روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بدخشان: د پېژندپاڼو د وېش له لارې ۵ میلیونه افغانۍ راټولې شوې

شریعت: د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د دوو الکترونیکی تذکرو وېش څانګو په لرلو توانیدلی چې له ۱۰ زرو زیاتو غوښتونکو اسناد طی مراحل کړی او غوښتونکو ته الکترونیکی تذکرې ووېشی.

د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست چارواکی وایی، چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې یې د الکترونیکی تذکرو له وېش شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی.

د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حافظ حبیب الرحمن عثمانی وایی، د الکترونیکی تذکرو یادې وېش څانګې د ۶۲ کارکوونکو په لرلو چې ۷ یې ښځینه دی، په ورځنی ډول د ۴۰۰ الکترونیکی تذکرو د وېش وړتیا لری.

عثمانی زیاتوی، د نویو الکترونیکی تذکرو له وېش سربېره  په یادو وېش څانګو کې له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دی او خدمات وړاندې کوی.

دا په داسې حال کې ده چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ۳۴ مې مادې له مخې، هر هغه څوک چې د ثبت شویو معلوماتو په بدلون سره د تابعیت تذکرې د مکرر اخیستو  لپاره اقدام وکړی، تر قانونی څارنې لاندې راځی. په دې اساس هر هغه څوک چې په یو وخت کې د الکترونیکی او کاغذی تذکرو په متفاوت هویتی معلوماتو سره ګټه اخلی، عدلی او قضایی ارګانونو ته راجع کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید