روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
باختر آژانس: د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ آمریت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس او د دغه ولایت د ښځو د لاسی صنایعو د ټولنې د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دفتر کې پرون جوړه شوه.
د بامیانو د صنعت او سوداګری آمر نعیم رضایی له باخترآژانس سره په خبرو کې د لاسی صنایعو د ټولنې ، ددغه ولایت د سیمه ییزلاس ته راوړنې اوتولیداتوپه اړه معلومات وړاندې کړل او زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې سوداګرو ښځو د سیمه ییزو صنایعو د تولید په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د خرڅلاو کموالى، د اومو توکو لوړه بیه، د هنری بازار د مالکیت ستونزه او د ښځو لپاره د ځاى نشتوالى له مهمو ستونزو څخه دی. له دغو اتحادیو څخه یې وغوښتل چې د حل لپاره یې همکاری وکړی او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د لا زیاتو پلور لپاره له اړوندو اداروسره هم پاملرنه وکړی.
د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی سیف الرحمن محمدی د لاسی صنایعو د ټولنې فعالیتونه د سیمه ییزو تولیداتو د ودې، د ښځو د کارموندنې او د کورنیو د اقتصاد د ښه والی په برخه کې مهم وبلل او ویې ویل:د طلاعاتواو فرهنګ ریاست د نندارتونونود ترسره کولولپا ره شته امکاناتوته په پاملرنې او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې او سیلانیانو ته د هنر بازارپه معرفی کولوکې به هلې ځلې وکړی.