ختلم بېرته به راولوېدم، داکوشش مې څو ځله وکړ، وای بیایې روان کړم چې یوې  ستنې یاداسې  ډانګې ته یې مخامخ کړم چې سریې په اسمان او بېخ یې په ځمکه و، په سرکې یې یوه کړۍ وه، ماته یې وویل : ددې سرته وخېږه! ما ورته وویل : څنګه یې سرته وخېږم اوهغه په اسمان کې دی؟

دی وایی چې له دې سره سم یې پورته کړم ګورم چې په کړۍ پورې زانګم، بیایې لکړه وخوځوله اوولوېده، اوزه همداسې په کړۍ پورې ځړېدم چې سهار شو، نو پیغمبر ته راغلم هغه ته مې داقصه وکړه ویې فرمایل : دکیڼ لورې لار  ددوزخیانو وه، اوښی لورته دې چې کومه لارلیدلې هغه دجنتیانوده، غردشهیدانو مرتبه ده چې ته به ور ونه رسیږې، اوستن  داسلام پایه ده اوحلقه هم داسلام حلقه ده چې ترمرګه به دې نیولې وی .    ( البخاری-الفتح۲‍‍(۰‍‍‍‍). ومسلم (۴‍‍‍‍)واللفظ له).

عبدالله بن مسعود رض وایی کله چې دا ایت نازل شو { لَیْسَ عَلَى الَّذِینَ آمَنُوا وَعَملُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِیمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ }(المائده/۳‍‍)  (ژباړه : په هغو کسانو چې ایمان یې راوړى اوسم کارونه یې کړی څه ګناه نشته، په هغو شیانوکې چې (مخکى یې) خوړلی خوچې بیا ځان وساتی، ایمان راوړی او سم کارونه وکړی بیاهم ځان وساتی، ایمان ټینګ کړی او بیا ځان ساتنه او ښېګړه کوی او الله نیکی کوونکی خوښوی)   نو ماته رسول اللهوفرمایل : ته له دوی څخه یې.     (الترمذی(۳‍‍‍‍( وقال: هذا حدیث حسن صحیح).

له انس ابن مالک رضی الله عنه نه روایت دی وایی: نبی علیه السلام په داسې وخت کې پر عرفات ودرېد چې نږدې و لمر ولوېږی، او بلال ته یې امر وکړ: بلاله! خلک چوپ کړه! بلال ودرېد ویل یې: نبی علیه السلام ته غوږ ونیسئ خلک چوپ شول. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: اې د خلکو ټولیه! لږ مخکې جبرائیل ماته راغی زما د رب له لوری یې د عرفات او مشعرحرام خلکو ته سلام را ورساوه، او د دوی د ګناهونو بښلو ضامن شو، دې وخت کې حضرت عمر رضی الله عنه پاڅېد او ویې وېلې: یارسول الله! دا یوازې زموږ لپاره ده؟ ویل یې دا ستاسو او هغو خلکو لپاره دی چې تر تاسې وروسته دی تر قیامته پورې، عمر رضی الله عنه وویل : د الله خیر ډېر شو او خوشحاله شو.    ( قال الحافظ الدمیاطی: رواه ابن المبارک بإسناد جید ورواته ثقات أثبات. انظر المتجر الرابح ص ۱‍‍‍.).

انس رض  له رسول الله نه روایت  کوی چې ویلی یې دی : د قیامت په ورځ به دخلکولومړنی راپورته کېدونکی زه یم ، چې جرګه کیږی ویاندبه یې زه یم ، چې ناامیده کیږی  زېری ورکوونکی به یې زه یم د حمد بیرغ به په دغه ورځ ماته راکول کیږی، دآدم په اولاده کې په الله تعالی باندې ترټولو ګران زه یم فخرنه کوم .      ( الترمذی(۳۶۱۰‍) وقال:حدیث حسن غریب.وقال محقق جامع الأصول(۸‍/۵۲۸‍):تحدیث حسن وله شواهد یتقوى بها).

ممکن است شما دوست داشته باشید