روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایرانی چارواکی: د خواف – هرات ریل پټلۍ له لارې به ختیځ له لوېدیځ سره ونښلول شی

باختر آژانس: د ایران لوړ رتبه چارواکی عباس خطیبی وایی چې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ له ختیځ څخه لویدیځ ته تېرېږی چې د ازبکستان، افغانستان او ایران له لارې چین له ترکیې او اروپا سره نښلوی.

هغه نغوته وکړه چې د خواف ـ هرات د ریل پټلۍ جوړول د ورېښم پټلۍ د بیا رغونې په څېر ارزښت لری او زیاته یې کړه چې د دغه پروژې له لارې به ختیځ او لوېدیځ له یو بل سره ونښلول شی چې ورسره به د ترانزیت او صادراتو لګښت هم راکم شی.

د رېل پټلۍ جوړولو او پراختیا مرستیال خطیبی وویل:« د خواف ـ هرات ریل پټلۍ په کال کې د یو میلیون مسافرو او څه باندې ۶ میلیونه تڼو مالونو د لېږد وړتیا لری.»

د خطیبی په وینا، د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د صادراتو او ترانزیت د لګښت په کمولو کې مهم رول لری، د ترانزیت او صادراتو د لېږد رالېږد سرعت زیاتوی او په منظم ډول د هغې لګښت راکموی.

نوموړی د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د جوړولو لګښت ۴ زره ۳۰۴ میلیارده ریال ښودلی دی. هغه وویل:« د دې رېل پټلۍ اقتصادی بنسټ په دوو قطبونو افغانستان او ایران کې دی چې پر مټ به یې افغانستان د ایران له سویلی بندرونو سره ونښلول شی.»

هغه زیاته کړه: دا چې د دې رېل پټلې ډېره برخه له افغانستان او ایران څخه تېرېږی، چین د افغانستان، ایران او ازبکستان له لارې له ترکیې او اروپا سره نښلوی.

خطیبی ویلی: د هرات رېل پټلۍ هم د دې دهلیز یوه برخه ده او که وروسته له هرات څخه مزارشریف سره ونښلول شی، دغه دهلیز سل په سلو کې جوړېدلی شی؛ ځکه له مزار شریف څخه تر حیرتان پورې به د اورګاډی پټلۍ جوړه شی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه پوله ده.

دغه ایرانی چارواکی ټینګار کړی، که افغانستان د دې رېل پټلۍ دوام او بشپړېدو ته اقدام وکړی، د لېږد رالېږد په برخه کې به یو لوی بدلون رامنځته شی. په خبره یې، د پانګې اچونې په برخې کې هم ایران افغانستان ته ډېر وړاندیزونه کړی دی.

د رېل پټلۍ شرکت د جوړولو او پراختیا مرستیال د دې طرحې د پرمختګ په اړه وویل: د خواف ـ هرات پروژې جوړول کلونه مخکې د افغانستان د بیا رغونې په موخه ټاکل شوې وه او  رغنیزې چارې یې په ټپه ولاړې وې؛ خو تېر کال د دغې پروژې د ۷۷ کیلو مترو په اوږدوالی کې د لومړۍ او دویمې برخې چارې چې د ایران په خاوره کې وې، بشپړې شوې.

هغه وویل: د «شمتېغ» په سټېشن کې هم یوه لویه ودانۍ جوړه شوې چې د پاسپورټ، ګمرک او سرحد ټول کارونه په کې کېدای شی او د مسافرو د ټکټ او ځای پر ځای کولو له پاره هم د دواړو هېوادونو تر منځ همغږی رامنځته شوې ده.

ده څرګنده کړه: د افغانستان په خاوره کې د ۶۲ کیلو مترو په واټن په درېیمه برخه کې د سړک جوړولو او مخابراتی سیستمونو چارې بشپړې شوې او د افغانستان د روزنک سټېشن د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د پټلۍ جوړولو او پراختیا شرکت مرستیال څرګنده کړه چې وروسته له دې یې د افغانستان ۴ مه برخه په دوو برخو ووېشله او د لومړۍ برخې په کار یې پیل وکړ.

د خطیبی د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د سیاسی او دولتی بدلون له وجې د دې پروژې د جوړولو چارې بندې شوې، خو په دې وروستیو کې ایرانی چارواکو له افغانی چارواکو سره خبرې اترې وکړې او دواړه خواوې د دې رېل پټلۍ د رغولو او ګټې اخیستنې په هڅه کې دی.

ویل کېږی، د ایران سوداګری له افغانستان سره مخ په ښه کېدو ده، تر دې کچې چې د پاکستان ځای یې نیولی دی.

د خواف ـ هرات رېل پټلۍ په کال کې د ۶ میلیونو ټنو بار او د یو میلیون مسافرو د لېږد وړتیا لری او نه یوازې د افغانستان سوداګری له ایران سره پیاوړې کوی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، قرغیزستان، چین او هند هېوادونو له پاره هم ډېر د ارزښت وړ ده.

د اورګاډی پټلۍ د پنځو هېوادونو د دوو میلیاردو ډالرو دهلیز( FNRC) پروژې کلیدی برخه ده. د پنځو هېوادونو د اورګاډی دهلیز پروژه د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران له لارې د اورګاډی پټلۍ غځول دی چې ترکیې ته به ونښلول شی. دغه پټلۍ نه یوازې دا هېوادونه له یو بل سره نښلوی بلکې له اروپا سره یې هم نښلوی.

د هرات او خواف تر منځ سوداګری به هرات ښار په یو سوداګریز مرکز بدل کړی او د پنځو هېوادونو د دهلېز پروژې په ګټې اخیستنې سره به هرات ښار د ایران او منځنۍ اسیا په ور بدل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید