روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بخیت : زموږ دفتر به له غړیو هېوادو سره د اسلامی امارت د اړیکو پیاوړتیا کې  مهم رول ولوبوی

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی د اسلامی همکاریو سازمان  د بشری چارو مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت، د یاد سازمان سیاسی مرستیال یوسف بن محمد الضبیعی او مل پلاوی سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د اسلامی همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت وویل، چې په کابل کې یې د دفتر د خلاصون موخه له افغانانو سره د لازیاتو مرستو انسجام او د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبیق دی.

طارق علی بخیت زیاته کړه، چې په کابل کې به د اسلامی همکاریو سازمان دفتر به د افغانستان اسلامی امارت او د دغه سازمان ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوی.

د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد سازمان بشری او پرمختیایی ‏مرستو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او په افغانستان کې د اسلامی همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته یې نېک فال وباله او دغه راز یې په سختو شرایطو کې له افغانستان سره د یاد سازمان د غړو هېوادونو له مرستو هم مننه وکړه.

مولوی حنفی د افغانستان څه د پاسه ۴۰ کلنو حالاتو ته په اشارې سره وویل، چې یاد وخت کې د افغانستان زېربناوو او افغانانو ته زیات زیان رسیدلی دی او په کار ده، چې د اسلامی همکاریو سازمان له افغانستان سره   په بېلابېلو په ځانګړی ډول د مشورې، سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او د ظرفیت لوړولو په برخو کې لازیاته هراړخیزه همکاری، همغږی او مرسته وکړی.

نوموړی دغه راز په هېواد کې د هر اړخیز امنیت د ټنګښت، د کوکنارو پر کرکیلی بندیز او فساد له منځه تلو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو شلو کلونو کې کابو ۵ میلیونه کسان په نشه یی توکو روږدی شوی، چې له ډلې یې کابو ۱ میلیون ښځې او ماشومان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید