روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران: زرګونه افغانان چې قانونی اسناد یې نه درلود ایستل شوی دی

شریعت: زرګونه غیر قانونی افغانان یې له خپل هېواده ایستلی او د نورو پلټنه روانه ده

ایران وایی، زرګونه غیر قانونی افغانان یې له خپل هېواده ایستلی او د نورو پلټنه روانه ده ترڅو یې اوباسی.

ایرانی رسنۍ لیکی، په تېر دوو ورځو کې ۴۵۰۰ هغه افغانان ایستل شوی چې په ایران کې یې د اوسېدو قانونی اسناد نه لرل.

چارواکی وایی، دغه افغانان یې خپل هېواد ته استولی دی.

هغه کسان چې افغانستان ته رالېږل شوی وایی، چې ایرانی ځواکونو په ټول هېواد کې د غیر قانونی افغان کډوالو پرضد د لټون او ایستلو عملیات پیل کړی دی.

ایران د تېر کال په موده کې ټول هغه افغانان ثبت نام کړل چې اسناد یې نه لرل، خو وایی چې دغه افغانان په وروستیو کې په غیر قانونی لارو ور اوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید