روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اې د بشر د حقونو دعوه دارانو…!

اوښکه امېد

د ځوان زوی نوې جامې او د هغه د لارې د خوراک لپاره پخ کړې روغن ځوښۍ مې د سفر په بکس کې کېښودلې. د زوی د پوهنتون خوشحالی؛ له ما خوب هېر کړی وو. کری ورځ مې هغه د ډاکټرانو په سپینه چپنه کې لیده. نور شپه پر پخېدو وه، سهار د وختی پاڅېدلو لپاره د خپل خوب په ځای کې څملاستم.

لا مې سترګې نه وې ورغلې چې یوې ویروونکې او وحشت ناکې چادونې خونه ولړزوله، د خونې شیشې راتوی شوې، یوې تېزې رڼا خونه کې ورځ جوړه کړه، د انګړ ګرد او غبار د څراغ تته رڼا مړه کړه. ماشومان له خوبه رابېدار شول، د هر یوه په سترګو کې د وېرې او ترهې سمندر څپې وهلې. ما په وارخطایی ماشومان د ماتو خورو ورو شیشو له منځه را اوچتول چې د خونې دروازه چا په ډېر قوت په لغته راووهله، د د دروازې ماته دړه په غولی ولوېده. ماشومانو چیغې کړې: امریکایان دی؛ او له دې سره هر یوه زما په غېږ کې د پټېدلو ناکامه هڅه کوله خو ما دغه شېبه عقل له لاسه ورکړی وو، وجود مې داسې وو لکه ساه چې پکې نه وی، نه پوهېدم څه وکړم، چیغې کړم او که وژاړم.

ډله عسکر ګوته په ماشه خونې ته راننوتل او په بې رحمی سره یې زه او زما ماشومان د وسلو په زور له خونې راواېستو، په انګړ کې مې په خاوند سترګې ولګېدې چې لاسونه یې تر شا ورتړلی وو او دغه وخت یې د سترګو په تړلو بوخت وو. ما چیغې کړې، لکه لېونی د ماشومانو له لاسونو مې نیولې لمن کش کړه او د خاوند په لور مې منډه کړه، عسکرو زه په مرګ وګواښلم او دوه تنو یې زما د ایسارولو ناکامه هڅه کوله، د خپل خاوند د له لاسه ورکولو وېرې زه له هر څه بې پروا کړې وم او د عسکرو له فولادی مټو مې د خلاصون هڅه کوله، دا وخت مې پام شو چې ماشومانو زما لمن نیولې او بې دریغه ژاړی، د دوی کریغو او چیغو له ما د خاوند غم هېر کړ، دوی مې په غېږ کې راونیول او له حسرته په ډکو سترګو مې خاوند پسې کتل چې عسکرو په بیړه او د ټوپک د کنداغونو په وهلو سره له انګړه واېست.

ماشومې لور مې په ژړا کې وویل: لالا چېرې دی؟ چې اغا له دې ظالمانو راخلاص کړی. دا وخت مې مشر ځوان زوی رایاد شو، یو ځل بیا ځمکه زما له قدمونو وتښتېده، د مېلمنو د خونې په لوری مې منډه کړه، د خلاصې دروازې په لخک کې د یو چا جسد په وینو رنګ پروت وو، له جسد سره نږدې او شاوخوا د ماغزو غوښې داسې پرتې وې لکه شیندل شوې چې وی. په وینو رنګ جسد ورټیټه شوم، د غاړې له زرغون نیمه سوزېدلی تعویذ او له چپ لاس سره نږدې د سپینې وینې لړلې خولی په لیدلو پوهه شوم چې جسد د چا دی؛ نور په ځان نه یمه پوهه شوې.

هو؛ د بشر د حقونو دعوه داران په نیمه شپه کې زما د خوب تر خونې راغلل، زه یې په بې عزتی له خپلې خونې واېستم، ځوان زوی مې یې زما په خپل کور کې راته ځوانیمرګ کړ او د خاوند مې لا هم هېڅ څرک نه دی معلوم.

په دولتی ادارو کې اخلاقی فساد زه د خپل خاوند د درک پیدا کولو څخه ایساره کړې وم او خپلوانو هم د زندان له وېرې د هغه پوښتنه نه شوای کولی. د زوی شهادت او د خاوند بې درکی په څلورو کلونو کې زه د بسترې کړم، نور د ژوند کولو حوصله نده راپاتې، یوازې د ماشومانو په خاطر مې د ژوند دروند پېټی په اوږو وړم.

