روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران: د اټوم بم جوړولو وړټیا لرو

ایران یو ځل بیا ویلی چې د اټوم بم د جوړولو وړتیا لری.

د ایران د اټومی انرژۍ مشر او ددغه هېواد د ولسمشر مرستیال “محمد اسلامی” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، چې دوی د اټوم بم د جوړولو لپاره بشپړ تیار دی.

د اسلامی په خبره د ایران اسلامی جمهوریت دمګړی دا وړتیا لری چې اټومی بم جوړ کړی خو دا چاره نه ترسره کوی او نه یې هم پلان لری.

دا په وروستیو څو اوونیو کې څووم ایرانی چارواکی دی چې د اټوم بم د جوړولو د وړتیا د لرلو په تړاو څرګندونې کوی.

باید وویل شی، چې ایرانی چارواکو تر دې وړاندې هم ویلی وو چې د اټوم بم د جوړولو وړتیا لری خو هېڅکله دا چاره نه ترسره کوی او په خبره یې اټومی پروګرام یې سوله ییز دی او چا ته د زیان رسولو اراده نلری.

ممکن است شما دوست داشته باشید