روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایمان

مولوی محمد ابراهیم نبیل

۲۰

شپږمه برخه:

ابو هریره رض روایت کوی وایی: په خیبرکې له رسول الله ص سره وو، یوسړی چې له مونږسره وو اوځان یې مسلمان باله، رسول الله ص یې په حق کې وویل: چې داسړی جهنمی دی، کله چې جنګ ته حاضر شونو ډېره سخته جګړه یې وکړه تردې چې زخمونه یې ډېرشوو اونږدې وه چې ځینی خلک په شک کې ولویږی(چې څنګه به داسړی جنهمی وی)، په سړی باندې چې دزخمونو دردونه زیات شوه نو دغشو له کڅوړې یې غشی راووېست اوخپل ځان یې پرې حلال کړ، خلکو منډې کړې او رسول الله ص ته یې وویل: الله پاک دې خبره رښتیا کړه سړی خپل ځان ذبح کړ، هغه وفرمایل: …. ته ولاړ شه او اعلان وکړه چې جنت ته به له مسلمان پرته څوک نه شی داخلیدلی، اوله شک پرته چې الله تعالی دخپل دین مرسته په فاجر سړی هم کوی. (البخاری- الفتح ۷ (۴۲۰۳) ومسلم (۱۱۱))

زیدبن خالد جُهنی وایی: رسول الله ص په حدیبیه کې په داسې حال کې لمونځ راکړچې باران اوریده، کله یې چې لمونځ  پوره کړ، خلکوته یې مخ راواړاوه، او ویې فرمایل : څوک چې ووایی: دالله تعالی دفضل اورحمت په وجه باران راباندې وشو، نو داسړی په مامؤمن اوپه ستورو کافر دی، اوکه چا وویل: چې فلانی فلانی ستورو باران راباندې ورولی نو دا پرما کافر اوپه ستورو یې ایمان دی. ( البخاری ـ الفتح ۷‍(۷‍‍‍‍).مسلم (۱‍‍) واللفظ له)

له صهیب رومی رض روایت دی وایی: رسول الله ص وفرمایل: تعجب دی مؤمن لره چې هرڅه دده په خیر دی، اودا خاصیت یواځې ده لره دی، که خوښی ورته ورسیده اوشکریې پرې ووېست ده ته خیر دی اوکه مصیبت ورته رسیده اوصبریې پرې وکړ هم دده لپاره خیر دی. ( مسلم(۲۹۹۹‍)).

 

عبدالله ابن عباس رض فرمایی پیغمبر ته د عبدالقیس پلاوی راغی، ورته ویې ویل: یا رسول الله زمونږ او تاسو ترمنځ دغه د مضر قبېلې کفار حائل واقع دی، مونږ تا ته له محرمو میاشتو پرته نشو راتلای، نو په داسې څه امر راته وکړه چې مونږ یې هم ومنو اوخپلو نورو خلکو ته یې هم ور ورسوو، هغه ورته وفرمایل: د څلورو شیانو امر درته کوم او له څلورو مو منع کوم: بیایې ورته بیان کړه: په الله تعالی ایمان راوړئ، او د وحدانیت ګواهی یې ورکړئ (راوی) د لاس په اشاره یې دا دواړه په یوه حساب کړې، لمونځ کوئ، زکات ورکوئ او بل دا چې د غنیمت پنځمه به ادا کوئ، د کدو له لوښی، مټ، له لرګین جام او هغه لوښی څخه مو منع کوم چې په قیرو ککړشوی وی.  ( البخاری ـ الفتح ۰‍‍(۶‍‍‍‍) و مسلم (۷‍‍)واللفظ له).

له ابن عباس رض روایت دی فرمایی: پیغمبر ص به د شپې دا دعا کوله: خدایه تا لره ثنا او صفت دی، ته د ځمکو او اسمانونو رب یې، خبره دې رښتیا، وعده دې رښتیا، درتلل درته رښتیا، جنت رښتیا، دوزخ رښتیا او د قیامت ورځ رښتیاده، یا الله! تاته تسلیم یم او په تامې ایمان راوړی، په تامې توکل دی، تاته مې رجوع ده، اوستا په سرمې جګړه ده، او ستا لپاره مې  پرېکړې عملی کړې، نو مخکې او وروسته، پټې او ښکاره راته معاف کړې، ته مې خدای یې له تا پرته بل خدای او اله مې نشته. (البخاری ـ الفتح۳‍‍(۵‍‍‍)واللفظ له.ومسلم (۹۶‍‍))

عبدالله بن عمرو بن العاص رض وایی: مونږ له پیغمبر سره په یوه سفرکې وو، یوځای مو واړول، له مونږ نه چا خپله خباء ( دلېمڅی څاله) جوړوله ، چا دغشوتمرین کاوه، څوک له څارویو سره په څړځای کې ووچې دپیغمبر جارچی غږ وکړ چې جمع تیاره ده ، نو پیغمبر ته ورټول شوو هغه وفرمایل: له مامخکې هیڅ یوداسې نبی نه دی تېرشوی چې خپل امت ته دې هغه څه ور ونه ښیی چې ددوی لپاره یې ښه ګڼی، اوله هغه څه یې ونه وېروی چې ددوی لپاره یې شرګڼی، ددې امت عافیت  په اولنیو خلکو کې دی ، ورستیوته به یې داسې ازمایښتونه اوپېښې رامخې ته شی چې نه به یې پېژنی، اوداسې فتنې به راشی چې یوه به له بلې بدتره وی، یوه فتنه به راشی مؤمن به وایی چې دامې دهلاکت سبب ده چې بیرته به  ترې پورته شی، بیابه بله فتنه راشی مؤمن به وایی چې داده راغله راغله ! یانې ترهغې هم ستره فتنه ده ، نو که څوک غواړی چې ددوزخ له اوره خلاص شی اوجنت ته داخل شی نو په داسې حال کې دې مرګ  ورته راشی چې په الله تعالی اودهغه په رسول  یې ایمان وی، او هغو خلکوته دې ورشی  چې  ورتګ  یې ورسره ښایی اوچاچې کوم واکمن اوحکمران ته دبیعت لاس اودزړه وعده ورکړه نوچې وس یې کیږی بایداطاعت یې وکړی اوکه بل یې په مقابل کې پورته شو غاړه یې ووهئ!  ( مسلم (۴‍‍‍(

(۱۴)  نعمان بن بشیر رض روایت کوی وایی: د پیغمبر ص له منبرسره ناست وم چې یوسړی وویل: هیڅ خبره هم نه ده چې له مسلمانېدو وروسته یوعمل هم ونه کړم یواځې حاجیانو ته اوبه ورکړم، بل وویل: څه خبره ده چې له مسلمانېدو وروسته مې بل یوعمل هم ونه کړم یواځې مسجدونه به جوړوم، اودریم وویل: دالله په لاره کې جهاد ترهغه څه چې تاسې وویل ډېربهتر دی،  نو حضرت عمر رض تهدیدکړل او ویې فرمایل: د رسول الله ص له منبرسره مو غږونه مه پورته کوئ.

دا دجمعې ورځ وه، د جُمعې لمونځ مې چې وکړ، ورغلم ، پوښتنه مې ترې وکړه چې په څه کې مو اختلاف و ؟ نو دا آیتونه نازل شول:  أَجَعَلْتُمْ سِقَایَهَ الْحَاجِّ وَعِمَارَهَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ کَمَنْ أَمَنَ بِاللهِ وَالْیَوْمِ الأَخِرِ} (التوبه/ ۹‍‍)  ( مسلم (۱۸۷۹‍‍))

له حضرت عمر رض څخه روایت دی وایی: د خیبر د غزا په ورځ د رسول الله ص له صحابه وو ځینې خلک راغلل ویې ویل: فلانی شهیددی، تردې چې یوپربل به تېرېدل ویل به یې فلانی شهید دی، رسول الله ص وویل: هیڅکله داسې نه ده، بلکې ما په اورکې ولیده په داسې حال کې چې داورهغه څادر یا چپنه  ورڅخه راتاو وه چې په غنیمت کې یې پټه کړې وه یا یې په خیانت وړې وه ، بیایې ماته وویل: ورشه دخطاب زویه اوپه خلکو کې اعلان وکړه چې جنت ته به یواځې مؤمنان تللی شی اوبس. (مسلم (۴‍‍‍))

 

عبدالله بن عباس رض روایت کوی وایی: کله چې دا ایت  { وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِی أَنْفُسِکُمْ أَوْ تُخْفُوهُ یُحَاسِبْکُمْ بِهِ اللهُ..}الآیه (البقره/۴‍‍‍) نازل شونو وای زمونږ زړونوته داسې څه راغلل چې مخکې نه وو راغلی (غمجن شوو)، رسول الله ص وفرمایل: ووایئ چې اورېدلې موده، غاړه مو ورته ایښی اومنلې موده، دی وایی چې الله تعالی یې په زړونوکې ایمان واچاوه اودا ایت الله تعالی نازل کړ، {لاَ یُکَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا کَسَبَتْ وَعَلَیْهَا مَا اکْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَّسِینَا أَوْ أَخْطَأْنَا } ( ما همداسې کړی) یعنی الله تعالی وایی چې نه مو نیسم  {رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَیْنَا إِصْرًا کَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِینَ مِنْ قَبْلِنَا} ” خدایه په مونږ باندې دروندبار مه باروې لکه له مونږ په مخکې خلکو چې دې بار و”  ( ما همداسې کړی) یعنی نه یې باروم  {وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلاَنَا}  ” مونږ ته بښنه وکړې اوراباندې ورحمېږې ته مو مولایې …” ( ما همداسې کړی) یعنی بښلی مې یاست او رحم درباندې کوم اوپه کافرانو مو مرسته کوم .   ( مسلم (۶‍‍‍).وروى البخاری نحوه من حدیث ابن عمر ـ رضی الله عنهما ـ الفتح ۸(۴‍‍‍‍))

انس بن مالک رض وایی: کله چې دا ایت نازل شو { یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لاَ تَرْفَعُوا أَصْوَاتَکُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ }   نو ثابت بن قیس په کور کې کېناست او ویې ویل چې زه له دوزخیانو یم، او له رسول الله ص څخه یې ځان ایسار کړ، پیغمبر ص له سعد بن معاذ رض څخه پوښتنه وکړه او ورته ویې ویل: اباعمره! ثابت ته څه ورپېښه ده، ګېلمن دی؟! سعدوویل: هغه زما ګاونډی دی، ما ترې کوم شکایت نه دی اورېدلی، راوی وایی چې سعد ورته راغی او د رسول الله ص خبره یې ورته واوروله، هغه ورته وویل: دا ایت نازل شوی اوته پوهیږې چې زما په تاسوکې ترټولو لوړ غږ دی (په رسول الله ص مې غږ پورته کیږی) نو زه جهنمی یم، سعد رض دا خبره رسول الله ص ته ورسوله هغه وفرمایل: “نه ! بلکې هغه جنتی دی”. ( البخاری ـ الفتح ۸(۶‍‍‍).مسلم (۱۱۹‍‍) واللفظ له).

له عبدالله بن مسعود رض نه روایت دی وایی: رسول الله ص فرمایلی دی: مؤمن  تهمت کوونکی، لعنتی، بدرد اوپوچ اوفحش ویونکی نه وی. ( الترمذی (۱۹۷۷۲)، وقال: هذا حدیث حسن غریب. أحمد (۱‍/۵‍‍‍، ۶‍‍‍) وقال شاکر: إسناده صحیح (۵‍/۲‍‍‍).الحاکم فی مستدرکه(۱‍/۲‍‍)وقال: هذا حدیث حسن صحیح على شرط الشیخین وسکت عنه الذهبی).

ابوهریره رض وایی رسول الله ص فرمایلی: مسلمان سړی دې له مسلمانې ښځې سره بغض اوکینه نه کوی که له یوه خوی یې ناخوښه وی له بل نه خویې راضی وی. ( مسلم(۹۶‍‍‍))

ابودرداء رض روایت کوی وایی: رسول الله ص فرمایلی دی، دقیامت په ورځ به دمیزان په تله کې ترښو اخلاقو بل دروندشی نه وی اوله شک پرته چې الله تعالی بد رد اوپوچ وفحش ویونکی بد ایسوی. ( الترمذی (۲‍‍‍‍) واللفظ له، وقال: هذا حدیث حسن صحیح أبوداود(۷۹۹‍‍).البخاری فی الأدب المفرد (۱‍/۳۶۸). وذکره ابن حجر فی جمله أحادیث صحیحه فی حسن الخلق الفتح(۰‍‍/۳‍‍‍).وقال محقق [جامع الأصول](۴‍/۶‍):إسناده حسن).

ممکن است شما دوست داشته باشید