دا څه موده کیږی چې د ولسوالیو فتحې زور اخیستی او ولایت په ولایت پسې آزادیږی، د هر زندان له ماتېدلو سره زما مړې هېلې رازرغونې شی خو موده وروسته بېرته مړاوې شی. د ظلم زندانونه مات شول خو زما د ژوند ملګری لا هم ندی راغلی.

یو ماسپښین د ګاونډی ښځه راغله، هغې د کابل د کوم زندان کیسه راته کوله چې څنګه د آزادو شویو زندانیانو یو لوی موټر بمبار شوی، له کیسې سره زما زړه په دربېدو شو، زړه لکه بزرګ چې وی د یوې بدې پېښې د پېښېدو ګواهی یې راکوله. ماښام چې تیاره په کلی خوره وه؛ ورور مې راغی، له جوړ پخیر او اوږدو خبرو وروسته یې وویل: نور باید د اوښی انتظار ونکړې هغه ژوند دروباښه. دغه وخت تقدیر یو ځل بیا زما د صبر آزموینه اخیسته، دغه ورځ هم د تېر په شان وه ځکه څلور کاله ما دا فکر کاوه چې هغه زه د ژوند په ګردابونو کې یوازې پرېښودم او د جدایی له درد سره یې آشنا شوې وم.

نن چې کوم خلک له غرب څخه زما د حقونو لپاره نارې وهی، دا همغوی دی چې زه یې بوره کړم، زما هغه ځوان زوی یې رانه واخیست چې غوښتل یې ډاکټر شی او د خلکو درد دوا او له مرګه یې وژغوری، هغه چې سبا پوهنتون ته تله خو دوی په نیمه شپه کې راغلل او هغه یې له خپلو هیلو او آرمانونو سره یو ځای وواژه. زما د ژوند ملګری او د ماشومانو د سر سیوری مې یې راڅخه واخیست او زه یې په ژوندون ووژلم. دا یوازې زما د زړه درد دی چې په دې تورو کې یې د ځایولو ناکامه هڅه کوم.

نن مې چې ماشومان له وېرې پرته ویده کیږی او د بنګنو او چاپې له وېرې زما تر پړونی لاندې نه پټیږی، دغه شیطانان زما د حقونو نارې وهی مګر هغه ورځ د یوې مېرمنې په حیث زما حقونه چېرې وو چې دوی په نیمه شپه کې زما د خونې دروازه راماته کړه، زما بې ګناه ځوان زوی یې راوواژه، خاوند مې یې زما او زما د ماشومانو د سترګو په وړاندې لاس او سترګې تړلی د کنداغونو په وهلو له کوره ووېست.

اې د بشر د حقونو دعوه دارانو!

ما ته مې زما په دسترخوان وچه ډوډی او جوش کړې پټاټې راپرېږدئ! خیر دی که د ښار ښځې د پخوا په شان پر دسترخوان د بېلا بېلو خواړو پر ځای نن یوازې یو ډول خواړه لری. موږ کله هم په خېټه نه وو ماړه خو له لوږې مړه نشوو بلکې ستاسو په ټوپکونو او بمونو ستاسو په لاسونو بې درېغه ووژل شوو.

اې د بشر د حقونو دعوه دارانو!

پوهېږم چې تاسو به زما دغه پیغام بابېزه وګڼی او خپل شیطانت ته به دوام ورکړی. زه ستاسو ظلمونو ډېره ناتوانه کړې یم خو دا په یاد ولرئ؛ زه به داسې یو نسل وروزم چې د تکبیر زمزمه یې ستاسو صلیب ولړزوی، اسلامی نړی آزاده کړی، ستاسو په پښو کې مړ شوی انسانیت ته آزادی ورکړی او ستاسو په ماڼیو کې د حق مشالونه روښانه کړی.

تاسو ته به زما خبرې خوب او خیال ښکاره شی لکه څنګه چې پرون خپله ماته درته خیال ښکارېده خو زه باور لرم؛ زما ماشومان به د خپل شهید ورور له وینو، زما او د پلار له هیلو سره یې خیانت ونکړی. په یاد ولرئ چې د اسلام ځلانده راتلونکی؛ راتلونکی دی، زه به خاورې شم خو ایمان لرم چې زما هیلې به خاورې نشی، زما راتلونکی نسل به د محمد بن قاسم، قتیبه بن مسلم، طارق بن نصیر او د نورو اسلافو تاریخ راژوندی کړی. ان شاء الله

وما ذلکَ على الله بعزیز

ممکن است شما دوست داشته باشید