روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بادغیس کې ۲۵ زېږنتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

شریعت: د بادغیس په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ زېږنتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بادغیس د عامې روغتیا رئیس محمد آصف قانت وایی چې دغه زېږنتونونه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه زېږنتونونه د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د UNFPA  صندوق په مالی مرسته جوړشوی دی.

د بادغیس د عامې روغتیا رئیس وویل، چې د دغو زېږنتونونو په جوړولو سره د زیاتو ښځو او یوشمېر کورنیو ستونزې حل کېږی او په هره زېږنتون کې یوه قابله د ښځو او نوی زېږېدل شویو ماشومانو لپاره د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو لپاره استخدام شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید